عطا محمد نور: طالبانو سره د سولې خبرې باید نه وای ځنډېدلې

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption د بلخ پخواني والي محمد عطا نور چې نسبتاً په تونده لهجه یې خبرې کولې، د سولې د خبرو ځنډېدو له کبله ناخوښي څرګنده کړه.

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند اجرائیه رئیس او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې د خبرو پر ځنډو خپګان څرګند کړی. خو د همدې ګوند یو بل غړي او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند احمد ولي مسعود د دې خبرو ځنډېدل یو ښه ګام بللی.

د جمعیت اسلامي ګوند د ځینې مشهورو مشرانو غونډه د سه شنبې پر ورځ په هرات کې د اسماعیل خان په کور کې وشوه.

د جمعیت ګوند غړي محمد یونس قانونې ګډونوالو ته وویل، ټاکنې او سوله دواړه مهم مسایل دي، خو په خبره یې شرط یې دا دی چې دواړه د باور وړ وي او شفافیت ولري.

ټرمپ: له طالبانو سره نور د سولې خبرې نه کوو

ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې

ټرمپ: د افغانستان په مسئله کې هېڅ بیړه نه کوو

خو د بلخ پخواني والي محمد عطا نور چې نسبتاً په تونده لهجه یې خبرې کولې، د سولې د خبرو ځنډېدو له کبله ناخوښي څرګنده کړه. نوموړي وویل، هیله من دی چې دا خبرې له سره پیل شي. د ښاغلي نور په خبره، که داسې وشي، نو د اوسني حکومت پر ځای به د انتقالي حکومت لپاره زمینه برابره شي:

''له بده مرغه د ښاغلي ټرمپ په یوه ټویټ ټولې هڅې له منځه لاړې. زه هیله من یم چې دا بهیر بیا پیل شي او دا اوسنۍ پایله یې تاکتیکي یا چې موږ فکر کوو، د امتیاز تر لاسه کولو یوه هڅه وي. ''

ښاغلي نور چې له طالبانو سره یې په بین الافغاني خبرو کې هم برخه اخیستې وه وویل، که د سولې خبرې ناکامې شي، نو د ده په خبره خلک به په بدو ټاکنو کې برخه اخلي او د انتقالي حکومت پر ځای به د ده په وینا د اوسني حکومت، چې دی یې ناکام بولي، د پاتې کېدو زمینه برابره شي.

Image caption د جمعیت اسلامي غونډه په هرات کې د اسماعیل خان په کور کې وشوه

خو احمد ولي مسعود چې خپله هم د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو کې یو کاندید دی، برعکس د سولې خبرو پر ځنډېدو خوښي څرګنده کړه. نوموړی وايي:

''د خدای حکمت په دې کې و، چې دا خبرې له ماتې سره مخامخ شي. یو ګونګ، مجهول او د تړلیو دروازو شاته پروګرام و، داسې پروګرام و چې په اړه یې د افغانستان له خلکو سره تفاهم نه و شوی. ښاغلي خلیلزاد به په سلیقه يي ډول کتنې کولې. ''

د جمعیت اسلامي دې څېرو وویل، په دې اړه مشورو ته دوام ورکوي او تمه لري چې په دواړو برخو یعنی سولې خبرو او ټاکنو کې یوه ګډه طرح جوړه او ولس ته یې وړاندې کړي، خو دوی داسې څه نه دي ویلي، چې کله به داسې کومه طرح اعلانوي.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوشنبه سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، له افغان طالبانو سره د امریکایانو د سولې خبرې نور دوام نه کوي او ختمې دي.

له دې څرګندونو لږ وړاندې نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په تېرو څلورو ورځو کې امریکا په افغانستان کې دښمن دومره سخت ځپلی چې په تېرو لسو کالو کې هم نه و ځپل شوی.

اړونده مطالب

ورته مطالب