د افغان سولې خبرو لغوه کېدو ته د پاکستان او ایران غبرګونونه

امریکا ایران د انځور حقوق Getty Images

پاکستان د امریکا د ولسمشر ټرمپ ورستیو څرګندونو ته غبرګون ښوولی او وايي چې اسلام اباد به تل پر خپله هغه تګلاره ولاړ وي چې د افغانستان لانجه د جګړې له لارې نه شي حل کېدای.

ددې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو بیا پیل ته خوشبین دی.

په خبرپاڼه زیاتوي چې پاکستان تل تاوتریخوالی غندلی او په ټولو خواو یې غږ کړی چې د سولې بهیر تعقیبولو ته ژمن اوسي.

اعلامیه کې راغلي چې پاکستان د سولې او پخلاینې بهیر کې په ښه نیت او ګډ مسؤلیت زمینه برابروي او ټولې خواوې یې هڅولي چې په اخلاص او حوصله کار پرمخ بوځي.

پاکستان ویلي، پر خپله اصلي تګلاره ټینګار کوي چې په افغانستان کې د شخړې پایته رسولو لپاره نظامي حل لار نشته او د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې د خبرو له لارې د روان سیاسي جوړجاړي او سولې لپاره سره یوځای شي.

پاکستان وايي، د سولې د خبرو له بیا پیلېدو سره د رغنده ګډون په لټه کې دی.

'عمران خان او ټرمپ به د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي'

طالبان: د سولې خبرو لغوه کولو تر ټولو لوی تاوان به امریکا ته رسي

امریکا دفاع وزير: موږ له طالبانو سره هر ډول معامله نه منو

بلخوا په دغه هېواد کې پښتنو ملتپالو هم له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو لغوه کېدو ته غبرګون ښوولی او هرکلی یې کړی دی. هغوی په دې بهیر کې د اسلام اباد برلاسي لیده چې دغه بهیر یې ددوی په وینا په خپله خوښه څرښاوه.

ځینو ان تور پورې کړی چې دا خبرې د افغانانو خپلمنځي نه وې او پنجاب (پاکستان) له امریکا سره کولې.

دغو ملتپالو سیاستوالو له وړاندې د دوحې پرخبرو اندېښنې څرګندې کړې وې او په دې پروسه کې یې د افغان حکومت نشتون د ټولې پروسې ناکامي بللې وه.

سناتور او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی عثمان کاکړ وايي افغان ولس تر ټولو نړۍ ډېرې قربانۍ ورکړي او پکار ده چې سوله یوازې او یوازې ددوی په خوښه وي.

دده په خبره د افغان سولې بهیر کې د امریکا پرځای مهم ځای باید افغان حکومت ته ورکړل شي.

د انځور حقوق Getty Images

"په سر کې هم چې کله دا مذاکرات پیل شو زموږ ډېر ښکاره دریځ و چې دا مذاکرات د پنجاب او امریکا ترمنځ دي. پکار ده چې دا د افغان او افغان ترمنځ وي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم په یوه ټویټ کې د افغان سولې د خبرو په درېدو سخته اندېښنه ښوولې ده.

هغه افغانستان ته په اشاره ویلي: "مات شوي بهرنیان باید ووځي او ورور وژنه باید ودریږي، په ځانګړې توګه هغه نوې وینه تویېدنه چې بهرنیان ترې ګټه اخیستلی شي."

ښاغلي ظریف ویلي، ایران چمتو دی چې له افغان حکومت او نورو اړخونو او ګاونډیو سره د تاوتریخوالي درولو لپاره کار وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کمپ ډېوېد ‌کې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر سره خبرې لغوه کړې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو خبرې یې درولې دي.

ښاغلي ټرمپ د شنبې په مازدیګر (سپتمبر اوومه) په ځینو پرله پسې ټوېټونو کې ویلي په پام کې وه چې سبا (یکشنبه) په کمپ ډېوېډ‌کې له طالب مشرانو سره وګوري خو دا کتنه لغوه شوې ده.

ده د دې لیدنې د لغوه کولو سربېره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو درولو امر هم کړی؛ ځکه چې دې ډلې په کابل کې د هغه برید مسؤولیت منلی چې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون یې ۱۲ کسان ووژل.

د انځور حقوق Getty Images

له دې اعلان وروسته وسله والو طالبانو له امریکایانو سره د سولې د خبرو لغوه کېدو ته په خپل لومړي غبرګون کې ویلي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې پرېکړې تر ټولو لوی تاوان به پخپله امریکا ته رسېږي.

طالبانو په یوه مفصله اعلامیه کې ویلي، دوی تر پرونه له امریکایانو سره خبرې کولې او دا خبرې په یوه ښه فضا کې روانې وې. اعلامیه کې راغلي، د ولسمشر ټرمپ له دې اعلانه ښکاره شوه چې امریکایان پر جنګ باور لري، خو بله خوا طالبان خپلو خبرو ته ژمن دي.

اسلام اباد تل ویلي چې په افغانستان کې ریښتینې سولې ته ژمن دی او په راوستلو کې یې مرسته کوي.

ورته مطالب