ورځپاڼې: طالبانو له امریکایانو غوښتل چې ټاکنو کې د غني د بریا مخه ونیسي

  • 10 سپتمبر 2019 - 19 وږی 1398
د انځور حقوق Arg

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو بهیر له منځه وړلو په تړاو لیکلي ولسمشر ټرمپ اوس په سخت موقف کې دی، دی له کومې هوکړې پرته یو شمیر سرتیري اېستلی شي.

د ورځپاڼې په باور، خو په دې کار سره به دا خطر رامنځته شي چې په راتلونکي کې به د جوړ جاړې لپاره په پیاوړي دریځ کې نه وي او د پاتې ځواکونو د اېستلو په مقابل کې به امتیاز تر لاسه نه کړای شي.

ورځپاڼه لیکي افغان چارواکي په دې نظر دی چې د خبرو بهیر کې طالبانو جرات تر لاسه کړ او د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې به بریدونه زیات کړي.

د نیویارک ټایمز په وینا طالبانو پر امریکایي مرکچیانو فشار راوړ چې د ټاکنو په ځنډولو سره پرېنږدي چې ولسمشر غني د نورو پنځو کلونو لپاره بریالی شي او د شریک حکومت مخه ونیسي، هغه څه چې تمه وه په راتلونکې پړاو کې پرې خبرې شوې وای.

دې ورځپاڼې د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي جیمز کننګهم له قوله لیکلي چې طالبان شوې هوکړې ته خوشال و و، ځکه دوی فکر کاوه هدف ته رسیدلي خو له دې ور هاخوا پر افغانانو د خپلو غوښتنو له تحمیل پرته بل څه ته طالبان ژمنتیا نه لري.

ښاغلی کننګهم وايي د ټرمپ ادارې د مهالویش له مخې نه بلکې وضعیت ته په کتو د ځواکونو د اېستلو پریکړه کوله او له پاکستان د دې ضمانت هم غوښتل کېده چې بیا به طالبانو ته پتنځي نه ورکوي، نو دی وايي اوس د دې شرایطو پوره کېدل په شک کې شول او دا شرطونه د یو شمیر سرتیرو په راویستلو نه پوره کیږي.

بلې امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په یوه تحلیلي مطلب کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستۍ پریکړې ته کتنه کړې او لیکي نږدې و چې ښاغلی ټرمپ له طالبانو سره یوه نامعقوله هوکړه امضا کړي له داسې یوې ډلې سره هوکړه چې د لیکوال په وینا ترهګري یې اصلي وسله ده.

لیکوال وايي ټرمپ د امریکایي سیاستوالو او خپلو متحدینو خبرداری له پامه وغورځاوه او نږدې و چې په کمپ ډیویډ کې یوه هوکړه لاسلیک شي، ښايي په دې کار سره یې موخه دا وه چې د سولې نوبل جایزه تر لاسه کړي.

د لیکوال له نظره په دې معامله کې ستونزه دا نه وه چې طالب مشران یې امریکا ته را بلل بلکې ستونزه دا ده چې دا ډله له ترهګرو سره اړیکو پریکولو ته هیڅ ژمنتیا نه لري.

په دې لیکنه کې سپارښتنه شوې چې ښاغلی ټرمپ دې اوس د ځواکونو د زیاتولو خبره نه کوي خو پر طالبانو دې سیاسي فشار زیات کړي او پکار ده چې ولسمشرۍ ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي.

دی وايي طالبان به د ټاکنو ګډوډولو هڅه وکړي خو دا به یې په زیان تمام شي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز امریکا ته د طالب استازو د سفر په اړه د طالبانو د مشرتابه شورا او قطر دفتر کې د طالب استازو ترمنځ اختلاف ته اشاره کړې.

ورځپاڼه لیکي یوې طالب سرچیني ورته ویلي د مشرتابه شورا د هغو طالب استازو غندنه کړې چې امریکا ته د سفر لپاره یې لیوالتیا ښودلې وه.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند ویلي امریکا ته یې د سفر خبره منلې وه خو د سولې له هوکړې وروسته.

ورځپاڼه لیکي مشرتابه شورا قطر ته د طالب استازو سفر لغوه کړی نه ډونالډ ترمپ.