ورځپاڼې: خبرې ځکه لغوه شوې چې طالبانو د امریکا شرطونه نه منل

سوله د انځور حقوق Getty Images

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ځینو چارواکو له قوله لیکلي له طالبانو سره خبرې په کابل کې د وروستي برید له امله نه بلکې تر ډېره له دې امله په ټپه ودرول شوې چې طالبانو د سولې هوکړې لپاره د امریکا شرطونه نه منل او بل دلیل په کمپ ډېوېډ کې په بیړه د غونډې تابیا نیول و.

نیویارک ټایمز د طالبانو د یوه مشر له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی لیکلي که ټرمپ او حکومت یې په دې تمه وي چې په واشنګټن یا بل کوم ځای کې به له حکومت سره د طالبانو جوړه وشي نو دا ممکنه نه ده ځکه طالبان افغان حکومت نه مني.

ورځپاڼه لیکي ولسمشر اشرف غني د کمپ ډېوېډ خطرناکه غونډه کې ګډون په دې هیله منلی و چې روان حالت پای ته ورسیږي، د ښاغلي غني یوه سلاکار ورځپاڼې ته ویلي په دې غونډه کې ګډون قیمار ته ورته یو کار و، ان د هغه نږدې سلاکاران نه پوهیدل چې هلته به څه پیښیږي، ولسمشر غني په ډیر سخت موقف کې و خو په ګډون سره یې ډیر څه له لاسه نه ورکول او نه ګډون به یې دی د سولې مخالف معرفي کړی و.

دغه راز ولسمشر غني د طالب زندانیانو له خوشې کولو سره په دې شرط موافقه کوله چې طالبان اوربند اعلان کړي.

ورځپاڼه لیکي د غونډې د ارزښت د یوه دلیل په توګه امریکایي لوري پر هغه دریځ سترګې پټې کړې چې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په اړه یې درلود او ولسمشر غني وکولی شول دوی قانع کړي چې ښاغلی محب هم دې غونډه کې برخه واخلي.

له ښاغلي محب سره وروسته امریکايي چارواکو رسمي لیدنې وځنډولې چې هغه له طالبانو سره په روانو خبرو امریکا ته د سفر پرمهال سختې نیوکې وکړې.

بلې مشهورې امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ له طالبانو سره د امریکا د خبرو لغوه کېدل د امریکا په حکومت کې د اختلافاتو پایله بللې ده.

اختلاف د ورځپاڼې په وینا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو او د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ترمنځ رامنځته شوی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ټرمپ د شنبې په مازدیګر (سپتمبر اوومه) په ځینو پرله پسې ټوېټونو کې ویلي په پام کې وه چې سبا (یکشنبه) په کمپ ډېوېډ‌کې له طالب مشرانو سره وګوري خو دا کتنه لغوه شوې ده.‌

ورځپاڼه لیکي له طالبانو سره د روانو خبرو په اړه ډېرو چاروکو شک درلود، خو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ترمنځ اختلاف و او بولټن پر پمپیو تور لګاوه چې د افغانستان په اړه د پریکړې له بهیر دی لرې ساتي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې استخباراتي ادارې د هند حکومت ته خبر داری ورکړی چې پاکستان غواړي په سیالکوټ - جمو او راجستان سکټورونو کې د یوه پراخ غبرګون لپاره تیاری نیسي. دا غبرګون د هند له خوا د کشمیر د کورواکۍ پای ته رسولو له امله رامنځته کیږي.

په دې استخباراتي راپور کې ویل شوي چې پاکستان خپل ځواکونه دغې سیمې ته راټول کړي دي. ورځپاڼه لیکي پټ راپورونه ښي چې پاکستان د جیش محمد ډلې مشر مسعود ازهر چې په هند په ترهګریزو بریدونو تورن دی، هم خوشی کړی. نوموړی د نړیوال فشار په پایله کې پاکستان ونیوه.