طالبانو د درېیم ځل لپاره د کندوز دشت ارچي ولسوالي نیولې

دشت ارچي د انځور حقوق AFP
Image caption دا درېیم ځل دی چې طالبانو د کندوز دشت ارچي ولسوالي نیولې ده

د افغانستان شمال ختیځ کندوز سیمه ییز چارواکي، سیمه وال او وسله وال طالبان وايي، دشت ارچي ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د سیمې اوسېدونکو ویلي، طالبان تېر ماښام دې ولسوالۍ ته ننوتل او دا ولسوالي یې په بشپړه توګه نیولې ده.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي، دشت ارچي ولسوالۍ مرکز، قومنداني او ټولې پوستې یې نیولې دي.

نوموړي په دې جګړه کې د 'لسګونو عسکرو او اربکیانو د وژل کېدو' او د ډېرو وسلو او مهماتو د نیولو ادعا کړې ده.

په ورته وخت کې سیمه ییز چارواکي د طالبانو لاس ته د دشت ارچي ولسوالۍ د لوېدو خبر تاییدوي.

د کندوز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني وايي، افغان امنيتي ځواکونو تېره شپه دشت ارچي ولسوالۍ کې شا تګ وکړ.

دی وايي، په جګړه کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دشت ارچي باجوړیانو کلي یوه قومي مشر ارباب ولي محمد بي بي سي ته وویل، په استوګنیزه سیمه د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله درې ولسي وګړي وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption دشت ارچي ولسوالي د کندوز له ناامنه خو مهمو ولسوالیو ګڼل کېږي، چې په تېرو څلورو کلونو کې دا درېیم ځل دی چې طالبان یې نیسي.

دی وايي، د جګړې له کبله ګڼ خلک له خپلو کورونو وتلي او د تخار څنګلورې خواجه غار ولسوالۍ ته تللي دي.

وړاندې د دشت ارچي ولسوالۍ له مرکز پرته د ولسوالۍ نورې برخې له طالبانو سره وې.

دشت ارچي ولسوالي د کندوز له ناامنه خو مهمو ولسوالیو ګڼل کېږي، چې په تېرو څلورو کلونو کې دا درېیم ځل دی چې طالبان یې نیسي.

دغه ولسوالي د تخار له ستراتیژیکې خواجه غار ولسوالۍ سره ګډه پوله لري. افغان امنیتي چارواکو څو ځلې ویلي چې طالبان د دشت ارچۍ له لارې پر خواجه غار ولسوالۍ بریدونه کوي.

وړمه ورځ، طالبانو ویلي وو چې د فراه انادرېه ولسوالي یې نیولې ده.

ورته مطالب