طالبان: د امریکا له مرکچي پلاوي مو د رسمي ځواب غوښتنه کړې

سهیل د انځور حقوق @suhailshaheen1

د امریکا له خوا له طالبانو سره د خبرو تر ځنډېدو وروسته د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، دوی لا هم د امریکا له مرکچي پلاوي سره اړیکي لري او د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ورستۍ پرېکړې په اړه یې ور سره خپله اندېښنه شریکه کړې ده.

"موږ هم حال ور کړی. دوی هم حال راکړی. رسمي ځواب ته منتظر یو".

ښاغلي شاهین دا خبرې خپل انلاین کانال الاماره سره له هغه وروسته کړې دي چې ډونلډ ټرمپ پرون دوشنبه وویل، نور له طالبانو سره خبرې نه کوي.

خو طالب ویاند وایي، د ډونلد ټرمپ دا خبرې ښيي چې امریکایان له خپلو ژمنو شاته شوي، او پر خپل دریځ دې غور وکړي:

"که دوی سوله ییز حل نه غواړي د جګړې د دوام ملامتي به پر دوی وي".

سهیل شاهین وايي، که د نه ځواب هم ترلاسه کړي، بیا هم د سوله ییز حل غوښتونکي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ وایي له طالبانو سره د لیدنې لغوه کول د ده خپله پرېکړه وه

له بلې خوا د امریکا یو لوړپوړی پوځي چارواکی وايي، د طالبانو د زیاتېدونکو بریدونو په ځواب کې ممکن دوی هم خپل عملیات چټک کړي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د امریکا مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کنټ میکنزي، افغانستان کې خبریالانو ته دا هم وویل چې طالبانو تېره اوونۍ د یوه امریکايي سرتېري د وژلو په ګډون سختو بریدونو سره د سولې په تړاو خپل رول له پوښتنې سره مخ کړ.

د طالبانو له دغه برید نږدې درې ورځې وروسته د امریکا ولسمشر له دې ډلې سره خبرې وځنډولې او پرون یې وویل، چې نور له طالبانو سره د سولې خبرې نه کوي.

په ځواب کې طالبان وايي، دسولې خبرو د درولو ډېر زیان به امریکا ته ورسېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو او امریکا له نهم پړاو خبرو وروسته ویل کېدل، دواړه لوري به ژر یو تړون وکړي، خو د امریکا ولسمشر له دې ډلې سره خبرې وځنډولې.

خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په تېرو څلورو ورځو کې امریکا په افغانستان کې دښمن دومره سخت ځپلی چې په تېرو لسو کالو کې هم نه و ځپل شوی.

له دې څرګندونو لږ وروسته نوموړي سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، له افغان طالبانو سره د امریکایانو د سولې خبرې نور دوام نه کوي او ختمې دي.

د قطر مرکز دوحه کې د طالبانو او امریکايي پلاوي له نهم پړاو خبرو وروسته ویل کېدل چې دواړه لوري به په نږدې ورځو کې پر یوه تړون لاسلیک وکړي.

خو د امریکا ولسمشر د شنبې پر ورځ په یوه ناڅاپي ټویټ کې اعلان وکړ چې د کابل د وروستي برید له کبله- چې طالبانو یې مسوولیت منلی- ده له دې ډلې سره د سولې روانې خبرې درولې دي او همدا راز په کمپ ډیوېډ کې له طالب مشرانو او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې خپله پټه لیدنه هم لغوه کړې.

ورته مطالب