فاریاب کې د ملي اردو سرتېري: "نه معاش راکول کېږي، نه رخصتي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption داسې رپوټونه هم شته چې د دې ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم سرتېري له ورته ستونزو سره مخامخ دي. ارشیف تصویر

د فاریاب دولت اباد ولسوالۍ د ملي اردو یو شمېر سرتېرو د دوی په وینا پر ټاکلي وخت د معاشونو او د رخصتیو د نه ورکول کېدو له کبله د دې ولسوالۍ لویه لار تړلې ده.

د دولت اباد ولسوال بي بي سي ته وویل، د پرلپسې جګړې له امله ډېری سرتېري ستړي شوي دي. ولسوال عبدالرزاق کاکړ وايي، په دغه ولسوالۍ کې یو شمېر سرتېري له یو کاله راهیسې په رخصتۍ نه دي تللي.

"نوي مجرب امریکايي روزونکي افغان سرتېري په نوي ډول روزي"

غني: جګړه کې معلول شوي افغان سرتېري کاناډا ته ځي

''نژدې ۱۰ میاشتې کېږي، چې زموږ سرتېري غوښتنه کوي، دوی په لومړۍ کرښه کې جګړه کوي، تغیر او تبدیل شوي نه دي. ډېر یې ستړي شوي. ان ځینې یې تېښتې ته اړ شوي دي. دوی د پیسو نشتوالي له ستونزې سره هم مخامخ دي، ځکه له دوی پرته یې کورنۍ له بانکونو پیسې نه شي اخیستلای''.

دغه ستونزه یوازې په دولت اباد پورې محدوده نه ده، داسې رپوټونه هم شته چې د دې ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم سرتېري له ورته ستونزو سره مخامخ دي.

د افغان پوځ یو سرتېری په دې اړه وايي:

''د ملي اردو سرتېری یم، د فاریاب ولایت په شېرین تګاب ولسوالۍ کې دنده لرم، ۱۱ میاشتې کېږي، چې موږ محاصره یوو، په رخصت هم نه یوو تللي او معاش مو هم نه دی اخیستی. پنځه ورځې کېږي، چې څوک نه دي راغلي چې زموږ ټپیان یوسي. زموږ ملګرو لاریونونه وکړل خو هېڅ ګټه یې ونه کړه، څو میاشتې کېږي، چې موږ د غوښې خوند نه دی څکلی، که چېرې غوښه واخلو بیا د مبایل لګښت پیسې نشو موندلای، چې د خپلې کورنۍ حال احوال واخلو.''

بل لور ته د دفاع وزارت ویاند مرستیال فواد امان وایي، په فاریاب کې د ملي اردو سرتېرو غوښتنه په حق ده او دفاع وزارت کوښښ کوي تر څو دغه ستونزه حل کړي.

د انځور حقوق Anadolu Agency/Getty Images
Image caption ځايي چارواکي وايي، سیمه کې سرتېري پرلپسې د جګړې حالت کې دي

''دا ډېره جدي موضوع ده. ستونزې یې د دفاع وزارت چارواکو ته رسېدلي. انشاءالله په نژدې وخت کې به دا ستونزه حل شي، موږ له اړوندو مسوولینو سره په اړیکو کې یوو.''

د فاریاب د ولایتي شورا غړي بیا ادعا کوي، چې د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې له یوه کال راهیسې سرتېري محاصره دي او کورنۍ یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړی عبدالاحد ایلبیک وايي له تېر یو کال راهیسې د دې ولایت د پنځو ولسوالیو په مرکزونو کې سرتېري د محاصرې په حال کې دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په فاریاب کې د سرتېرو اعتراضونه پر حقه دي او د دغو سرتېرو د ستونزو حل لپاره اقدامات وکړي.

د شاهین قول اردو مسوولینو په خبره د عسکرۍ د قوانینو له مخې په شپږو میاشتو کې یو سرتېری ۱۵ ورځې رخصتي لري خو په جنګي شرایطو کې سرتېري اړ دي، چې ډېر وخت په سنګرونو کې پاتې شي.