ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې

ټرمپ د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي ټرمپ د شنبې په مازدیګر (سپتمبر اوومه) په ځینو پرله پسې ټوېټونو کې ویلي په پام کې وه چې سبا (یکشنبه) په کمپ ډېوېډ‌کې له طالب مشرانو سره وګوري خو دا کتنه لغوه شوې ده.‌

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، په کمپ ډېوېد ‌کې یې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر سره خبرې لغوه کړې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو خبرې یې درولې دي. ‌

ښاغلي ټرمپ د شنبې په مازدیګر (سپتمبر اوومه) په ځینو پرله پسې ټوېټونو کې ویلي په پام کې وه چې سبا (یکشنبه) په کمپ ډېوېډ‌کې له طالب مشرانو سره وګوري خو دا کتنه لغوه شوې ده.‌

ده د دې لیدنې د لغوه کولو سربېره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو درولو امر هم کړی؛ ځکه چې دې ډلې په کابل کې د هغه برید مسؤولیت منلی چې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون یې ۱۲ کسان ووژل.

ټرمپ په تازه ټوېټونو کې لیکلي چې په پام کې وه د طالبانو یو شمېر مشران تېره شپه واشنګټن کې ورسره وګوري:

"چا ته به دا نه وه مالوم چې ټاکل شوې وه د طالبانو یوشمېر مهم مشران او ولسمشر غني یکشنبې شپه دلته امریکا کې له ما سره په جلا توګه پټ وویني. هغوی تېره شپه امریکا ته راتلل، خو په خواشینۍ سره دوی یوې کاذبې برلاسۍ ته د رسېدو لپاره کابل کې د یوه برید مسؤولیت ومانه چې زموږ یو ستر سرتېری او یوولس تنه نور یې ووژل. ما سم لاسي کتنه لغوه کړه او د سولې خبرې اترې مې ودرولې. "

په ورته وخت کې له طالبانو سره د خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تېرې دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له طالبانو سره په اصولو کې هوکړه نهايي شوې او یوازې د ډونلډ ټرمپ تایید ته اړتیا ده.

ددغو اصولو یوه برخه په ۲۰ اونیو کې له افغانستانه د ۵۴۰۰ امریکايي ځواکونو وتل هم دي. امریکا اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره پوځيان لري.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په هېواد کې د سولې په روان بهیر کې د طالبانو روانه جګړه یو لوی خنډ دی، چې واقعي سولې ته د رسېدو لپاره باید طالبان جګړه ودروي، اوربند وکړي او له افغان دولت سره مخامخ خبرې وکړي.

طالبانو هم له خپل لوري دا ژمنه کړې چې د افغانستان له خاورې به اورپکي او یا جهادي ډلې پر امریکا او ددغه هېواد پر ګټو بریدونه نه کوي.

ټاکل شوې نن (یکشنبه، سپټمبر ۸) په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر بېړنۍ داخلي ناسته وکړي او د ډونلډ ټرمپ پر وروستیو څرګندونو بحث وکړي.

د ټرمپ غبرګون وروسته تر هغه توند شو چې د تېرې پنجشنبې په ورځ (سپتمبر پنځمه) کابل کې یوه موټربم برید ۱۲ کسان ووژل چې د ټرمپ په وینا یو امریکایی سرتېری هم پکې ووژل شو.‌

په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته په تېرو ۱۸ کلونو کې د امریکا په مشرۍ ۳۵۰۰ بهرني سرتېري وژل شوي چې ۲۳۰۰ یې امریکايي عسکر دي.

په تېرو څو ورځو کې د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر او د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو په ګډون ځینو جګپوړو امریکايي چارواکو د خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب مرکچیانو ترمنځ‌ د سولې خبرو اصولو کې پر سلا کېدو ناخوښي ښودلې ده.

د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر تېره ورځ وویل، دا چې هېواد یې له طالبانو سره یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو په هڅه کې دی، خو دا هڅې په دې معنا نه دي چې ګني امریکا له طالبانو سره "هر ډول معامله" مني.

همدارنګه، د امریکا کانګرېس څو ورځې مخکې له زلمي خلیلزاد سره خپله اندېښنه شریکه کړې وه او هغه یې د بهرنیو چارو د اړیکو کمېټې ته ورغوښتی و چې له طالبانو سره د سولې د هوکړې په تړاو جزییات ورکړي.

په پام کې وه چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ‌ (سپتمبر اوومه) امریکا ته سفر وکړي، خو بي بي سي ته د ارګ سرچینو وویل چې دا سفر ځنډول شوی دی.

په پام کې وه چې ولسمشر غني به په دې سفر کې د ۱۳ کسیزه پلاوي مشري کوي او د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره به ګوري.

ورته مطالب