له خپلواکۍ وروسته په تېره یوه پېړۍ کې د افغان رسنیو فعالیت

سراج افغانیه

په یوه ولسواکه ټولنه کې د بیان ازادي یا د خپل فکر او عقیدې د بیانونې وسایل ولې مهم دي؟ په رسنیو او رسنیزو ازادیو کې کوم توان پټ دی چې ځینې حکومتونه يي مخنیوی کوي؟

او ایا پوهیږئ چې افغانان په تېره پیړۍ کې د بیان ازادي له دې حقه څومره برخمنه وه او په دې هېواد کې رسنیو کومې لوړې ژورې تېرې کړي.

په افغانستان کې د خپلواکۍ له اخیستنې وروسته لکه د هرې بلې برخې په څير رسنیو هم د رڼا مزل پیل کړ خو له هغې وروسته بیا لکه څنګه چې په دې خاوره بېلابېل حکومتونه واکمن شوي داسې رسنیو هم بېلابېلې لوړې ژورې وهلي.

د تاریخ لیکونکو په باور د افغانستان خپلواکۍ بېرته اخیستنې وروسته د شاه امان الله خان په دوره کې افغان رسنیو د کمیت او کیفیت له اړخه بې ساری پرمختګ وکړ. د مطبوعاتو لومړنی قانون چې ازادې رسنۍ او رسنیز جرمونه پکې تعریف شوي د امانیه په دورې کې تصویب شو، په ځينو ولایتونو کې د هغې له ډلې په ننګرهار کې اتحاد مشرقي، په بدخشان کې اصلاح، په مزارشریف کې بیدار په هرات کې اتفاق اسلام او په کندهار کې طلوع افتاب ازادو رسنیو هم د لومړي ځل لپاره په همدې دوره کې په کار پیل وکړ، هغه مهال په افغانستان کې د چاپ ۱۴ خونې فعالې وې او په مرکز او ولایتونو کې له شلو ډېرې رسنۍ خپرېدې.

د امانیه او د هغې د وروسته دورو ډېرې چاپي رسنۍ په ملي ارشیف او ملي کتابتون کې ساتل شوي، پدغو ځایونو کې د رسنیو ګلکسیونونو ته په کتلو ښکاري چې افغانستان د رسنیو تاریخي پانګه ساتلې خو دا ځایونه اوس د ګوتو په شمېر لیدونکي او لوستونکي لري.

د اطلاعاتو او کلتور یو پخوانی وزیر سید مخدوم رهین اماني دوره له بل واکۍ د ازادۍ او په ځانګړې توګه د بیان د ازادۍ د تر لاسه کولو دوره بولي خو وايي له هغې وروسته د حبیب الله کلکاني په دوره کې د رسنیو فعالیت په ټپه ودرید او بیا تر ډېره له تیارو سره مخ و:

"د اعلیحضرت شاه امان الله غازي په وخت کې رسنۍ ډېرې د ازادۍ په لوري روانې وې تر دې چې حکومتي رسنیو دومره ازادي درلوده چې دوی په هره موضوع ازاد نظر ورکولای شو دا کار لا په پراخیدو و تر هغې چې د امان الله خان واکمنۍ له منځه ولاړه او حبیب الله کلکاني واک تر لاسه کړ."

په داسې حال کې چې د امانیه دورې رسنۍ او د بیان ازادي بې سارې وه د افغانستان په ګاونډ او سیمه کې د هېوادونو رسنۍ تر سخت فشار لاندې وې.

د حبیب الله کلکاني په دوره کې چې د رسنیو تر څنګ د پرمختګ نور کارونه ولاړ وو د امان افغان خپروندويي ځای حبیب الاسلام ونیو خو له دې لنډمهاله واکمنۍ وروسته نادرشاه واک ته ورسېد چېرته چې رسنۍ بیا هم تر ډېره له حاکم وضعیت سره مخ وې.

که څه هم نادرشاه روښان فکره سړی و خو ده د منځلاري تګ ځکه غوره کړ چې هسې نه د شاه امان الله خان له برخلیک سره مخ شي.

په دې واکمنۍ کې ځينې ازادې جریدې بندې شوې او یو شمېر ازاد فکره لیکوالان بندي او ان اعدام شول.د څيړونکو په باور د نادرشاه په واکمنۍ کې یواځې هغې رسنیو د خپریدو اجازه درلوده چې مطالب يي له مذهب او د نظام له سیاست سره په تضاد کې نه وو.

له دې ټولو سره سره هغه کار چې په دې پېر کې وشو او هغه مهال يي په سیمه کې ساری نه درلود هغه د افغانستان د کلنۍ چاپول وو

د نادر شاه له وژل کیدو او واکمنۍ ته د ده د زوی ظاهر شاه له رسیدو سره چې لا هم واک تر ډېره د ده له تره محمد هاشم خان سره و دغه وضعیت یوه نیمه لسیزه دوام وکړ، خو د هغه د بل تره شاه محمود خان د واک پر مهال رسنیو ته د پاملرنې نوی فصل پیل شو.

