د امریکا افغان جګړه ولې نه ختمېږي؟

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغان طالبانو سره د سولې خبرې په داسې مهال ختمې اعلان کړې چې ویل کېدل دواړه لوري تړون کوي.

پوښتنه دا ده چې امریکا ولې ۱۸ کاله افغان جګړه کې ښکېله ده او دا جګړه ولې نه ختمېږي؟

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱ یا پوره اتلس کاله او یوه ورځ مخکې امریکا کې پر نړیوالو سوداګریزو برجونو برید وشو چې نږدې درې زره کسان پکې ووژل شول.

امریکا د دې برید مسووله القاعده وبلله چې مشر یې اسامه بن لادن افغانستان کې و.

هغه مهال طالبان پر افغانستان واکمن و، امریکا ته یې د اسامه له سپارلو ډډه وکړه، ور پسې واشنګټن پر کابل برید وکړ.

طالبان یې وپرځول، خو وروسته دوی بیا سره ټول شول او د بهرنیو او افغان ځواکونو پرضد یې بریدونه پیل کړل.

که څه هم امریکا او ناټو ځواکونه ډېر کړل، خو له هغه راهیسې د طالبانو زور نه دا چې اوبه نه شو، بلکې ورځ تر بلې یې پر افغانستان ولکه زیاتېږي.

اسامه بن لادن

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن

د ۲۰۰۱ کال اکتوبر پر ۷ چې د امریکا ولسمشر جورج بوش پر افغانستان د هوايي برید امر کاوه، ویې ویل: موږ د دې برید غوښتنه نه وه کړې، خو اوس به یې تر سره کوو.

د هغه په خبره، د برید موخه افغانستان کې د ترهګرو اډې ختمول او د طالبانو پوځي زور اوبه کول دي.

خو اوس چې ۱۸ کاله پوره کېږي دا ویل ګران دي چې امریکا دې هدف ته ورسېده که نه؟

که بیا خبرې پیلېږي او بریالۍ شي، نو ممکن طالبان د افغان حکومت برخه شي.

طالبان چې له کندهار را پورته شوي وو، پر ۱۹۹۶ کال یې کابل ونیو، دوو کلونو کې یې د هېواد ډېره برخه کنټرول کړه، سخت شرعي قانون یې دود کړ، چې پکې ان په عام محضر کې د مرګ سزا هم وه.

* بن لادن څنګه ووژل شو؟ ګاونډی یې کیسه کوي

* د اسامه بن لادن کمپیوټر کې د پښتو کومې سندرې وې؟

امریکا، نورو ملاتړو بهرنیو ځواکونو او افغان وسلوالو طالبان په دوو میاشتو کې وپرځول او وسله وال یې پاکستان کې ورک شول.

د امریکا ملاتړی حکومت رامنځ ته شو، خو طالبانو له پاکستان سره پوله کې ډېرو سیمو باندې ولکه درلوده او د نشه يي توکو، کانونو او ټکس سره یې په سلګونو میلونو ډالر ترلاسول.

طالبانو ځانمرګي بریدونه ډېرول او نړیوالو ځواکونو د افغان پوځ سره د همکارۍ له لارې هڅه کوله چې د بیا زړور شویو طالبانو ګواښ وځپي.

خو په پای کې له ۲۰۰۱ کال پیل شوې دې جګړه کې ۲۰۱۴ کال تر ټولو خونړی وبلل شو.

ناټو ته افغانستان کې تر نامالومې مودې پاتېدل ناشوني و، ځکه یې د وتلو پرېکړه وکړه او افغان پوځ یې له طالبانو سره جګړې ته پرېښود.

طالبانو نورې سیمې ونیوې او د حکومت او ولسي موخو پرضد یې بریدونه ډېر کړل، تېر کال بي بي سي ته پته ولګېده چې دا ډله پر ۷۰ سلنه افغان خاوره کې ښکاره فعاله ده.

طالبان څنګه پیدا شول؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان چې له کندهار را پورته شوي وو، پر ۱۹۹۶ کال یې کابل ونیو

پر ۱۹۷۹ کال پر افغانستان د پخواني شوروي په برید پسې د افغان جهاد په نوم مزاحمت پیل شو او برخوال یې افغان مجاهدین بلل کېدل.

امریکا، پاکستان، سعودي، چین او نورو څو هېوادونو د مجاهدینو ملاتړ کاوه.

پر ۱۹۸۹ کال شوروي له افغانستان ووت، پر ۱۹۹۲ کال جهادیانو د نجیب په مشرۍ حکومت هم نسکور کړ، خو وروسته یې خپل منځي کورنۍ جګړه پیل کړه.

د مجاهدینو د کورنۍ جګړې، ناوړه چارو او ناامنۍ له امله ډېر افغانان تر پوزې راغلي وو، همدا و چې طالبان پر ۱۹۹۴ کال د دې ستونزو د ختمولو لپاره د افغانستان سوېل ختیځ کې را پورته شول.

باور دا دی چې دا ډېری طالبان هغو مدرسو کې روزل شوي چې ډېری یې د سعودي په مالي ملاتړ جوړې وې او توندلاری اسلام پکې تدریسېده.

دوی د خپلې خوښې شریعت او سختې سزاوې پلې کړي. ږېره پرېښودل یې لازمي کړل، پر ښځو یې چادري په سرول اجباري کړل.

پر تلوېزون، موسیقي او سینما یې بندیز ولګاوه او د نجونو زدکړې هم بندې شوې.

دوی چې القاعده ته هم پنا ور کړې وه، نو امریکا او نړیوالو ځواکونو ته یې د سپټمبر له ۱۱ پېښې وروسته د برید پلمه په لاس ور کړه.

