طالبان: د سولې نهم پړاو خبرې به راتلونکو څو ورځو کې پیل شي

قطر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سولې مذاکراتو امریکايي اړخ تر اوسه د نهم پړاو خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي: "موږ باید د افغان سولې بهیر د بین الافغاني خبرو په ګډون چټک کړو."

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې له امریکایانو سره د سولې د نهم پړاو مذاکراتو د نېټې په اړه خبرې شوي او په راتلونکو څو ورځو کې دا خبرې پیل شي.

د دې سرچینې په وینا له څو ورځو سلا مشورو وروسته له امریکایانو سره د طالبانو په وروستۍ هوکړه کې د ځینو ټکو د بدلون وړاندیز لري چې د سولې د نهم پړاو مذاکراتو کې به پرې بحث وشي.

ددوی په خبره که چېرته یې وړاندیزونه ومنل شي دا پړاو مذاکرات به وروستي جوړ جاړي ته ورسېږي.

د سولې مذاکراتو امریکايي اړخ تر اوسه د نهم پړاو خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي: "موږ باید د افغان سولې بهیر د بین الافغاني خبرو په ګډون چټک کړو."

په کابل کې د جرمني، ناروې او امریکايي استازو بین الافغاني خبرو ته د چمتوالي ارزونه کړې ده.

د سولې وزارت ویاندې ناجیې انوري بي بي سي ته ویلي چې دسولې وزیر عبدالسلام رحیمي د ناروې، جرمني او امریکا له استازو سره د بین الافغاني خبرو د اجنډا ځای او وخت په اړه خبرې کړي خو وروستۍ شوي نه دي.

د سولې په چارو کې د افغان حکومت وزیر دا ناسته ګټوره بللې او زیاته کړې یې ده چې افغان حکومت د سولې بهیر ته ژمن دی او دا هوډ لري چې افغانان یوې تلپاتې او عزتمنې سولې ته ورسیږي.

تمه ده چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک سره سملاسي بین الافغاني غونډه په یوه اروپايي هېواد کې پیل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملابرادر اوس دا خبره د طالب مشرانو مخې ته ايښې او په دې تړاو لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او په اړه يې خبرې روانې دي.

د سولې وزارت وایي، له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یې ۱۵ کسیزه مرکچي پلاوی برابر کړی دی، خو ترهغه چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ هوکړه وروستۍ نه شي، د مرکچي پلاوي نومونه او جزیات نه خپریږي.

وړاندې پاکستانۍ ډېلي ټايمز ورځپاڼې د دوحې سولې له بهيره د خبرو ځينو سرچينو په وينا ليکلي، طالب مرکچيانو د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره د ۱۴ مياشتو موده وړانديز کړې.

ورځپاڼه وايي، د ځواکونو د وتلو موده د خبرو اترو يوه کليدي موضوع وه.

ورځپاڼه لیکلي و چې ملابرادر له امريکا او ناټو سره پردغه مهال ويش سلا شوی خو د طالبانو مشرتابه خوشال نه و، ځکه په دې برخه کې ورسره مشوره نه وه شوې او وړاندې دوى په خپلو کې د نهو مياشتو خبره کړې وه خو امريکا د ١٨ مياشتو غوښتنه کوله.

خو د ورځپاڼې په وینا ملابرادر اوس دا خبره د طالب مشرانو مخې ته ايښې او په دې تړاو لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او په اړه يې خبرې روانې دي.

قطر کې د طالبانو يوه چارواکي ورځپاڼې ته ويلي، پر ټولو مسايلو خبرې روانې دي او اوس په دې اړه کوم رسمي ځواب نه شي ورکولى، خو چې وروستۍ شي دوى به يې اعلان کړي.

ورته مطالب