افغانستان کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي

امریکايي ځواکونه د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته، په دې هېواد کې د امریکا ۲۲۱۶ سرتېري وژل شوي.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، پرون د چهارشنبې '۲۱م د اګسټ' په ورځ یې په افغانستان کې دوه سرتیري وژل شوي دي.

دوی په یوه بیان کې نور معلومات نه دي ورکړي چې دا سرتېري چېرته وژل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې هم د دغه هېواد د وژل شویو سرتېرو هوویت تر ۲۴ ګړیو نه ښودل کېږي.

د روان میلادي کال له پیله تراوسه شپاړس امریکایي سرتېرې په افغانستان کې وژل شوې دي.

د تېرې مارچ میاشتې پر ۲۲مه هم دوه امریکايي سرتېري د عملیاتو پرمهال وژل شوي وو.

افغانستان کې د پرېکند ملاتړ اعلامیه د دې سرتېرو نوره پېژندنه او د پېښې ځای نه ډاګیزوي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ بهرني سرتېري مېشت دي، چې ډېری یې امریکایان دي.

د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته، په دې هېواد کې د امریکا ۲۲۱۶ سرتېري وژل شوي.

امریکا په افغانستان کې نژدې ۱۴ زره سرتېري لري چې د افغان ځواکونو په روزنه او د وسلوالو ضد عملیاتو کې په همکارۍ بوخت دي.

امریکایي چارواکي د خبرو له لارې غواړي طالبانو سره جوړ جاړي ته په رسېدو نژدې نیمايي سرتېري له افغانستان وباسي.

ورته مطالب