د طالبانو او امریکایانو پر خپلمنځي هوکړې د سرور دانش اعتراض

دانش د انځور حقوق ARG
Image caption سرور دانش وایي، د اسلامي امارت اصطلاح طالبانو ته د واک ور بښلو په معنی ده

د افغان طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خپلمنځي هوکړې په اړه د یوه جګپوړي افغان چارواکي لومړی رسمي غبرګون را مخې ته شوی دی. د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش ویلي، حکومت سوله غواړي، خو داسې سوله نه چې جمهوریت ته ګواښ پېښوي.

سرور دانش د سولې روان بهیر په اړه یوه مقاله کې ویلي، "سوله؛ هو! خو د جمهوریت د نفي کولو په بیه، نه!. ښاغلي دانش په خپله مقاله کې لیکلي:

"د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې د "اسلامي امارت" په نامه د طالبانو یادول که په هره موخه وي په نامستقیم ډول طالبانو ته د "دولت" بښلو د حیثیت په مانا دي چې له دې کبله د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه ده او د افغانستان د ملي حاکمیت او اساسي قانون سرغړونه ګڼل کېږي او هېڅوک حق نه لري زموږ ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي".

له دې سره سم د افغان ولسمشر ویاند وايي، د سولې بهیر ملاتړ کوي، خو د امریکا - طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې د پایلې په اړه اندېښمن دی.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، افغان حکومت د سولې بهیر کې د هر هغه پرمختګ ملاتړ کوي، چې د تلپاتې سولې پایله او د جګړې په ختمېدو تمام شي.

نوموړی وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اړه د افغانستان حکومت اصلي اندېښنه دا ده چې تر هوکړې وروسته د ممکنه رامنځ ته کېدونکو خطرونو مخه څنګه ونیول شي.

د انځور حقوق ARG
Image caption صدیق صدیقي وايي، لکه څنګه چې پخوانیو امریکايي چارواکو او سناتورانو د دغه هوکړه لیک په اړه اندېښنه ښودلې، افغان حکومت یې هم په اړه اندېښمن دی او ددغې هوکړې په تړاو لا نور وضاحت غواړي.

صدیق صدیقي وايي، لکه څنګه چې پخوانیو امریکايي چارواکو او سناتورانو د دغه هوکړه لیک په اړه اندېښنه ښودلې، افغان حکومت یې هم په اړه اندېښمن دی او ددغې هوکړې په تړاو لا نور وضاحت غواړي.

ښاغلي دانش دا هم ویلي د افغانانو خپلمنځي خبرو کې باید د اساسي قانون، ټاکنو، د وینا ازادۍ، بشري او د ښځو د حقونو په څېر مسلې وڅېړلې شي.

دی وايي، دا چې د افغانستان دولت له امریکا سره ستراتیژیک تړون لري او سیاسي متحد یې دی، باید د دواړو ترمنځ د ستراتیژیک باور فضا موجوده وي او د خبرو او هوکړې منځپانګه له ټولو جزییاتو سره افغان دولت ته وسپارل شي.

وړاندې ځینو امریکايي سفیرانو چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې یې کابل کې د خپل هېواد استازي کړې، د امریکا هغه تګلاره غندلې چې له مخې یې له طالبانو سره د خبرو له لارې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو تکل کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه پخواني مرستیال په ګډون دغو جګپوړو ډیپلوماټانو په یوه ګډه لیکنه کې ویلي، د افغان کړکېچ د هواري لپاره د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو خبرداری یې ور کړی چې په خبرو کې د افغان حکومت له ورګډولو او سولې ته د بشپړې هوکړې له رسېدو وړاندې د ځواکونو د ایستلو اوسنۍ پرېکړه د تاوتریخوالي لا ډېرېدو ته لاره پرانیځي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینو امریکایي چارواکو د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه او د پوځیانو ایستل خطرناک ګام بللی

دغو پخوانیو ډیپلوماټانو ویلي، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمول باید دومره چټک نه وي چې په وینا یې طالبان پر خپله پوځي بریا باوري شي.

د دوی په اند، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پاموړ شتون د سولې د بریالیو خبرو لپاره مهم اغېز لرلی شي.

دغو پخوانیو امریکايي ډیپلوماټانو خبرداری ورکړی که د افغانانو خپلمنځي خبرې ناکام شي او امریکا له افغان حکومت خپله ډېره مرسته غوڅه کړي، نو پایله به یې تر اوسني حالت هم خرابه وي.

په ورته وخت کې، ځینې سرچینې وايي، زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې افغان حکومت له طالبانو سره خپل مرکچي پلاوی نهايي کړي.

رپوټونه وايي، کابل ته د خلیلزاد له راتلو سره ځینو افغان سیاسي مشرانو د سولې بهیر د پرمختګ په اړه بحثونه کړي، خو ځینې سیاسي مشران بیا دې بحث ته نه دي ورغلي.

په همدې مهال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي تدامیچي یماماتو په افغانستان کې وروستی هدف دا دی چې د شخړې پای ته رسېدو لپاره د افغانانو خپلمنځي خبرې وشي، اوس باید د تاوتریخوالي ختمولو او سم لاسي اوربند لپاره جدي ګامونه واخیستل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خلیلزاد وایي، امریکایان په اصولو کې له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي دي

د طالبانو - امریکا خبرې له پیله تر اوسه

تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو اوه پړاوونه تېر شوي؛ شپږ ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې.

لومړی پړاو: د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر دوحه کې پیل شوې.

دویم پړاو: د دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې.

درېیم پړاو: د ۲۰۱۸ کال د دیسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوي ته خبرو کې د ګډون اجازه ورکړه.

څلورم پړاو: د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې.

پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل. د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.

شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د تېر غوايي پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.

اوم پړاو خبرې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول.

اتم پړاو کې، چې د اګسټ پر درېیمه پیل شو، د زلمي خلیلزاد په وینا، له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او پر تخنیکي جزییاتو یې خبرې وکړې، خو د اټکلونو خلاف دا ځل هم ددې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو.

نهم پړاو د اګسټ پر ۲۲مه پیل شو او د سپتمبر تر لومړۍ یې دوام وکړ. په دې خبرو کې امریکایانو او طابانو په اصولو کې یوې خپلمنځي هوکړې ته ورسېدل. زلمي خلیلزاد وویل، که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم وو، په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیان به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې له ۵ پوځي اډو ووځي.

ورته مطالب