په افغانستان کې د کاریزونو وضعیت ته کتنه

  • عاصم مایار
  • د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد
د اوبو کانال

د عکس سرچینه، Getty Images

کاریزونه د اوبو هغه سیستمونه دي چې د ځمکې لاندې اوبه د افقي تونل په مرسته، پرته له کومې وسیلې راوباسي. دا تونل په هر ۲۰ - ۵۰ مترو اوږدوالي کې عمودي څاه لري چې د جوړولو، څارلو، پاکولو او له ځینو د اوبو راغوڼدولو برخه کې ترې کار اخیستل کېږي. دا ټکنالوژی په ګرم، وچ او نیمه وچ اقلیمي سیمو کې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره له چین څخه نېولې تر اروپا او امریکا پورې کارول کېږي.

کارېز یو ډېر ښه او دوامدار سیسټم بلل کېږي. ځکه د ځمکې لاندې اوبو سطح نه زیانمنوي او وچکالي یې زر نشي اغېزمن کولای. همدارنګه د کال په اوږدو کې چې سطحي اوبه وچېږي، کارېز تل په مشخصه کچه ښه کیفیت لرونکې اوبه ورکوي.

د کارېزونو جوړول که څه هم ستونزمن کار دی خو له جوړېدو ورسته بیا ډېر اوږد عمر لري. کارېزونو د زلزلې او سېلابونه پر وړاندې زیانمنونکي دي ځکه په تونل کې یې د خارو رالوېدلو امکان شته.

د کاریزونو جوړلو پيل له مېلاد څخه مخکې کلونو ته رسېږي. په افغانستان کې د جوړو شویو کاریزونو د نیټې په اړه دقیق معلومات نشته. خو د اوسنیو کاریزونو عمر تر سلګونو کلونو رسیږي.

د راپورونو پر بنسټ د افغانستان یو زوړ کاریز د وردګ ولایت په جلریز ولسوالی کې دی چې له ۳۰۰ کالونو څخه تر اوسه نېږدې ۳۰۰۰ کسانو ته د څښاک او کرنې اوبه برابروي.

د دې کاریز اوږدوالی ۸ کیلومتره دي او پیلنۍ څاه یې ۶۰ متره ژوروالی لري. بله دا ډول بېلګه د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ کارېز دی چې د ۲۲۴۰ اوسېدونکو او ۲۰۰ هکتاره ځمکې ته اوبه برابروي.

د کارېزونو دا اوږد تاریخ د دې سبب شوی چې یونسکو دا سیسټم په کلتوري میراثونو کې وشمېري.

کاریزونه په ټول هېواد کې د اوبو لګونې سیمې ۶٪ یعنې ۱۶۸ زره هکتاره ځمکه خړوبوي. په افغانستان کې ډېری کارېزونه د هلمند سیند په حوزه کې موقعیت لري. خو ځینې نور بیا د کابل، فاریاب، بادغیس او هرات ولایتونو کې هم شته. په ۱۹۶۷ او ۱۹۶۸ کلونو کې افغان حکومت د کرنیزې ځمکې او د خړوبونکو سیسټمونو سروې وکړه.

دې سروې د کاریزونو شمېر ۶۷۵۰ ښودلی چې ګمان کیږي هغه وخت به ټول فعال و. وروسته بیا په ۲۰۰۳ کال کې افغان حکومت د خوراک او کرنې نړیوال سازمان په مرسته بله سروې وکړه چې پایلې یې په عام ډول خپرې نشوې. وروسته بیا د ۲۰۱۲ - ۲۰۱۵ کال پورې د امریکا کنساس پوهنتون، د افغانستان د ۱۷ هغو ولایتونو چې ډېر کاریزونه لري بله سروې د سټلایټ انځورونو په مرسته وکړه.

په هغه کې د فعالو کاریزونو شمېر ۶۱۱ او د غیر فعال کاریزونو شمېر ۵۲۷۶ ښودل شوی. په افغانستان کې د اوږدو کارېزونو شمېر لږ خو د لنډو کارېزونو شمېر بیا تر زرګونو اوړي.

د عکس سرچینه، 2016 Stinson, P. T., et al

د عکس تشریح،

د افغانستان په جنوب کې د فعال او غیر فعال کارېزونو شمېر او ځای

د وروستۍ سروې پر بنسټ په افغانستان کې د کارېزونو وضعیت اندیښمن کوونکی دی. ځکه له څه باندې شپږنیم زرو کارېزونو یوازې لس فیصده یې فعال پاتې دي. ځېنې کارېزونه د پرله پسې وچکالیو چې د ځمکې لاندې اوبو سطحې د کښته کېدلو سبب شوې وچ شوي او ځېنې نور بیا د تونل د بندوالي، خارو لېدونې، منظمې څارنې او پاملرنې نشتوالي له امله وچ شوي.

داسې راپورونه هم شته چې سړکونو ته نېژدې کارېزونو څخه د جګړې د سنګرونو په توګه کار اخیستل شوی. چې دا کار بیا په اساسي ډول د ځینو مهمو او تاریخي کارېزونو د له منځه وړو سبب شوی.

