هرات کې تر ځمکې لاندې اوبو بې پروا کارول
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هرات کې تر ځمکې لاندې اوبو بې پروا کارول

  • 7 سپتمبر 2019 - 16 وږی 1398

د هرات چاپیریال ساتنې اداره وایي د دغه ولايت په صنعتي ښارګوټو کې تر مځکې لاندې اوبه په بې پروا ډول لګېږي، او دغه حالت باید کنټرول شي.

دوی وایي ټول صنعتي کارځایونه او په ځانګړي توګه هغه کارخونې چې معدني اوبه تولیدوي د اوبو رايستلو کار بې له دې چی یو څه ځنډ په پام کی ونیسي، همداسې روان ساتي.

دغې ادارې د اوبو او نرژۍ وزارت ته يو وړانديز کړی چې که ومنل شي صنعتي کارځایونه به د یولړ محدودیتونو په پام کې نیولو سره تر مځکې لاندې اوبه هم په بیه کاروي.

اړونده مطالب