جګړه ولې دومره اوږده شوه؟

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغان- شوروي جګړې پر مهال اسامه بن لادن له افغان مجاهدینو سره.

څو لاملونه لري، د طالبانو سخت ترکیب، د افغان ځواکونو او حکومت محدودیت او تر ډېر وخت افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتېدو د هوډ نشتوالی.

تېرو ۱۸ کلونو کې ځینې مهال طالبان له شاتګ سره مخ شول، پر ۲۰۰۹ کال چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما افغانستان کې خپل پوځ تر یو لک پورې ورساوه، د افغانستان ځینې سوېلي برخې د طالبانو له لاس ووتې، خو دا حال تر ډېر مهال پاتې نه شو.

طالبان هم بیا منظم شول او کله چې د نړیوالو ځواکونو وتل پیل شول، نو افغان پوځ ته له طالبانو سره په یوازې سره مقابله ګرانه شوه، بل لوی مشکل د افغان حکومت جوړښت دی چې پر قومي وېش ولاړ دی.

د بي بي سي پښتو راډیو مشر داود اعظمي په باور پنځه لوی لاملونه دي چې جګړه لاهم روانه ده.

د جګړې له پیلېدو راهیسې د سیاسي نظم نشتوالی او تېرو اتلسو کلونو کې د امریکا د ستراتیژۍ د اغېز په هکله پوښتنې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ۲۰۰۱ کال راهیسې، افغانستان، پاکستان، عراق او سوریه کې امریکا پر جګړه ۵،۹ ټریلیون ډالر لګښت کړی دی.

د هر ډلې دا هڅه چې ډېر ترلاسه کړي او دې بندون رامنځ ته کړی، طالبان هم د سولې خبرو کې خپلې غوښتې اعظمي حد ته رسول غواړي.

افغانستان کې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې زیاتېدونکی تاوتریخوالی، دوی هم وروستیو کې د ځینې خونړيو بریدونو کې لاس لري.

د پاکستان رول هم مهم دی، ځکه د طالبانو رېښې پاکستان کې دي او کله چې امریکا مات کړل، نو بېرته دغه هېواد کې منظم شول.

که څه هم امریکا له اسلام اباد بیا بیا غواړي چې د دې ډلې پرضد خپله خاوره کې ګامونه پورته کړي، خو پاکستان له طالبانو سره د همکارۍ تورونه تل ردوي.

طالبانو څنګه خپل واک جوړ کړ؟

ویل کېږي تېره یوه لسیزه کې د طالبانو کلنی عاید ۱،۵ میلیارد ډالر دی، چې ځینې برخه یې له نشه يي توکو ترلاسوي، ځکه افغانستان تر ټولو ډېر نشه يي توکي تولیدوي.

Image caption ویل کېږي تېره یوه لسیزه کې د طالبانو کلنۍ عاید ۱،۵ میلیارد ډالر دی، چې ځینې برخه یې له نشه يي توکو ترلاسوي، ځکه افغانستان تر ټولو ډېر نشه يي توکي تولیدوي.

دا کر داسې سیمو کې دی چې تر ډېره پکې د طالبانو اغېز دی.

پر دې سربېره طالبان له سوداګریزو موټرو، کانونو، مخابراتي شبکو او برېښنا هم عاید لري.

که څه هم د پاکستان او ایران په څېر هېوادونه له طالبانو سره مرسته ردوي، خو د دې هېوادونو خلک هم دې ډلې ته بسپنه کوي.

جګړه څومره ګرانه پرېوته؟

ساده ځواب دی، ډېره ګرانه.

دا ویل سخت دي چې دې جګړه کې څومره افغان سرتېري ووژل شول، ځکه دا شمېر کله هم پخوا نه خپرېده، خو د ۲۰۱۹ کال جنورۍ کې افغان ولسمشر وویل، چې له ۲۰۱۴ کال تر دې دمه ۴۵ زره افغان سرتېري وژل شوي دي.

پر ۲۰۰۱ کال د امریکا برید پسې افغانستان کې د ۲۳۰۰ امریکايي سرتېرو په ګډون ۳۵۰۰ بهرني پوځیان وژل شوي دي.

د افغان ولس د مرګ ژوبلې حساب ډېر ستونزمن دی.

د ۲۰۱۹ کال فبرورۍ کې ملګرو ملتونو وویل، چې ۳۲ زره افغان ولسي وګړي وژل شوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱ یا پوره اتلس کاله او یوه ورځ مخکې امریکا کې پر نړیوالو برجونو برید وشو چې نږدې درې زره کسان پکې ووژل شول.

براون پوهنتون کې واټسن انسټیټیوټ اټکلوي چې تر ۴۲ زرو طالب وسلوال وژل شوي دي.

دا انسټیټیوټ زیاتوي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې، افغانستان، پاکستان، عراق او سوریه کې امریکا پر جګړه ۵،۹ ټریلیون ډالر لګښت کړی دی.

اوس امریکا افغانستان کې پر طالبانو هوايي بریدونه کوي.

ډونلډ ټرمپ دریم امریکايی ولسمشر دی چې افغان جګړه ویني، خو د ۲۰۲۰ کال نومبر کې له ټاکنو مخکې له افغانستان د خپلو ځواکونو کمول غواړي.

پر ۲۰۱۴ کال د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته اوس طالبان د افغانستان پر ډېره خاوره نفوذ یا واک لري.

امریکا او نور لوېدیز هېوادونه وېرېږي چې د امریکايي ځواکونو بشپړ وتلو پسې به افغانستان کې تشه رامنځ ته شي او داسې ځواکونه به یې ډکه کړي چې د لوېدیځ په نښه کولو هڅه به کوي.

خو د دې جګړې ډېر تاوان افغان ولس ته رسېږي.

ورته مطالب