د خپلواکۍ مفهوم؛ د افغانستان له خپلواکۍ ۱۰۰ کاله مخکې او اوس

  • 19 اګست 2019 - 28 زمری 1398
افغانستان د انځور حقوق Getty Images

د سږکال زمري میاشتې ۲۸مه د شاه امان الله خان له خوا د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستنې د اعلان له سلمې کلیزې سره برابره ده.

افغانستان په ۱۲۹۸ هجري لمریز کال کې له برتانوي ځواکونو سره له سختو جګړو وروسته په دې بریالی شو چې په رسمي ډول خپله خپلواکي اعلان کړي.

د ځينو تاریخ لیکونکو په باور، له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته هغه مهال چې برتانیا د نړۍ په ډېرو برخو واکمني لرله، د خپلواکي دا اعلان دود ماتوونکی و.

په کابل کې زموږ همکار یوسف خان ځدراڼ په دغه راپور کې د خپلواکۍ معنا او په اړه يې اوسنیو لیدلورو ته کتنه کړي.

په وروستۍ یوه پېړۍ کې چې هر حکومت واک ته رسېدلی دا ورځ یې په خپله بڼه لمانځلې د.

د پخواني شوروي اتحاد له ملاتړه برخمن حکومتونو، مجاهدینو او حتی طالبانو د خپلواکۍ دا ورځ په خپلو بڼو او شعارونو نمانځله، په داسې حال کې چې هر رژیم به خپل کس اتل او د بل لوري مطرح کس نالیدلی نیوه، خو په ټوله کې د هر نظام شعار دا و چې افغانستان د نړۍ د لویو قدرتونو هدېره ده.

د خپلواکۍ له اعلانه وروسته د تاریخ په دې پېړۍ کې دلته ډېر نظامونه د بهرنیو په یو نه یو ډول ملاتړ منځ ته راغلي او ډېرې واکمنۍ د بهرنیانو په مستقیم یا غیر مستقیم فشار له منځه تللي دي.

نن سبا چې له افغانستان څخه د برتانوي ځواکونو له وتلو سل کاله تېرېږي د برتانیا تر څنګ د څو هېوادونو وسله وال ځواکونه په دې نامه چې ګواکې له دغه هېواد او نظام څخه ملاتړ کوي دلته حضور لري.

د بهرنیو ځواکونو حضور که اشغال

په ورته وخت کې د دولت وسله وال مخالفین د سیمې هېوادونو او بهرنیو جنګیالانو په ملاتړ فعاله دي چې دلته د لوېدیځو هېوادونو شتون اشغال بولي او د افغانستان د خپلواکۍ لپاره د جنګېدو ادعا لري.

خو پر وړاندې يې بیا شاوخوا دری لکه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په جګړه بوخت دي او دوی هم د هېواد خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې شعار ورکوي.

Image caption قاضي امین وقاد وايي اوسنی افغان حکومت مرستو ته اړتیا لري او بهرني هېوادونه هم د دغې تشې د پوره کولو لپاره یوه اړتیا ده.

لیکوال عبدالغفور لېوال دا نیابتي جګړه بولي وايي په دې وضعیت کله هم علمي بحث نه دی شوی:

"له خپلواکۍ سره زموږ چلند غلط دی، موږ په افغانستان کې هم د شوروي اتحاد پر وړاندې په جګړه کې او هم د امریکا پر ضد جګړه کې په ملت تکیه نده کړي، په دواړو جګړو کې مونږ د افغانستان په نورو دښمنانو تکیه کړي له بده مرغه یوه برخه يي د یوه ښکیلاګر لمنې ته لویږي او بله برخه يي د بل ښکیلاګر ځکه نو داسې جګړې کله هم یو ملت ازادی ته نه رسوي. د امان الله خان په پېر کې ولس او حکومت یو ځای د بهرنیانو پر وړاندې راپاڅیدل او افغانستان يي خپلواکه اعلان کړ خو له هغې وروسته جګړې د یوه بل په لمسون شوي او داسې جګړې د خپلواکۍ معنا نه لري بلکې دلته خپل ولسونه وژل کیږي."

