مرکه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سولې خبرو لغو کولو ته غبرګونونه

افغان حکومت وايي طالبان او د دې ډلې کړنې په افغانستان کې د سولې پر وړاندې اصلي خنډ دي. د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند په یوې خبري غونډه کې وویل چې ریښتینې سوله هغه وخت ټینګېدلی شي چې طالبان اوربند وکړي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته غاړه کېږدي.

افغان حکومت دا څرګندونې د ډونالډ ټرمپ له هغه ټویټونو وروسته کوي چې د امریکا او طالبانو تر منځ یې د سولې خبرې ودرولې.

حمید شجاع د افغان سولې بهیر له نژدې څارلی او د طالبانو د غبرګون د جزییاتو په اړه یې له شازیه سنګروال سره خبرې کړي.