په دې وخت کې لومړی په دولتي جریدو کې بدلونونه راغلل او ان داسې مطالب خپاره شول چې پخوا يي د خپریدو هیڅ فکر نشوای کېدای.

پدې دوره کې ځينې ازادې او د سیاسي ګوندونو اړوند رسنۍ هم خپرې شوې. "وطن"، "خلق"، "وس" او "انګار" هغه جریدې وې چې د خپلواکۍ، دیموکراسۍ، اقتصادي او اجتماعي پراختیا اړوند لیکنې پکې خپریدې.

سپینه کودتا

خو د شاه محمود خان له استعفا وروسته سردار محمد داود خان د صدراعظم په توګه وټاکل شو او یو ځل بیا وضعیت بدل شو.

په رڼا او پرمختګ کې د رسنیو څو کلن مزل وروسته سردار داود خان د خپلې صدراعظمۍ په لس کلنه دوره کې د رسنیو ازادي د اقتصادي پراختیا قرباني کړه.

د لیکوال او څیړونکي حلیم تنویر په وینا داود خان نه غوښتل د دولت مخالفې سیاسي لیکنې په رسنیو کې خپرې شي.

خو هغه مهال چې داود خان په ۱۳۴۲ لمریز کال کې واک پرېښود یو ځل بیا د ظاهر شاه تر واکمنۍ لاندې داسې دوره پیل شوه چې تاریخ لیکونکي يې د اساسي قانون د تصویب، بیان او رسنیو ازادۍ له درکه د ولسواکۍ لسیزې په نوم یادوي.

خو له یوې لسیزې وروسته هغه مهال چې په ۱۳۵۲ لمریز کال کې داود خان د سپینې کودتا په نتیجه کې له ظاهر شاه بشپړ واک واخیست د بیان ازادي او د رسنیو فعالیت یو ځل بیا له سختو ننګونو سره مخ شو په دې دوره کې د رسنیو تر لاسه شوي ازادي له منځه ولاړه تر دې چې په ۱۳۵۷ کال کې پر داود خان د غويي له کودتاه وروسته د بیان ازادي لا محدوده شوه.

د رسنیو د فعالیت ډېر لیکونکي د ۱۳۵۲ کال په ظاهر شاه له کودتا وروسته د طالبانو واکمنۍ تر ړنګېدو د نژدې دریو لسیزو دوره مخ پر ځوړ دوره بولي.

په دې وخت کې له ملي راډيو تلویزیون او دولتي ځينو چاپي رسنیو پرته نور څه نه وو او د طالبانو په واکمنۍ کې خو بیا د رسنیو کار لا دومره محدود شو چې یواځې د شریعت غږ راډیو فعاله وه.

Image caption حلیم تنویر (کیڼ لاس ته) : "اوسنۍ رسنۍ که څه هم ډېرې عصري شوي او ښې پیسې لري خو دوی اصلي ډيموکراسي نه تمثیلوي".

د افغان تاریخ لیکونکي حلیم تنویر په وینا سر محمد داود خان او له ده وروسته حکومتونو حاکمه پالیسیو ته په کتو خپله امانیه دوره او د ولسواکۍ دوره د رسنیو د فعالیت په برخه کې د افغانستان ویاړلي دورې بلل کیږي:

"موږ د خپلواکۍ له اخیستنې وروسته د افغانستان د رسنیو مزل په څلورو پېرونو ویشلای شو لومړی د امانیه دوره ده چې ډېره زرینه دوره وه دلته د بیان ازادي ته پام کېده او یو پیاوړی تاریخ لري له دې وروسته ظاهر شاهي دوره پدې څلوښتو کالونو کې د رسنیو فعالیت د هر صدراعظم په وخت کې بېل تعریف کېدای شي کله د بیان ازادي له منځه تللي او کله پیاوړي شوي خو په وروستۍ لسیزه کې خپله ظاهر شاه غوښتل چې ولسواکي بېرته راشي ځکه د ده په باور دا یوه اړتیا وه خو د شاهي کورنۍ تر منځ له سیاسي اختلافونو او د غوايي له کودتا وروسته زموږ ډېر تیاره او بد وختونه پیل شول موږ بیا ان د طالبانو تر واکمنۍ پورې اصلاً تحاکمي، تګرايي او انفرادي مطبوعات درلوده او دا کله هم معیاري نه وو.

وروستۍ دوره د حامد کرزي د لنډ مهاله حکومت له جوړېدو وروسته پیلیږي په دې دوره کې ازادي یو زیری او انګیزه وه خلکو چې ډېر وخت په جګړو او تیارو کې تېر کړی وو زمونږنوی نسل په ډیموکراسۍ ښه نه پوهیده ، خلک تر اوسه فکر کوي چې ډیموکراسي او د بیان ازادي پدې معنا چې هر څوک هر څه کولای شي په داسې حال کې چې داسې نه ده، اوسنۍ رسنۍ که څه هم ډېرې عصري شوي او ښې پیسې لري خو دوی اصلي ډيموکراسي نه تمثیلوي."