محمد امین وقاد چې یو وخت يي د مطرح جهادي څېرو په منځ کې د شوروي اتحاد د ځواکونو پر وړاندې د خپلواکۍ ګټلو مبارزه کوله د افغانستان د اوسني وضعیت او خپلواکۍ په اړه وايي:

"له امریکا او د نړۍ نورو هېوادونو سره امنیتي او د ګډ کار تړونونه یا دلته د دوی راتګ په دې معنا نده چې ولسمشر او زمونږ سیاست به دوی ټاکي، خلک د خپلواکۍ په اړه بېلابېل تعریفونه لري او ځينې يي افغانستان هم خپلواکه نه ګڼي خو زه داسې وایم چې همدا خپلواکي ده چې مونږ خپل ځواکونه لرو، پوهنتونونه، پارلمان، روغتونونه د پرمختګ پروژې لرو او څو ملیونه وګړي ګډه ګټې لري ځکه نو زمونږ هېواد زمونږ دی نه د بل چا."

ښاغلی وقاد وايي چې اوسنی افغان حکومت مرستو ته اړتیا لري او بهرني هېوادونه هم د دغې تشې د پوره کولو لپاره یوه اړتیا ده.

د افغانستان سربېره د نړۍ په ډېرو نورو هېوادونو کې هم بهرني ځواکونه مېشت دي چې دولتونه يې اشغال نه بلکې یوه اړتیا بولي.

په دې لړ کې امریکا یو له هغو هېوادونو څخه ده چې د سعودي عربستان په ګډون په ۳۸ هېوادونو کې پوځي حضور لري.

خو پوښتنه دا ده چې په نننۍ نړی کې د خپلواکۍ اړتیاوې څه او د خپلواکۍ د نوي تعریف له مخې افغانستان څومره خپلواک هېواد دی؟

د تاریخ څېړونکی غلام محمد محمدي په دې اړه وايي: "سیاسي، اقتصادي او نظامي ازادي او د ملي ارادې درلودل د خپلواکۍ ارکان دي، په همدې ډول ملي حاکمیت او د ځمکنۍ بشپړتیا ساتل او درلودل د خپلواکۍ معنا لري پداسې حال کې چې افغانستان دا مهال دا ټول نه لري ځکه نو مونږ خپلواکي نه لرو. "

له لیکوالانو او څېړونکو ور ها خوا ډېر عام افغانان په دې باور دي، تر هغې چې موږ په کور، کوڅه او ښار کې امنیت ونه لرو، اقتصاد مو کمزوری او په هره برخه کې اړمن وو موږ ازادي نه احساسوو خو ځينو يې بي بي سي ته وویل، په دې پلمه چې موږ لکه د خپلو نيکونو دا ستونزې ختموو باید له دې ورځې نمانځنه وکړو او ځان خپلواکه احساس کړو.

ډېر څېړونکي په دې باور دي چې دا وخت د خپلواکۍ یوه مهمه ستنه اقتصاد دی او افغانستان دا مهال په بهرنیو اقتصادي مرستو ولاړ دی:

افغان لیکوال او څيړونکی عبدالغفور لېوال وايي د شاه امان الله خان په وخت کې افغانستان په ټوله معنا خپلواکي تر لاسه کړه خو د وخت په تېرېدو تل له بهره ننګول شوې:

"اړمن هېوادونه او محروم ملتونه په عمومي ډول حقیقي سیاسي خپلواکي نشي لرلای، افغانستان هم تل له جنګونو سره مخ شوی او شک نشته چې بېلابېلو قدرتونو او هېوادونو زمونږ خپلواکۍ ته زیان رسولی یو ځل شوروي اتحاد تر هغې وروسته پاکستان له هغې وروسته امریکا او د ناټو غړو هېوادونو د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د افغانستان استقلال او خپلواکي ګواښلي ده، د لته د قانوني یا غیر قانوني تعامل پر بنسټ اوس هم د دوی سرتېري شته او د افغان حکومت هغه لازمه ازادي چې د یوه خپلواک هېواد لپاره اړینه ده محدوده ده."

تعریفونه او له خپلواکۍ د هر چا برداشت په خپل ځای خو بهرنیانو ته اړمن اوسني حکومت سږ کال په افغانستان کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې نمانځنې ته ځانګړي پروګرامونه نیولي دي، د سختو جګړو، بې وزلۍ او بې کارۍ تر سیوري لاندې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې هڅې ګړندۍ کړې چې که په افغانستان کې ظاهراً د خپلواکۍ تر شعار لاندې روانه اوږده جګړه ودرېږي.

ورته مطالب