پومپیو: طالبان دې خپل چلند بدل کړي او تمه ده افغان حکومت سره خبرې وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه "هوکړه خو پر کاغذ وي" خو مهمه دا ده چې "طالبان خپل چلند بدل کړي". د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه "هوکړه خو پر کاغذ وي" خو مهمه دا ده چې "طالبان خپل چلند بدل کړي".

د امریکا د بهرنیو وزیر مایک پومپیو په یوې ټلویزیوني مرکه کې ویلي تر هغه به له طالبانو سره خبرې نه کېږي چې خپل چلند یې بدل کړی نه وي.

ښاغلي پومپیو د امریکا اې بي سي ټلویزیون ته وویل، له دې چې طالبانو تاوتریخوالي ته دوام ورکړ او د دغې ډلې له خوا په کابل کې تر ټولو وروستي ځانمرګي برید ته په اشاره چې د یوه امریکايي په ګډون ۱۲ کسان پکې ووژل شول وویل، له دې پېښې سره ولسمشر ټرمپ وویل چې "نور نو بس دی".

پرون ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ کې ولیکل چې په کمپ ډېوېد ‌کې یې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر سره خبرې لغوه کړې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو خبرې یې ودرولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه "هوکړه خو پر کاغذ وي" خو مهمه دا ده چې "طالبان خپل چلند بدل کړي".

ښاغلي پومپیو وايي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم بېرته امریکا ته ستنېږي.

هغه زیاته کړه خلیلزاد "کور ته راځي، او زه تمه لرم چې طالبان خپل چلند بدل کړي او هغو مسلو ته چې په اړه مو یې د میاشتو لپاره خبرې کړې وې بیا ځان ژمن کړي، او په پای کې هیله لرم چې د خبرو اترو د لړیو له لارې مسله آواره شي او تمه لرم چې طالبان حاضر شي له افغان حکومت او تر هغه وروسته له ولسمشرغني سره وویني."

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې د طالبانو موټربم برید

زلمي خلیلزاد د تېرې دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له طالبانو سره په اصولو کې هوکړه نهايي شوې او یوازې د ډونلډ ټرمپ تایید ته اړتیا ده.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي "موږ پرمختګ کړی و او طالبانو ژمنه کړې وه چې تاوتریخوالی به کموي، د امریکا حکومت د لومړي ځل لپاره هڅه وکړه چې افغانان سره یو ځای خبرو ته کښېني، موږ ژمنه کړې وه چې په اوسلو ( د ناروې پلازمېنه) کې به د پخلاینې بین الافغاني خبرې ترسره کېږي، خو طالبانو ترې سرغړونه وکړه او یو امریکايی یې وواژه چې د خبرو اترو په میز کې ځواکمن وي، نو ولسمشر ټرمپ وویل چې' نور نو بس دی'."

ښاغلي پومپیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې پخوا هم طالبانو بریدونه کول خو تاسې به د خبرو اترو لار غوره بلله خو دا ځل مو ودرولې، وویل چې پخوا د طالبانو او د دوی له خوا درانه بریدونه پر یو بل کېدل او زیاته یې کړه چې "موږ یوازې په تېرو لسو ورځو کې تر ۱۰۰۰ ډېر طالبان وژلي " خو په خبرو اترو کې د امریکا د متحده ایالتونو پرمختګ ته یې اشاره وکړه او دا چې طالبانو ورسره ژمنې کړې وې خو سرغړونه یې ترې وکړه.

لومړی پرون له طالبانو سره د هر ډول هوکړې د نه منلو خبره د امریکا د دفاع وزیر مطرح کړله.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر وویل له طالبانو سره یوه ښه معامله د منلو وړ ده، داسې معامله چې د دواړو ملکونو امنیت خوندي کړی او په ورته وخت کې د افغانانو لپاره د یوې ښې راتلونکې لپاره لاره پرانیزي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبانو بیا په خپرې کړې وینا پاڼې کې لیکلي د مذاکراتو د بهیر درول "به ترهرچا ډیر تاوان په خپله امریکا ته ورسوي ".

د امريکا د دفاع وزير مارک اېسپر چې په پاريس کې یې د فرانسې وسله والو ځواکونو له وزيرې سره ګډ خبري کنفرانس ته خبرې کولې وويل، داسې حال کې چې دوی له طالبانو سره يو سياسي جوړجاړي ته درسېدو په لټه کې دي، واشنګټن به یې په وينا د هر ډول تړون منلو ته غاړه نه ږدي.

ښاغلي اېسپر وویل "زما او د امريکا حکومت نظر دا دی چې د دې کړکېچ د ختمولو يوازيني لار د سياسي حلارې لټول دي چې موږ پرې دا ګړۍ کار کوو دا په دې معنا نه ده چې موږ به هر تړون منو تړون، بايد ښه تړون وي چې لږ ترلږه زموږ هېواد لپاره د خونديتوب او افغانانو لپاره د يوه ښه راتلونکي ضمانت وي".

ښاغلي پومپیو له سي ان ان ټلویزیون سره هم په مرکه کې ویلي چې "که طالبان سم چلند ونه کړي، که دوی پر هغو ژمنو چې له موږ سره له څو اوونیو او میاشتو راهیسې کړي ونه درېږي، د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر به فشار کم نه کړي، موږ به له افغان ځواکونو سره چې په افغانستان کې شدیده جګړه کوي خپلې مرستې کمې نه کړو."

طالبانو بیا په خپرې کړې وینا پاڼې کې لیکلي د مذاکراتو د بهیر درول "به ترهرچا ډیر تاوان په خپله امریکا ته ورسوي ".

ورته مطالب