د دې تر څنګ په وروستیو کلونو کې د افغانستان په لودیځ کې د ځمکې لاندې اوبو د را ایستلو لپاره د لمریزې برېښنا او د تېلو پمپونو کارول ډېر شوي. چې د کارېزونو لپاره تهدید ګڼل کېږي. ځکه د اوبو سطح په غېر منظم ډول او د یو کس لخوا کښته کوي. او دا بیا په کاریزونو چې عام المنفعه سرچینه ده منفي اغېز کوي.

په افغانستان کې د کاریزونو د اوبو مدیریت په غیر رسمي بڼه د ګټه اخیستونکو لخوا ترسره کېږي. د کاریزونو په پاکولو او پاملرنه کې د خلکو ګډون له هغه د اوبو د استفاده کولو د وېش پر بنسټ دی چې ځېنې وخت په کې د کلیوالو سیمو تر منځ ستونزې هم رامنځ ته کېږي.

د عکس سرچینه، Google Earth/ 2016 Stinson, P. T., et al

د عکس تشریح،

د کندهار په لودیځه برخه کې له سپوږمکۍ د کارېزونو انځور

څه باید وشي؟

په تېر کې د اوبو او اوبو لګونې مدېریت د اوبو او انرژۍ، کرنې او مالدارۍ او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونه ګډ مسولیت و. افغان حکومت په تېرو ۱۸ کلونو کې د اوبو لګونې په سیسټمونو پانګونه کړې خو په کارېزونو د لګښتونه کره معلومات نشته.

په دې وروستیو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، کارېزونو ته پاملرنه کړې او یو دېپارتمنت یې ورته جوړ کړی. دا چې دولت کافي بودیجه نلري، دې وزارت د UNDP په مرسته له یوې نړېوالې ادارې ۹.۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي چې د پنځه ولایتونو د کارېزونو په بیارغونه به یې مصرفوي. خو د کارېزونو شمېر، او اړتیا ته په کتو دا پیسې ډېرې لږ دي او باید حکومت د ټول هېواد د کارېزونو بیارغونې ته ژر تر ژره پاملرنه وکړي.

دا چې کارېزونه د یونسکو له لوري کلتوري میراث ګڼل کېږي. او د اقلیمي بدلون ستونزې د افغانستان د اوبو سرچینې زیانمنې کړې دي. افغان حکومت کولای شي د کارېزونو لپاره له یونسکو او د اقلیمي بدلون له اړوند نړیوالو ادارو، مالي مرستې وغواړي تر څو د اوبو دا حیاتي سرچینه ژوندی وساتل شي.

د بیارغونې پر مهال باید لاندې ټکو ته پاملرنه وشي:

۱:د کاریزونو د تونل کلک کول تر څو د خاور د رالوېدو مخنیوی وشي.

۲:په نفوذي خاورو کې د کارېز تونل ته غیر نفوذي پوښښ ورکول، تر څو د تونل په اوږدو کې د اوبو له ضایع کېدو ډډه وشي

۳:د کارېزونو اوږدول تر څو اوبو ته ورسېږي او بیرته فعال شي.

۴:د کارېزونو په پورتنی سیمه کې ځمکې ته د اوبو مصنوعي تغذیه یا د باران اوبه زېرمه کول، تر څو د کارېز په اوبو کې ډېروالی راشي او یا هم د اوړي په موسم کې اوبه وکړي.

دا چې نفوس ډېرېدونکی دی او اوبو ته اړتیا لوړلېږي، له کارېزونو ګټه اخیستونکي باید د اوبو په کارولو کې دقت وکړي او لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

۱:د اوبو لګونې د نویو لارو چارو (څاڅکیو اوبه لګونه - drip irrigation) پلي کول تر څو د اوبو لګونې موثریت لوړ شي. د دې طریقې په پلې کولو سره ډېره سیمه تر پوښښ لاندې راتلای شي. متاسفانه په افغانستان کې سطحي اوبه لګونه عامه ده چې ډېرې اوبه ضایع کوي. د اوبو د کمښت په سیمو کې د څاڅکیو اوبه لګونه چې ۹۰ ٪ موثریت لري ډېره ګټوره ده. دا چاره اقتصادي مصرف لري چې په ځینو ځایونو کې باید حکومت ورسره مرسته وکړي.

۲:د کارېز د اوبو کانالونه جوړول تر څو اوبه په سمه توګه کروندې ته ورسېږي او له ضایع کولو ډډه وشي.

۳:د اوبو د سپما لپاره هغه کښتونه ترویج کول چې لږ یا ډېره موده پس اوبو ته اړتیا ولري.

۴:د کارېز د اوبو ویش د کښت د ضرورت پر بنسټ.

۵:د کارېز په سیمه کې د کرنې لپاره د پمپونو په کارولو بندېز.

دا چې د کارېزونو جوړول او پاکول ډېر بشري ځواک ته اړټیا لري، د بیارغونې چارې یې کولای شي هېوادوالو ته پرېمانه دندې پیدا کړي.