د بلخ لوبلايي خټکي؛ یوازې درې میاشتې وخت لري

  • 4 سپتمبر 2019 - 13 وږی 1398
خټکي
Image caption لوبلایي هغه خټکی چې مثال يې په افغانستان او نږدې سیمه کې نشته، اوس یې د پخېدو ورځې دي.

سږ کال د افغانستان په شمال کې نږدې سل زره جریبه ځمکه کې خټکي او هندواڼې کرل شوي، چې د دغې مېوې په حاصلاتو کې شل سلنه زیاتوالی راغلی.

په مزار شریف کې د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي په کرل شوو خټکیو کې زر هکتاره لوبلایي دي، چې په وروستیو کې ډېر دود شوي.

لوبلایي د مزارشریف له هغو ځانګړو خټکیو دي، چې د افغانستان په نورو ولایتونو کې نه موندل کېږي او د خرڅلاو موده یې درې میاشتې ده.

د لوبلايي خټکیو د پخېدو موسم دی، بزګران د خپلو حاصلاتو په راټولولو بوخت دي، تر څو یې خرڅلاو ته چمتو کړي.

لوبلایي هغه خټکی چې مثال يې په افغانستان او نږدې سیمه کې نشته، اوس یې د پخېدو ورځې دي.

عبدالعزیز د مزار شریف ښار لوېدیځ لوري په کوشکک کلي کې اوسېږي، نوموړي سږ کال په لس جریبه ځمکه کې لوبلایي خټکي کرلي. عبدالعزیز وايي له نیکونو څخه د خټکیو کرلو کسب ورته پاتې دی. نوموړی وايي د دغو خټکيو بازار ښه دی او ګټه یې تر نورو ډېره ده:

"دغه خټکي په درېیو میاشتو کې رسېږي، ډېر خواږه دي، کله چې سهار یو دانه له ډوډۍ سره وخورئ تر غرمې نه وږي کېږئ. د دغو خټکیو بازار هم ښه دی، خلک یې اخلي. کیفیت یې لوړ دی. سږ کال یې حاصلات ډېر ښه و شپږ جریبه ځمکه مو کرلي وه، چې شل موټره خټکي یې وکړل."

له مزارشریف ښار او نورو سیمو خلک د لوبلایي خټکیو د خوړو لپاره پالیزو ته ځي. زلمی د مزارشریف ښار اوسېدونکی دی. نوموړی وايي د لوبلایي خټکیو د خوړلو لپاره د بلخ ولسوالۍ کوشکک کلي ته راغلی.

د انځور حقوق EPA
Image caption محمد وکیل نیازی د لوبلایي خټکیو له مینه والو دی، نوموړی وايي د کیفیت او ګلوکوز له لحاظه که ځینې خلک د شکر ناروغي هم ولري د لوبلایي خټکي خوړل ورته زیان نه لري.

د رسمي شمېرو له مخې سږ د افغانستان په شمال کې نږدې سل زره جریبه ځمکه کې خټکي او هندوانې کرل شوي، چې د حاصلاتو په برخه کې يې شل سلنه زیاتوالی راغلی.

په مزار شریف ښار کې د خټکیو د خرڅلاو په سرای کې هر سهار ډېره ګڼه ګوڼه وي؛ پلورونکي هڅه کوي، خپل خټکي د هوا تر ګرمېدو پورې وپلوري.

احمد جاوید په مزار شریف ښار کې د خټکیو پلورنکو مسوول دی؛ نوموړی وايي هره ورځ درې سوه ټُنه، خټکي فاریاب، جوزجان، کابل، ننګرهار او پاکستان ته صادرېږي، چې لوبلایي خټکی یواځې په سیمه‌یزو بازارانو کې ختمېږي.

په بلخ کې د کرنې مسوولین وايي د افغانستان په شمال کې نږدې لس ډوله خټکي کرل کېږي، چې لوبلالي، چتري، سبزک، ارکاني او آق نبات یې مشهور دي.

په مزارشریف ښار کې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري د خټکیو نندراتون جوړ شوی.

په دغه نندارتون کې نږدې لس ډوله خټکي نندارې ته اېښودل شوي؛ خو د لوبلايي خټکیو اخیستونکي او مینه وال ډېر دي.

په بلخ کې د کرنې ریاست آمر زوبین وايي: "سږ کال موږ په بلخ کې نږدې شپږ زره او نهه سوه هکتاره ځمکه کې خټکي کرلي و، چې زر هکتاره یې لوبلایي خټکي دي، ‌ډېری یې د نهرشاهي ، بلخ ، دهدادي او کم شمېر یې په شولګره کې کرل کېږي، یو ځانګړی خټکی دی، چې د افغانستان په نورو سیمو کې نه دی رواج. د بلخ لوبلايي ښه نوم لري، بزګران او کورنۍ یې هغو مېلمنو ته د ډالۍ په ډول ورکوي، چې له نورو ولایتو څخه راځي."

محمد وکیل نیازی د لوبلایي خټکیو له مینه والو دی، نوموړی وايي د کیفیت او ګلوکوز له لحاظه که ځینې خلک د شکر ناروغي هم ولري د لوبلایي خټکي خوړل ورته زیان نه لري.

Image caption د لوبلايي خټکیو د پخېدو موسم دی، بزګران د خپلو حاصلاتو په راټولولو بوخت دي، تر څو یې خرڅلاو ته چمتو کړي.

نوموړی وايي په بلخ کې د چمتال او چاربولک لوبلایي ځانګړی خوند لري، کله چې په دغه موسم کې له نورو ولایتو څخه ورته مېلمانه راځي د ډالۍ په ډول ورته لوبلايي خټکي اخلي.

په بلخ کې د کرنې مسوولین وايي د تېرو کلونو پر تله سږ کال د افغانستان په شمال کې د میوو او خټکیو محصولات ډېر دي؛ خو لا هم د ناامنیو او د بازار نه شتون له کبله دغه میوې مارکېټونو ته نه رسېږي.

ورته مطالب