ورځپاڼې: طالبانو او امریکایانو د هوکړه لیک پر هره جمله چنې وهلې

پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې قطر کې د امريکايي استازو او طالب مرکچيانو ترمنځ د سولې روانو خبرو ته په اشاره ليکلي چې د خبرو پر پنځمه ورځ خوشبيني راڅرگنده شوه او دواړو غاړو د هوکړه ليک په مسوده کې پر يوه يوه ټکي او يوې يوې جملې سره چنې وهلې.

ورځپاڼه وايي د طالبانو وياند په يوه ډيپلوماټيک کلب کې چې د دوحې په يوه لوکسه سيمه کې ده خبريالانو ته وويل موږ پر ځينو پاتو مسلو سره خبرې کوو او څومره ژر چې دا مسلې وروستۍ شي هوکړه به اعلان شي.

ورځپاڼې د امريکا د پوځ پخوانيو غړو ته د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير مايک پمپيو څرگندونو ته هم اشاره کړې چې وايي دا وړاندوينه خو نشي کولى چې خبرې به څنگه ختمېږي خو دى وايي دوى ژمن دي ډاډ تر لاسه کړي چې له خبرو سمې پايلې راوباسي."

ورځپاڼې د طالبانو په وينا ليکلي هر راز هوکړه به د رسنيو، د چين په گډون د گاونډيو هېوادونو، روسيې او ملگرو ملتونو د استازو په حضور کې اعلانېږي.

هندوستان ټايمز وايي پاکستان دوه اوونۍ وروسته له هغه چې د هندي الوتکو پر وړاندې يې د خپل يوه هوايي دهليز د تړلو اعلان وکړ اوس غواړي خپل ټول فضايي حريم د هند پر وړاندې وتړي.

ورځپانه وايي د دغه لومړي دهليز د تړلو له امله نړيوالې الوتنې په تېره ډېرى لوېديځو هېوادونو ته تلونکې الوتکې اړ دي چې په اوږده لار الوتنه وکړي.

ورځپاڼه وايي د هوايي حريم او له پاکستانه د هند او افغانستان ترمنځ د سوداگرۍ تېرېدونکې لارې پر تړلو د پاکستاني حکومت د غور خبره وروسته له هغه مخې ته راغله چې د حکومت مخالف پيپلز گوند يو مشر بلاول بوټو پر عمران خان نيوکې وکړې چې د هغه د نه وړتيا له امله پاکستان کشمير بايلود. ده ويلي وړاندې د پاکستان تگلاره دا وه چې څنگه سرينگر ونيسي خو اوس اندېښمن دى چې څنگه مظفر اباد (د پاکستان د ولکې کشمير پلازمېنه ) وژغوري.

گلف نيوز وايي يو هندي توکمى امريکايى چې د هوټلونو کاروبار کوي او وړاندې په څلورو هوټولونو کې د ولسمشر ټرمپ د کورنۍ شريک هم و د امريکا له يوه هوايي ډگره د بکس غلا کولو په تور نيول شوى دى.

پوليسو د دغه کس له موټر يو دوه بکسونه موندلي چې يو مياشت وړاندې له هوايي ډگره وړل شوي و.

د دنېش چاوله په نوم دغه وگړي له نيول کېدو وروسته پوليسو ته منلې چې بکسونه او په کې توکي يې- چې ارزښت يې ٤٠٠٠ ډالر و- غلا کړي.

دى وايي له هوايي ډگر د بکسونو غلا کول ورته خوند ور کوي او له همدې امله يې له ډېرې مودې راهيسې دا کار کاوه.