ټاکنو کمیسیون: د ښځېنه رایه اچوونکو عکس اخیستل اجباري دي

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون پریکړه کړې چې په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې د بایومټریک بهیر په لړ کې د ښځینه رایه ورکونکو عکسونه هم باید ثبت شي.

له دې وړاندې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې او د رایه اچونې بهیر کې د افغان مېرمنو لپاره عکس اخیستنه اختیاري وه.

په افغان دودیزه ټولنه کې یو شمېر کورنۍ مېرمنو ته د عکس اخیستو اجازه نه ورکوي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، دا پرېکړه یې له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او څارونکو ټولنو سره له سلا مشورو وروسته د ټاکنو د روڼتیا لپاره کړې ده.

د ټاکنو د کمیسیون مرستیال ویاند مرزا محمد حق پرست بي بي سي ته وویل، دې پایلې ته رسیدلي چې په راتلونکو ټاکنو کې مېرمنې هم باید بایومټریک کې خپل انځورونه ثبت کړي.

که څه هم په افغانستان کې د تذکرې اخیستو پرمهال د مېرمنو لپاره عکس لګول اختیاري دي، خو د ټاکنو کمیسیون وايي، په ټاکنو کې د ښځو عکس الزامي کولو په برخه کې یې د ښځو له استازو سره سلا شوې او په دې برخه کې یې ددوی موافقه ترلاسه کړې ده.

د ټاکنو کمیسیون مرستیال ویاند زیاتوي چې د ټاکنو د کیفیت لوړولو لپاره د هر وګړي کامل هویت ثبتول اړین دي.

"پر دې توافق شوی چې د مېرمنو عکس واخیستل شي چې درغلي ونه شي او له دې ناوړه ګټه وانخیستل شي. تر ټولو مهمه دا ده چې ټاکنې باید کیفیت ولري او د ټاکنو په کیفیت کې په کامل ډول د هر شخص د هویت ثبتول ډېر اړین کار دی."

د انځور حقوق Getty Images

د ټاکنو کمیسیون وايي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رایه اچونې ۲۹ زره محلونه لري چې هر محل کې لږ ترلږه یوه کس ته اړتیا لري چې وروزل شي او د ټاکنو پر ورځ د بایومټریک ټکنالوژي وکارول شي.

دا کمیسیون وايي وړاندې یې د ولایتونو په کچه د ټاکنو په برخه کې د ټکنالوژي مسولین په مرکز کې روزلي او اوس دوی په خپلو ولایتونو کې د نورو کسانو په روزلو بوخت دي.

د یاد کمیسیون په خبره تر ټاکنو به ټول یاد شوي کسان وروزل شي چې ددوی په خبره پخوانۍ منفي تجربې بیا تکرار نه شي.

ورته مطالب