امریکا دفاع وزير: موږ له طالبانو سره هر ډول معامله نه منو

د انځور حقوق Secretary of Defense Mark T. Esper twitter
Image caption د ښاغلي اېسپر په وينا "زما او د امريکا حکومت نظر دا دی چې د دې کړکېچ د ختمولو يوازيني لار د سياسي حلارې لټول دي"

د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر وایي دوی ته له طالبانو سره یوه ښه معامله د منلو وړ ده، داسې معامله چې د دواړو ملکونو امنیت خوندي کړی او په ورته وخت کې د افغانانو لپاره د یوې ښې راتلونکې لپاره لاره پرانیزي.

د امريکا د دفاع وزير مارک اېسپر چې په پاريس کې یې د فرانسې وسله والو ځواکونو له وزيرې سره ګډ خبري کنفرانس ته خبرې کولې وويل، داسې حال کې چې دوی له طالبانو سره يو سياسي جوړجاړي ته درسېدو په لټه کې دي، واشنګټن به یې په وينا د هر ډول تړون منلو ته غاړه نه ږدي.

د ښاغلي اېسپر په وينا "زما او د امريکا حکومت نظر دا دی چې د دې کړکېچ د ختمولو يوازيني لار د سياسي حلارې لټول دي چې موږ پرې دا ګړۍ کار کوو دا په دې معنا نه ده چې موږ به هر تړون منو تړون، بايد ښه تړون وي چې لږ ترلږه زموږ هېواد لپاره د خونديتوب او افغانانو لپاره د يوه ښه راتلونکي ضمانت وي".

د دې امريکايي لوړ پوړي چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کې شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا استازی زلمی خليلزاد په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له قوماندان سکاټ مېلر سره په ګډه پرون جمعه (۶ سپټمبر) بېرته قطر ته ستون شوی، چې د طالب سرچینو په وینا یې د ملابرادر په ګډون د طالبانو له مرکچي پلاوې سره خبرې کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي د امريکا د دفاع وزير د دغه څرګندونو هرکلی کړی او پر خپل ټوټېر پاڼه يې ليکلي چې افغان حکومت د تلپاتې سولې او د جګړې د ختمېدو لپاره له هر ډول هڅو ملاتړ کوي.

په تېرو څو ورځو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په نورو سيمو کې د تاوتريخوالي او زورزياتي پېښو تر راپورونو وروسته، د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر د امنیت پر ټینګښت ټینګار کوي او وايي هېواد یې له طالبانو سره يو ښه تړون مني، يو داسې تړون چې په خبره یې د دواړو هېوادونو لپاره امنيت ډاډمن کړي.

ښاغلی اېسپر وايي "په ۲۰۰۱ کې افغانستان ته زموږ د تلو بسنټيز دليل دا و چې د افغانستان خاوره د امريکا او زموږ ملګرو پر وړاندې د ترهګرۍ لپاره و نه کارول شي. زما په اند په تېرو ۱۸ کلونو کې زموږ ماموريت په دې برخه کې بريالی و".

د نوموړي په وينا "اوس مهمه پوښتنه دا ده چې راتلونکې تګلاره به څه وي او څنګه به يې پلې کوو چې هم خپلې لاسته راوړنې خوندي کړو او هم افغانستان کې ثبات".

د افغانانو لپاره د ښې راتلونکې تضمین د افغان چارواکو له غوښتنو او اندېښنو هم ده او حکومت هڅه کوي له لا لوړ پوړو امریکايي چارواکو سره د خبرو له لارې ځان ډاډمن کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني غوښتل د یوه پلاوي په ملتیا واشنګټن ته سفر وکړي چې له امریکايي مشرتابه سره د طالبانو او امریکا تر منځ د تړون پر سر د افغان حکومت اندېښنې شريکې کړې، خو پرون ولسمشرۍ ماڼۍ د سفر ځنډېدو خبر ورکړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څو ورځې وړاندې د ښاغلي خلیلزاد او طالبانو د قطر دفتر د پلاوي ترمنځ له څو ورځنیو خبرو وروسته دواړو لورو پر یوه هوکړه د سلا کېدو يادونه کړې وه

په همدې وخت کې د امريکا کانګرېس د خپل هېواد استازی زلمی خلیلزاد ورغوښتی چې دا شونی جوړجاړی روښانه او د ځينو اندېښنو په اړه ډاډ ورکړي.

څو ورځې وړاندې د ښاغلي خلیلزاد او طالبانو د قطر دفتر د پلاوي ترمنځ له څو ورځنیو خبرو وروسته دواړو لورو پر یوه هوکړه د سلا کېدو خبره وکړه چې ښاغلي خلیلزاد کابل ته د سفر په ترڅ کې دا هوکړه ولسمشر غني ته وښودله او نهايي کېدل د امریکا د ولسمشرډونلډ ټرمپ تایید او لاسلیک پورې مشروطه وبلله.

خو افغان چارواکي او ځینې امریکايي ډیپلوماټان د دې تړون په هکله اندېښمن دي.

له افغان حکومت پرته یو شمېر جګپوړو پخوانیو امریکایي دیپلوماتانو هم،‌ چې کابل کې د امریکا پخواني‌ سفیران هم پکې شامل دي، له طالبانو سره پر شوې هوکړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې په بیړه له افغانستانه د ځواکونو ایستل به لویه تېروتنه وي.

ورته مطالب