ولسمشر غني: سوله به راځي او ټاکنې به ترسره کېږي

غني د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني وویل، افغانان نور د پردیو په دسیسو نه غولېږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چارشنبه ماسخوتن په کابل کې د دارالامان ماڼۍ د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، افغانستان ته به سوله راځي او د ولسمشرۍ ټاکنې به کېږي. ولسمشر غني وویل، هغه وخت تېر شوی دی چې نورو به د افغانستان راتلونکی او برخلیک ټاکلو.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل، افغان ولس اوس هوښیار شوی دی او په اوازو او دسیسو نه غولېږي. نوموړي زیاته کړه، بیا به هېڅکله هم ملیشې د افغانستان تاریخي ودانۍ نه ړنکوي، او د ډاکټر نجیب او د مجاهدینو کلونو به هېڅکه هم تکرار نشي.

نوموړي د امریکایانو او طالبانو ترمنځ روانو خبرو ته په اشارې وویل، افغان حکومت د دې خبرو له ټولو جزئیاتو خبر دی، خو تر اوسه ځکه غلی دی چې له طالبانو سره یې مخامخ خبرې نه دي پیل شوي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې سوله به په نیمه شپه او په پټه نه راځي، بلکې په رڼا ورځ به راځي او حکومت به یې په اړه له ولس سره ټول جزئیات شریکوي.

ولسمشر غني وویل، د افغانستان دښمنان په خپلو بریدونو کې عام خلک او ماشومان وژني، او غواړي چې د افغانستان هویت له منځه یوسي، خو دوی په دې کار کې ناکامه شوي دي.

د انځور حقوق RTA
Image caption ولسمشر غني د دارالامان ماڼۍ تر بیا رغونې وروسته رسماً پرانیستله

ولسمشر غني نن چارشنبه ماسخوتن په کابل کې د دارالامان ماڼۍ له بیا رغونې وروسته رسماً پرانیستله. په دې مناسب په همدې ماڼۍ کې مراسم نیول شوي وو چې د ولسمشر غني او لومړۍ مېرمنې رولا غني ترڅنګ ګڼ شمېر افغان چارواکو او مېلمو پکې ګډون وکړ.

ولسمشر غني د دې ودانۍ له پرانیستلو وروسته خپلو خبرو کې وویل، افغانستان به یو ځل بیا د دارالامان ماڼۍ په څېر را پورته کېږي او پر خپلو پښو به درېږي.

نوموړي وویل، د افغانستان غریب ولس ودانیو ته اړتیا نه لري، خو دارالامان ماڼۍ د افغانانو د هویت نښه ده او دوی که هر څومره هم بې وزله شي، خپل هویت به ساتي.

ټاکل شوې وه چې دا ماڼۍ د تېرې دوشنبې پر ورځ د زمري پر ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستنې د سلمې کلیزې پر ورځ پرانیستل شي.

خو په کابل کې تېره شنبه د ودونو پر یوه تالار له خونړي برید وروسته افغان حکومت اعلان وکړ چې د دارالامان ماڼۍ مراسم به د یو څو ورځو لپاره ځنډول کېږي.

په هغه برید کې ۶۳ کسان وژل شوي وو او تر سلو ډېر ټپیان وو، چې د داعش ډلې یې مسئولیت منلی و.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر دارالامان ماڼۍ کې د افغانستان بیرغ را وخړاوه

چارشنبه ماسخوتن په دارالامان ماڼۍ کې جوړو شویو مراسمو کې ولسمشر د افغانستان بیرغ وځړاوه. وروسته ماشومانو ملي ترانې وویلې.

ورپسې د امان الله خان لور شهزادیه هندیې خبرې وکړې او د خپل پلار د دروان لاسته راوړنو، اصلاحي ګامونو او د هغه مهال ننګونو وغږېدله.

شهزادیې هندیې وویل، پلار یې امان الله خان په خپله واکمنۍ کې ځینې داسې اصلاحاتو او قوانین اعلان کړل چې لویدیځه نړۍ ورسره لسیزې وروسته بلده شوه.

د دارالامان ماڼۍ د افغانستان د پخواني واکمن امان الله خان په دوره کې جوړه شوې وه چې د تېرو ۴۰ کالو په جګړو کې څو ځله ویجاړه شوه.

ولسمشر غني د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې د دې ودانۍ د بیا رغونې اعلان وکړ چې وروسته د افغانو انجینرانو او کاریګرو په زیار بلاخره بېرته ورغول شوه.

د انځور حقوق ARG
Image caption په مراسمو کې د ښوونځیو ماشومانو سندرې وویلې

ورته مطالب