کابل برید له کبله دارالامان ماڼۍ کې د خپلواکۍ جشن وځنډول شو

  • 18 اګست 2019 - 27 زمری 1398
ماڼۍ د انځور حقوق ARG
Image caption دارالامان ماڼۍ کې د خپلواکۍ د جشن مراسم تر بلې نېټې ځنډول شوي دي

افغان حکومت اعلان کړی چې په کابل ښار کې د شنبې په ماسخوتن د ودونو پر یوه تالار د خونړي برید له کبله سبا دوشنبه د زمري پر ۲۸مه نېټه د کابل په دارالامان ماڼۍ د خپلواکۍ د جشن مراسم د ولسمشر محمد اشرف غني په امر تر بلې نېټې ځنډول شوي دي.

د دغو مراسمو د لمانځنې لپاره جوړ شوي کمیسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د کابل برید قربانیانو ته د درناوي او د هغوی له کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه پرېکړه شوې ده چې په دارالامان ماڼۍ کې ترتیب شوي مراسم وځنډول شي.

په اعلامیه کې د دغو مراسمو لپاره کومه بله نېټه نه ده یاده شوې.

خو اعلامیه زیاتوي چې ولسمشر غني به دوشنبه د زمري پر ۲۸مه د خپلواکۍ پر څلي دګلانو ګېډۍ ږدي او هلته به د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت خپله وینا هم کوي.

اعلامیه زیاتوي چې افغان حکومت باید د افغانانو په غم او ښادۍ کې شریک وي او د قران کریم په ختم به له دوی سره خپله خواخوږي څرګندوي.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني ویلي طالبان د کابل برید له مسئولیته ځان نشي خلاصولی

تر دې وړاندې افغان حکومت د خپلواکۍ د بېرته اخیستنې د سلمې کلیزې لپاره ځانګړي ترتیبات نیولي وو. ټاکل شوې وه چې د دوشنبې ماښام ولسمشر محمد اشرف غني او ګڼ شمېر نور چارواکي او بهرني دیپلوماتان او عام افغانان په دارالامان ماڼۍ کې راټول شي.

داسې پلان و چې ولسمشر غني به له بیا رغونې وروسته د دارالامان ماڼۍ رسماً پرانیزي. په دغو مراسمو کې ویناو، ملي ترانو او ماښام مهال اور لوبې ته هم چمتووالی نیول شوی و.

شنبه د اګست پر ۱۷مه نېټه ماسخوتن لس نیمې بجې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د ودونو په یوه تالار کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۶۳ کسان ووژل او تر سلو ډېر یې ټپیان کړل.

د داعش ډلې د دې برید مسئولیت منلی او وایي چې د دوی دوه ملګرو ځانمرګي بریدونه کړي دي.

وسله والو طالبانو دا برید غندلی، خو ولسمشر غني ویلي چې دا ډله یوازې په غندنې سره ځان د دې خونړي برید له مسئولیته نشي خلاصولی.

ورته مطالب