د سولې خبرې: د ولسمشر ټرمپ اعلان ته غبرګونونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ډونلډ ټرمپ پرېکړې ته مهمو افغان مشرانو غبرګونونه ښودلي دي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یکشنبه ناڅاپه اعلان وکړ چې په کابل کې د طالبانو د وروستي برید او په هغه کې د یوه امریکایي عسکر او نورو کسانو د وژل کېدو له کبله یې له طالبانو سره د سولې روانې خبرې درولې دي او له افغان ولسمشر او طالب مشرانو سره یې کمپ ډېوېډ کې خپله پټه غونډه هم لغوه کړې ده.

د نوموړي دې ناڅاپي اعلان په افغانستان کې دننه او بهر بېلابېل غبرګونونه درلودل.

ارګ

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په خپلې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي چې په هېواد کې د سولې په روان بهیر کې د طالبانو روانه جګړه یو لوی خنډ دی چې رښتینې سولې ته د رسېدو لپاره باید طالبان جګړه ودروي، اوربند وکړي او له افغان دولت سره مخامخ خبرې وکړي.

د یکشنبې په ورځ (وږی ۱۷) له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، افغانان او افغان دولت د 'تلپاتې او باعزته' سولې غوښتونکي او د سولې هلو ځلو ته ژمن دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې له امریکايي چارواکو او نورو متحدینو غوښتل شوي چې د "تلپاتې او باعزته" سولې په راوستلو کې له افغان حکومت سره په ګډه کار وکړي.

طالبان

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې استولې ایمیل کې بیا ویلي:

"له امریکایې مذاکراتي ټیم سره ګټور مذاکرات درلودل او توافق نامه نهایې شوه، د امریکا مذاکراتي ټیم تر پرونه پورې له شویو پرمختګونو راضي و او خبرې مو په ښه فضا کې پای ته ورسولې، دواړه لوري د توافقنامې د اعلان او لاس لیک لپاره په تیاریو بوخت و. د توافقنامې تر لاسلیک او اعلان وروسته مو د روانې سپتمبر میاشتې ۲۳ مه نېټه د بین الافغاني مذاکراتو د ناستې لومړۍ ورځ ټاکلې وه. د سیمي او نړۍ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو هم د دې پروسې ملا تړ کړی و.اوس چې د امریکا جمهور رئيس ټرمپ له اسلامي امارت سره د مذاکراتو د بهیر درول اعلان کړل، دا به ترهرچا ډیر تاوان په خپله امریکا ته ورسوي ".

اجرائیه ریاست

د افغانستان اجرائیه ریاست هم وايي چې سوله د افغانانو غوښتنه ده او وايي چې موږ د امریکا په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوو. ښاغلی عبدالله لیکي "موږ په کمپ ډیوېډ کې د ګډې ناستې لپاره برابره شوې زمینې ته د یوې موقې په سترګه کتل، خو له بده مرغه د افغانستان د خلکو د غوښتنې او تمو خلاف د سولې هڅې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالو او د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي او نورو لاملونو له کبله سبوتاژ شوه. "

پاکستان او سیاستوال یې

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پر لغوه کېدو که څه هم تراوسه د پاکستان رسمي دريځ لا نه دی راغلی، خو پښتانه ملتپال ټول د ډونالډټرمپ د پرېکړې هرکلی کوي.

دغو ملتپالو سیاستوالو له وړاندې لا د دوحې پر خبرو اندېښنې څرګندې کړې وې او په دې پروسه کې يې د افغان حکومت نه شتون د ټولې پروسې ناکامي بللې وه. سناتور او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي عثمان کاکړ له بي بي سي سره په خبرو کې ان د دوحې مذاکرات د امریکا او پنجاب ترمنځ وبلل او ادعا کوي، چې د طالبانو په جامه کې امریکا له پنجاب سره مذاکرات روان کړي ول.

د پاکستان د سنا او د عوامي نېشنل ګوند پخوانی غړی سیاستوال افراسیاب خټک بیا وايي، دوی هم اندېښمن ول او دغه اندېښنه خپله په امریکا کې هم له ډېرو خلکو سره وه.

تردې وړاندې پرون شنبه د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان په یوه خبري غونډه کې د افغان سولې پر روان بهیر اندېښنه څرګنده کړې وه او له امریکا او نړۍ يې غوښتي وو، چې تر هغه چې افغان حکومت په دې بهیر کې ورګډ نه وي، سوله نشي راتلی.

حامد کرزی

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خپله اعلامیه کې ویلي چې سوله د افغانستان د خلکو ستره ارزو ده او تر بل هر څه لومړیتوب لري.

"کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په نامه هڅې پیل شوې، دغه اقدام د افغانستان د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو خو اوس چې دغه خبرې له خنډ سره مخ شوي دا په دې معنی نه ده چې د سولې لپاره دې افغاني هڅې هم اغېزمنې شي بلکې برعکس دغه هڅې باید تر بل هر وخته ګړندی شي."

د انځور حقوق Hamid Karzai/FB

د ولسي جرګې پخوانۍ استازې فوزیه کوفي بي بي سي سره په مرکه کې ویلي:

"دا چې طالبانو په پرله پسې ډول خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې وه نو د خلکو ترمنځ یې دا پوښتنه راپورته کړې وه چې د دې سولې بیا څه معنا؟ افغانان حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي. په کمپ ډېوېډ کې له طالبانو سره پټې خبرې او بیا لغوه کیدل عام افغانان حیران کړي دي او دا د بین الافغاني خبرو لپاره یوه ښه پیلامه ده".

په خواله رسنیو کې هم د یو شمېر سیاسیونو او عام افغانانو هم خپل خپل غبرګونونه ښودلي دي.

د انځور حقوق NABIL FACEBOOK
Image caption د ولسمشرۍ نوماند رحمت الله نبیل وایي له طالبانو سره روانې خبرې جعلي پروسه وه

په افغانستان کې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند او د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل په خپل یوه ټویټ کې وایي:

"د سولې د پروسې له لومړۍ ورځې موږ پوهېدو چې دا پروسه یو جعلي بهیر دی، اوس طالبانو ته پکار ده چې له جګړې لاس واخلي اوربند اعلان کړي او له افغان لوري سره مخامخ خبرې پیل کړي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پلازمېنه کابل کې عامو خلکو هم د ټرمپ اعلان ته غبرګونونه ښودلي دي

همدارنګه ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډاکټر لطیف پدرام هم په خپله فسبوک پاڼه کې لیکلي:

'مه وارخطا کیږئ. دا به د ټرمپ وروستۍ ټویټ نه وي. دی به نور ټویټونه هم وکړي او وضعیت ته به بدلون ورکړي. خو یوازې هغه څه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ امکان لري (خبرې اترې) دي.'

په پلازمېنه کابل کې عامو ښاریانو بي بي سي سره خبرو کې ویلي چې دوی ټول سولې ته تږي دي او غواړي چې د سولې پروسه پیل شي.

د کابل یوه اوسېدونکي بي بي سي ته وویل:

"موږ خوښ وو چې افغانستان کې د دې هلو ځلو په ترڅ کې سوله راځي او موږ له دې بدبختیو خلاصیږو. خو دا چې ځانمرګي بریدونه کېږي او هغه کې د افغانانو په ګډون یو امریکايي وژل کېږي نو د سولې پروسه فسخه کېږي. ولې افغانان انسانان نه دي؟ دومره چې زموږ وژل کیږي یو که د هغوی ووژل شو څه خبره ده؟"

ورته مطالب