کابل د چورلکو شور د خلکو کړاو ډېر کړی

چورلکه

د کابل ښار په اسمان د ډول ډول چورلکو ټيټې الوتنې ددې ګڼ میشته ښار اوسېدونکو د ژوند کړاو لا زیات کړی دی.

کابل ښاریان سرټکوي چې څرخي الوتکې یې شپه او ورځ په سر بونګیږي او دې زړه بوږنونکو غږونو یې ژوند سخت او خوب یې ترې وړی دی.

هغه غږ چې ښایې د ورځې مو څو ځلې تر غوږونو شي، که کابل ښار کې ژوند کوئ او کله له چا سره په خبرو بوخت یاست حتما به مو ورته ویلي وي چې لږ صبر الوتکه تیره شي، بیا خبرې کوو.

په نورو ورځینو چارو کې هم ډیر کله د چورلګو لوړ غږونه کارونه ټکني کوي او خلک له ستونزو سره مخ کوي.

تر ټولو جدي دا چې، ځینې سپین ږیږي ، ناروغان او ماشومان ترې ویریږي او له ډاره یې په غوږنو کې ګوتې اچوي او یا هم خوندي ځایته پنا وړي.

۵۴ کلن شاداب، د کابل ښار د یوې استوګنیزې ودانۍ بڼوال دی، هغه د زړه ناروغي لري، وایې د ورځې څو ځله څرخي الوتکې راځي او غږ یې له ټوپک پرې بد لګي.

"چې طیاره راشي، فکر کوم چې اوس به بمبار کوي او موږ ټول به مړه کیږو، پخوانۍ خاطرې چې هره ورځ به الوتکې راتلي او په خلکو به یې بمونه غورځول رایادوي. زه ترې ډیرې بدې خاطرې لرم، له هغې وخته د زړه تکلیف راته پیدا شوی اوس چې طیاره راشي غږ یې لکه ټوپک داسې را باندې لګي، دومره ډيرې راځي چې یوه لاړه بلې پسې را الوتې وي."

د کابل ښار پر فضا هر ډول الوتکې، که هغه پوځي او ملکي دي یا هم روسۍ او امریکایۍ دي، هرې خواته ته تګ راتګ کوي او بیا هم داسې یو ځای راکښته شي چې فکر کوي د کوم چا د کور بام به وي.

Image caption ۵۴ کلن شاداب د کابل ښار د یوې استوګنیزې ودانۍ بڼوال دی او د زړه ناروغي لري، وایې د ورځې څو ځله څرخي الوتکې راځي او غږ یې له ټوپک پرې بد لګي.

هغه خلک چې کورونه یې د هیلکوپټرو هوایې ډګرونو ته نږدې دي، له نورو چې یوازې د کور پر سر یې الوتکې تیریږي ډيرې ستونزې لري.

متقاعد ډګروال شیرین چې ډیر عمر یې په پوځي لیکو کې تیر شوی داسې یوه سیمه کې اوسي چې شپه او ورځ یې د کور ترڅنګ څرخکې کینې او الوځي.

هغه وایې له کوره یې بیزاره شوی او حتا په سیمه کې یې څوک کور په کرایه نه نیسي:

"د کور په سل مترۍ کې مو د هیلکوټپرو هوایې ډګر دی، شپه او ورځ کښته او پورته کیږي. ماشومان ویریږي، میرمن مې ناروغه او د څرخکو له غږسره په عذاب ده، کور مې درزونه کړي، خاورې او دوړې یې هره شیبه په کړکیو راننوځي، بیخې دلته له اوسیدو بیزاره شوي یو. نه مې کور څوک په پیسو اخلي او نه یې هم په کرایه نیسي چې موږ لدې ځایه لاړ شو."

په کابل کې د بي بي سي خبریال له نږدې ددې حالت د لیدو لپاره د کابل ښار په فضا د افغانستان د هوایې ځواک له دوو پیلوټانو سره یو ځای د چیټل په نامه هندي چورلکو کې یو ساعت سفر کړی.

دی وایې که څه هم کابل ښار له بره ښکلې او زړه راښکونکې منظرې لري، خو هغه ښار چې نه یوازې په سرکونو یې د موټرو ، بلکې په اسمان کې یې د چورلکو ګڼه ګوڼه ښه ډيره ده.

د نوموړي په وینا کله کله خو به دا الوتکه دومره هم ښکته شوه چې فکر به دې کاوه نژدې ده چې له ودانۍ سره وجنګیږي.

د کابل ښار د هوایې حریم ساتنه د افغانستان د ملي دفاع وزارت له هوایې ځواک سره ده.

دا مهال افغان حکومت، بهرني ځواکونه، نړیوالې ادارې او شخصي کمپنۍ څرخې الوتکې کاروي خو د هیڅ کومې حکومتي ادارې لخوا یې ټیټ پروازونه نه کنترولیږي.

Image caption ځینې هوايي ډګرونه په استوګنیزو سیمو کې دي

د افغانستان د هوایې ځواک پيلوټ ډګروال امین چې خپله هم په کابل ښار کې اوسیږي او د بي بي سي خبریال صابر عزیز او فلم اخیستونکی فرید نظري یې د ښار په فضا ګرځولي وایې د څرخي الوتکو ټيټ پروازونه خلک ځوروي خو وایې دوی ډیره هڅه کوي چې د خلکو په کورونو ټيټ رانشي.

په کابل ښار کې وار له مخه غږیزه ککړتیا ډېره ده خو د سلګونه ډول ډول غږونو په مینځ کې د څرخي الوتکو ټيټې الوتنې او غږونه ددغه جنګ ځپلي ښار اوسیدونکې له څو کیلو متره لرې واټن څخه اوریدلی شي.

په وروستیو کې د چاودنو او بریدونو له امله د کابل ښار سرکونه تر ډيره خوندي ندي، ولسمشر، دولتي چارواکي، بهرني ډيپلوماتان، پوځي او ملکي سلاکاران او مهم بهرني میلمانه ښاري لیدنې او کله کله تګ راتګ د هیلکوپټرو په مټ کوي.

ددې ګڼ مېشتي ښار اوسیدونکي د نړۍ د نورو پلازمېنو له اوسیدونکي سره توپیر لري.

ارواه پوهان وایې تیرې څلویښت کلنې جګړې پدې خلکو له هر پلوه اغیز پریښی، ځکه خو یې لوړ غږونه ځوروي او د اورېدلو توان یې نه لري.