ټرمپ: افغانستان کې سرتېري کموو، خو استخباراتي ځواک به پاتې وي

  • 19 اګست 2019 - 28 زمری 1398
ټرمپ د انځور حقوق Getty Images

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي له افغان حکومت او طالبانو سره خبرو کې ښه پرمختګ شوی. د ښاغلي ټرمپ په وینا امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کم کړي خو استخباراتي ځواک به هلته وي او دلیل یې دا دی چې امریکا نه غواړي افغانستان د ترهګرۍ ازمایښت ځای وي.

د امریکا ولسمشر په همدې تړاو راتلونکو څو اونیو کې د اخستل کېدونکو ګامونو د په ډاګه کولو خبر هم ورکړ.

د امریکا ولسمشر وايي ښايي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر له دیارلسو زرو سرتېرو راکم کړل شي. ډونلډ ټرمپ په نیوجرسي ایالت کې خبریالانو ته وویل له طالبانو او افغان حکومت سره خبرې ښې روانې دي.

ښاغلي ټرمپ وویل وضعیت ته په کتو او دا چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې کومې پایلې ته رسیږي د ځواکونو د ویستلو چاره پرمخ ځي خو د پام وړ استخباراتي ځواک به په افغانستان کې پاتې وي:

"د لږو ځواکونو په لرلو سره کولی شو وضعیت ښه کنټرول کړو. کېدای شي چې د ځواکونو شمېر یو څه را کم کړو او بیا به پریکړه وکړو. دا پریکړه به طالبانو او افغان حکومت پورې تړاو ولري، خو یوه مساله شته چې باید هواره شي، بله مساله دا ده چې موږ به د پام وړ استخباراتي حضور د هغو دلایلو له امله ولرو چې ما ورته اشاره وکړه".

د امریکا ولسمشر د سېپټمبر د ۱۱ نیټې پیښې ته په اشارې سره وویل په افغانستان کې د استخباراتي ځواک د پرېښودلو یو دلیل دی او هغه دا چې امریکا نه غواړي افغانستان د ترهګرۍ ازمایښت ځای وي. ښاغلي ټرمپ په همدې لړ کې اشاره وکړه چې په راتلونکو څو اونیو کې به ځیني ګامونه چې په پام کې دي په ډاګه شي.

ښاغلي ټرمپ وویل له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ښه پرمختګ شوی اوس افغان حکومت او طالبانو پورې اړه لري چې دوی څه کوي او د افغانانو د خپلمنځي خبرو پایلې ته په کتو به امریکا خپله پریکړه کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ له طالبانو سره د امریکا خبرو کې پرمختګ ښه بللی

امریکایي چارواکي او طالبان وايي پر ځینو مسالو لا هم اختلاف شته خو د دواړو لوریو ترمنځ یو کېدونکی جوړ جاړی نږدې شوی دی.

د تیرې جمعې په ورځ ډونالډ ټرمپ له خپلو لوړ پوړو امنیتي سلاکارانو او چارواکو سره د دې کېدونکي جوړ جاړي په اړه خبرې وکړي او دا لومړی ځل دی چې نوموړی په دې اړه له رسنیو سره مخامخ خبرې کوي.

پر ښاغلي ټرمپ له دې امله نیوکې کیږي چې غواړي په بیړه له افغانستانه سرتیري وباسي نیوکه کوونکي خبر داری ورکوي چې په دې کار سره به افغانستان یو ځل د کورنیو جګړو لمنې ته وروغورځي او د ترهګرو په ځاله به بدل شي.

ورته مطالب