د سولې خبرې او د افغان ښځو اندېښنې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سولې خبرې او د افغان ښځو اندېښنې

په داسې حال کې چې په دې ورځو کې امریکا او طالبان د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې د ختمولو لپاره هوکړې ته نژدې شوي، افغانان په ځانګړې ښځې اندېښنمنې دي چې په دې هوکړه کې یې حقونه او ازادۍ قرباني نشي. د دغو اندېښنو څرګندولو لپاره - څو فعالو ښځو - پر ټولنیزو شبکو یا خواله رسنیو - زما سره کرښه - په نامه یو کمپاین پیل کړی. په کابل کې شازیه حیا د کمپاین له پیلوونکې، او نورو عادي افغانو ښځو سره غږېدلې.