ورځپاڼۍ: د ټرمپ وروستۍ پرېکړه د غني لپاره یوه ډالۍ ده

د انځور حقوق Getty Images

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي د ولسمشر ټرمپ وروستۍ ناببره پریکړه د افغان ولسمشر لپاره یوه ډالۍ ده، ځکه هغه پر ټاکنو ټینګار کاوه، خو دا ټاکنې به له جدي ننګونو سره مخ وي.

لیکوال وايي اندیښنه ده چې ښايي تاوتریخوالی زیات شي ځکه طالبانو خلکو ته ګواښ کړی چې په ټاکنو کې دې برخه نه اخلي. د لیکوال په نظر، دا ټاکنې برخلیک ټاکونکې دي او که دا ټاکنې په سمه توګه ترسره نه شي نو افغان حکومت به ډیر کمزوری شي.

د لیکوال په باور، ښايي له طالبانو سره دامریکا خبرې بیرته پیل شي خو له ټاکنو وړاندې د دې خبرو د بیا پيل امکان نه لیدل کیږي.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رایان کراکر فارن پالیسي مجلې ته ویلي د ټرمپ وروستۍ پریکړې امریکايي مرکچیان حیران کړي.

دی وايي کله یې چې واوریدل طالب استازي کمپ ډیویډ ته راځي نو په داسې حال کې چې دا ډله لا هم افغانان او امریکايي سرتیري وژني نو راتګ یې ده ته ټکان ورکړ، خو کله چې خبر شو سفر او خبرې دواړه لغوه شوې نو د ارام ساه یی وویسته.

دی وايي له طالبانو سره خبرې تیروتنه او دا ناسمه لار ده. د ده په وینا، واقعیت دا دی چې د امریکا حکومت د افغانستان خلک، ښځې او ماشومان پلوري.

ښاغلي کراکر ویلي د خبرو د بیا پیل لپاره دوه شرطونه پکار دي یو دا چې خبرې باید د افغانستان له مشروع حکومت سره وشي او بله دا چې له اوربند پرته دې د ځواکونو د اېستلو خبره شاته وغورځول شي.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په دې اړه یو مطلب خپور کړی چې د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولټن له دندې ګوښه کول به د دغه هېواد پر بهرنۍ کړنلاره څه اغیز وکړي.

لیکوال وايي له نړیوال کېدو او ګڼ کلتوري کېدو سره د ټرمپ مخالفت به پر خپل ځای پاتې شي خو ښايي دا ډول پریکړې د ملي امنیت اړوند ارګانونو ترمنځ لا ډیرې همغږۍ ته لار هواره کړي.

د افغانستان په اړه د ښاغلي بولټن له دندې د ګوښه کېدو په اړه د مطلب لیکوال وايي نوموړی په روان کال کې له افغانستان د ځواکونو د اېستلو مخالف و، خو د حیرانتیا خبره دا ده چې ولسمشر ټرمپ له هغه سره همنظره شو او له طالبانو سره غونډه یې لغوه کړه.

په مطلب کې وړاندې ویل شوي د ټرمپ دا پریکړه په دفاعي ادارو کې د هغې انديښنې ښکارندويي کوي چې ګواکې ولسمشر غوښتل د مشروع حکومت د ملاتړ لپاره له کوم پلان پرته افغانستان ترهګرو ته پریږدي.

د کاناډایۍ ورځپاڼې ټورنټو سټار د یوه مطلب د لیکوال له نظره له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړې تر ټولو لویه نیمګړتیا دا وه چې دغې ډلې افغان دولت د یوه مشروع دولت په توګه نه منلو او له حکومت سره یې خبرې نه کولې، بله دا چې دې هوکړې د اوربند ضمانت نه کاوه.

د مطلب لیکوال وايي د دې احتمالي هوکړې له ړنګېدو سره سره به امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.