د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان اکثره رسنۍ د هماغې واکمنۍ تر مهاله پاتې شوي خو ځينې يې لکه د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کلیزې په څېر د خپرېدو سل کلن مزل وهلی.

"اتفاق اسلام" یو له همدې رسنیو څخه ده چې د ۱۲۹۹ څخه بیا تر ننه په هرات کې چاپیږي. مسؤولین يې وايي اتفاق اسلام دا مهال په څلورو مخونو کې خپریږي خو کیفیت يې ټيټ او لوستونکي يې کم دي.

د ډېرو رسنیو موجودیت، د موبایل او کمپیوټر له لارې ټولنیزو رسنیو ته د خلکو اسانه لاسرسی هغه دلایل بلل کیږي چې له امله يې د افغانستان تاریخي رسنیو ته پاملرنه کمه شوې.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې دا وخت په افغانستان کې له زرو ډېرې چاپي، غږیزې او تلویزیونې رسنۍ فعالې دي تر څنګ يي خلک په ټولنیزو رسنیو په تېره هم فېسبوک او ټوېټر کې د بېلابېلو مسایلو په اړه خپل دریځ څرګندولی شي.

د افغانستان د عامه کتابتون مشر حمیدالله شهراني چې ټولې چاپي رسنۍ ارشیفوي وايي دا وخت د رسنیو او بیان ازادي، فعالیت او شمېر د وخت د ټولو اړتیاوو ځواب ویونکي دي:

"اوسنۍ رسنۍ د شاه امان الله خان د دورې، د ظاهر شاه د دورې او د روس پلوه حکومتونو له رسنیو سره ډېر توپیر لري هغه مهال تر ډېره یواځې چاپي رسنۍ وې چې شمېر يې هم کم او پالیسي يي دولت پلوه وه خو اوس له ورځپاڼو ور هاخوا لسګونه راډيوګانې او تلویزیونونه فعاله دي داسې چې بشپړ ازادي لري اوسنۍ رسني چې څه ډول فعالیت کوي یا په دا چې څومره په دولت نیوکې کولای شي فکر نه کېږي پخوا کله په دې اندازه وه.

خو لکه د افغان لیکوال حلیم تنویر په څېر ډېر داسې کسان شته چې اوسنۍ رسنۍ د کمیت له اړخه ښې بولي خو وايي د رسنیو کیفیت او بلواکي د دوی خپرونې تر اغېز لاندې راوستي:

"زما اندېښنه دا ده چې اوسنیو رسنیو خپلې ملي ګټې هېرې کړي همدا اوس که تاسې وګوری چې دلته د افغانستان خپلواکي نمانځل کیږي خو ډېرې رسنۍ اصلاً لېوالتیا نه لري چې په اړه يې ځانګړي ملي خپرونې ولري، دې رسینو ته باید یا پیسې ورکړې چې د هېواد ملي ګټې خوندي کړي یا ورته کوم بل څوک ووايي چې دا کار وکړي پخوا کله هم داسې نه وو ملي ګټې سرې کرښې وې او رسنیو ورته کار کاوه."

Image caption افغان حکومت وايي، د هېواد د قوانینو او نړیوالو تړونونو پر بنسټ د بیان او رسنیو ازادۍ درناوی کوي او پرې به نږدي چې پدې برخه کې لاسته راوړنې قرباني شي.

سید مخدم رهین چې په تېرو اتلسو کلونو کې لس کاله د اطلاعاتو کلتور وزیر پاتې شوی او ډېرو رسنیو د ده په لاسلیک د فعالیت جواز تر لاسه کړی د اوسنیو فعالو رسنیو ننګه کوي وايي د رسنیو له اوسني وضعیته خوښ دی.

"کله چې د اوسنۍ مطبوعاتو بنسټ اېښودل کېده په افغانستان کې هر څه نوي او د ځوانانو لېوالتیا ډېره وه، زه د دې پلوي وم چې له دېرشو کالونو له ظلم او تیارو وروسته ځوانانو ته ازاده فضا برابره شي، مونږ ورته شرایط اسانه ټاکلي وه تر دې چې د ژورنالېزم فاکولته لازمي نه وه ما به وزیرانو او خپله کرزي صیب ته ویل چې موږ باید دا وضعیت وزغمو چې که د ځوانانو لخوا څه غلطي هم کېږي ويي بخښو."

د افغانستان اوسنۍ رسنۍ له مالي پلوه په خپلو پښو نه دې ولاړې. ځينې اندېښنه لري چې که بهرنۍ مرستې ودرېږي دوى هم ښايي ونه چلېږي.

افغان حکومت وايي، د هېواد د قوانینو او نړیوالو تړونونو پر بنسټ د بیان او رسنیو ازادۍ درناوی کوي او پرې به نږدي چې په دې برخه کې لاسته راوړنې قرباني شي.

د رسنيو د ازادۍ درناوى او لاسته راوړنې پر خپل ځاى خو کارکوونکي يې وايي تر هغو چې په خپلو پښو ونه درېږي داسې احساسوي چې ژرنده د سوال په اوبو نه ګرځي.

ورته مطالب