طالبانو تخار کې ینګي کلا او درقد ولسوالۍ ونیوې

تخار د انځور حقوق TAKHARMEDIAOFFICE

د افغانستان شمال ختیځ ته په تخار ولایت کې ځايي چارواکي مني چې وسلوالو طالبانو د دغه ولایت دوه ولسوالۍ درقد او ینګي کلا نیولې دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري وايي، چې د ډېرې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره امنیتي ځواکونه د دې ولسوالیو له مرکزي سیمو وتلي دي.

تېره ورځ تخار کې ځايي سرچینو وویل چې طالبانو په خواجه غار او ینګي کلا ولسوالیو بریدونه کړي دي.

تخار کې امنیه قومندان دا خبره تایید کړه، خو ویې ویل چې د طالبانو دا بریدونه یې په شا تمبولي دي.

د تخار د پولیسو په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي و چې سیمه کې یې د طالبانو د سرې قطعې مشر هم وژلی دی او مرستندوی ځواکونه هم سیمې ته رسېدلي دي.

خو د ینګي کلا ولسوال عبدالمناف فیضي نن بي بي سي ته وویل، چې د تازه دم سرتېرو د نه رسېدو له امله دا ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغله.

د هغه په خبره، تېره شپه افغان ځواکونه له دې ولسوالۍ ووتل.

طالبان دعوه کوي چې دا ولسوالي یې نیولې او یو شمېر افغان سرتېري یې وژلي دي.

دا ډول طالبانو تېره ورځ د خواجه غار په ګاونډ کې د کندوز دشت ارچي ولسوالي هم ونیوه.

طالبانو په ځلونو د دشت راچي له لوري پر خواجه غار بریدونه کړي دي.

خواجه غار ولسوالي هم د شپږو نورو ولسوالیو لار ده او هم له تاجکستان سره پر پوله پرته ده، ځکه ځانګړی اهمیت لري.

تخار د افغانستان په شمال کې پروت یو هغه ولایت دی چې له تاجکستان سره پوله لري.

دې وروستیو کې د دغه ولایت پر څو ولسوالیو بریدونه وشول.

ورته مطالب