طالبان: د سولې خبرو لغوه کولو تر ټولو لوی تاوان به امریکا ته رسي

طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان وایي، باور لري چې امریکایان به بېرته د خبرو مېز ته راځي

وسله والو طالبانو له امریکایانو سره د سولې د خبرو لغوه کېدو ته په خپل لومړي غبرګون کې ویلي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې پرېکړې تر ټولو لوی تاوان به پخپله امریکا ته رسېږي.

طالبانو په یوه مفصله اعلامیه کې ویلي، دوی تر پرونه له امریکایانو سره خبرې کولې او دا خبرې په یوه ښه فضا کې روانې وې. اعلامیه کې راغلي، د ولسمشر ټرمپ له دې اعلانه ښکاره شوه چې امریکایان پر جنګ باور لري، خو بله خوا طالبان خپلو خبرو ته ژمن دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو جهاد به دوام لري او د امریکایانو د سر او مال تاوان به نور هم زیات شي. طالبان وایي دوی پر خپل دریځ باور لري او پوهېږي چې امریکایان به هم بېرته همدې دریځ، یعنې د سولې خبرو ته راځي.

د طالبانو اعلامیه کې ویل شوي دي چې زلمي خلیلزاد په اګست میاشت کې د دوی مشرانو ته واشنګټن ته د سفر بلنه ورکړې وه، خو دوی له امریکایانو سره د خپلمنځي هوکړې تر لاسلیکه دا سفر ځنډولی و.

د انځور حقوق ARG
Image caption افغان حکومت ویلي چې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د سولې ټولو هڅو ته ژمن دی

بله خوا د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په هېواد کې د سولې په روان بهیر کې د طالبانو روانه جګړه یو لوی خنډ دی، چې واقعي سولې ته د رسېدو لپاره باید طالبان جګړه ودروي، اوربند وکړي او له افغان دولت سره مخامخ خبرې وکړي.

د یکشنبې په ورځ (وږی ۱۷) له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، افغانان او افغان دولت د 'تلپاتې او باعزته' سولې غوښتونکي او د سولې هلو ځلو ته ژمن دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې له امریکايي چارواکو او نورو متحدینو غوښتل شوي چې د "تلپاتې او باعزته" سولې په راوستلو کې په ګډه کار وکړي.

خبرپاڼه پای کې وايي د راروانې تلې میاشتې پر شپږمه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کوي چې راتلونکې اداره هم په "بشپړ دقت او تدبیر د سولې روان بهیر مخ ته یوسي".

وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وو، په کمپ ډېوېد ‌کې یې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر سره خبرې لغوه کړې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو خبرې یې درولې دي.

ټرمپ په تازه ټوېټونو کې لیکلي چې په پام کې وه د طالبانو یو شمېر مشران تېره شپه واشنګټن کې ورسره وګوري:

"چا ته به دا نه وه مالوم چې ټاکل شوې وه د طالبانو یوشمېر مهم مشران او ولسمشر غني یکشنبې شپه دلته امریکا کې له ما سره په جلا توګه پټ وویني. هغوی تېره شپه امریکا ته راتلل، خو په خواشینۍ سره دوی یوې کاذبې برلاسۍ ته د رسېدو لپاره کابل کې د یوه برید مسؤولیت ومانه چې زموږ یو ستر سرتېری او یوولس تنه نور یې ووژل. ما سم لاسي کتنه لغوه کړه او د سولې خبرې اترې مې ودرولې. "

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي ټرمپ د شنبې په مازدیګر (سپتمبر اوومه) په ځینو پرله پسې ټوېټونو کې ویلي په پام کې وه چې سبا (یکشنبه) په کمپ ډېوېډ‌کې له طالب مشرانو سره وګوري خو دا کتنه لغوه شوې ده.‌

ښاغلي ټرمپ د شنبې په مازدیګر (سپتمبر اوومه) په ځینو پرله پسې ټوېټونو کې ویلي په پام کې وه چې سبا (یکشنبه) په کمپ ډېوېډ‌کې له طالب مشرانو سره وګوري خو دا کتنه لغوه شوې ده.

ده د دې لیدنې د لغوه کولو سربېره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو درولو امر هم کړی؛ ځکه چې دې ډلې په کابل کې د هغه برید مسؤولیت منلی چې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون یې ۱۲ کسان ووژل.

په تېرو څو ورځو کې د امریکا د دفاع وزیر مارک اېپر او د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو په ګډون ځینو جګپوړو امریکايي چارواکو د خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب مرکچیانو ترمنځ‌ د سولې خبرو اصولو کې پر سلا کېدو ناخوښي ښودلې ده.

د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر تېره ورځ وویل، دا چې هېواد یې له طالبانو سره یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو په هڅه کې دی، خو دا هڅې په دې معنا نه دي چې ګني امریکا له طالبانو سره "هر ډول معامله" مني.

په پام کې وه چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ‌ (سپتمبر اوومه) امریکا ته سفر وکړي، خو بي بي سي ته د ارګ سرچینو وویل چې دا سفر ځنډول شوی دی.

ورته مطالب