پر واده چاودنه؛ زوم او ناوې خپلې 'هیلې' بایللي

  • 19 اګست 2019 - 28 زمری 1398
میرویس علمي د انځور حقوق Reuters
Image caption میرویس علمي چې د واده زوم دی وویل چې ناوې یې ژوندۍ پاتې، خو ورور او نور خپلوان یې د هغو ۶۳ وژل شویو کسانو په ډله کې وو چې د شنبې په برید کې ووژل شول.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د واده مراسم چې د یوه ځانمرګي بریدګر له خوا په نښه شوی و، د واده دې نوې جوړې (ناوې او زوم) ویلي چې له مرګوني برید وروسته یې "هیلې" مړاوې شوې.

په یوه ټلوېزیوني مرکه کې زوم میرویس علمي وویل چې ناوې یې ژوندۍ پاتې، خو ورور او نور خپلوان یې د هغو ۶۳ وژل شویو کسانو په ډله کې وو چې د شنبې په برید کې ووژل شول. په دې برید کې څه باندې ۱۸۰ کسان ټپیان دي.

له طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې میرویس علمي د هغو خندانو مېلمنو د هرکلي شېبه یادوي چې له پېښې وروسته یې د دوی جسدونه له هوټله لېږدول.

"زما کورنۍ او زما ناوې ترهیدلي و ان غږېدای هم نه شوه او زما ناوې بیا بې هوښه هم شوه."

ښاغلي علمي زیاته کړه: "ما خپلې هیلې له لاسه ورکړې. ما خپل ورور، ملګري او خپلوان هم له لاسه ورکړل. زه به بیا په خپل ژوند کې هېڅکله خوښي ونه ګورم."

دی وايي: "زه جنازې ته نه شم تللی، د کمزورۍ احساس کوم، پوهېږم چې دا به د افغانانو لپاره وروستی تکلیف نه وي، کړاوونه به دوام لري."

د ناوې پلارهم سیمه ییزو رسنیو ته وویل چې په برید کې د هغه د کورنۍ ۱۴ غړي هم وژل شوي دي.

څه پېښ شول؟

د اسلامي دولت ډلې یا د داعش په یوه بیان کې ادعا کړې چې د دې ډلې یوه غړي "لویې غونډې" کې ځان ته چاودنه ورکړه او ورپسې چې کله "امنیتي ځواکونه راورسېدل، له چاودیدونکو توکو ډک یو موټر وچاودېد".

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کابل برید پېښې ځای سترګو لیدلی حال

برید په هغه سیمه کې شوی چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه لږکي دي.

عیني شاهدان وايي، په نڅا او خوشحالۍ بوخت وو چې ناڅاپه یو دروند غږ فضا تیاره کړه، هره خوا لوګي و او د هوټل په سالون کې شور ماشور شو.

شاوخوا ګڼ وژل شوي او ټپیان پراته وو. د شپې تر ناوخته ښځو او سړیو د هوټل منځ او شاوخوا واټونو کې یبلې پښې منډې را منډې وهلې او د خپلوانو او کورنیو د غړو لټه یې کوله.

محمد ظفر چې د پېښې عیني شاهد دی وايي: "حالت ډېر خراب و، ښځو لوڅې پښې پر واټونو منډې وهلې او چغې یې وهلې چې زموږ زامن چېرې دي؟ ځینو نارې وهلې چې زما پلار څه شو؟ ما په خپل ژوند داسې حالت نه و لیدلی."

عبدالمالک چې ۱۴ کلن زوی یې په دې پېښه کې وژل شوی وايي، ټوله شپه د خپل زوی د جسد موندلو لپاره روغتون په روغتون وګرځېد چې بلاخره یې د خپل تنکي زوی جسد په ایمرجنسي روغتون کې وموند.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د واده په مراسمو کې د تېرې شپې چاودنې د غندنې، ویرې، قهر او نیوکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي

دی وايي: "زوی مې د افغان ترک ښوونځي اتم ټولګي کې اول نومره و. زما ورور د واده د زلمي ګاونډی و، زما زوی یې هم له ځان سره واده ته بېولی و او هلته په وحشیانه پېښه کې مې زوی له لاسه ورکړ."

عزت الله بل کس دی چې واده کې یې ګډون کړی و، د کورنۍ دوه غړي ورور او وراره یې په دې پېښه کې وژل شوي دي.

افغانستان کې ډېری ودونه په لویو سالونونو کې ترسره کیږي چېرې چې نارینه له ښځو جلا کښېني.

پېښې ته غبرګونونه

د واده په مراسمو کې د تېرې شپې چاودنې د غندنې، ویرې، قهر او نیوکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. سلګونو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د دې پېښې وینې لړلي تصویرونه لاس په لاس کړي او حکومت يې د ولسي وګړو ژوند ته د نه پاملرنې له کبله په کمزورۍ تورن کړی دی.

افغان ولسمشر غني دغه برید "وحشيانه" بللی.

ولسمشرۍ ماڼې په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویلي، 'له جنایتکارو به د دغه برید غچ واخېستل شي.'

د افغان دولت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي:

''پر بې ګناه او بې دفاع ملکي خلکو برید جنګي جنایت او د انسانیت ضد عمل دی. ''

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو هم دا حمله غندلي ویلي يي دي د یوناما د بشري حقونو ډله د یادې پېښې څېړنه کوي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه حقایق را وسپړي.

ښاغلي یاماماتو ټينګار کړی چې په ولسي وګړو پرلپسې حملې ښيي چې د وګړو دخونديتابه اقدامات پیاوړتیا ته اړتیا لري او هغه کسان چې دا ډول حملې تر سره کوی بالاخره باید محکمې ته راکش کړای شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ویلي، دا ډول کړنې له غندلوهم پورته دي. دې ټولنې ویلي، 'هر چا چې دا برید کړی یا يي دا ډول حمله پلان کړې هغوی د بشریت دښمنان دي. '

په کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو سفیر جان بس وايي:

"کابل کې د تېرې شپې واده مراسمو کې د چاودنه کول سخته بدعملي ده. قربانیانو او کورنیو ته یې د زړه له تله تسلیت وايم، په ځانګړې توګه پر بې ګناه ماشومانو او پر هېچا باید داسې برید و نه شي".

داعش ډلې د دې برید مسولیت منلی او ادعا یې کړې چې شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته مطالب