هند د افغانانو لپاره د ناقانونه اوسېدو جریمه کمه کړې ده

د افغاسنتان سفارت د انځور حقوق Afghanistan embassy
Image caption سفارت دا هم وايي که کوم افغان له دوو کلونو تر ډېرې مودې پاتې شي نو شل زره هندۍ روپۍ به د هند حکومت ته جرمانه ورکوي.

نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې هند د غیر قانوني افغانانو د اوسېدو لپاره جریمې کمې کړي دي.

دې سفارت په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د سفارت د پرله پسې هلو ځلو په پايله کې دې سفارت وشو کولی چې د افغانانو لپاره د اقامت د اضافې مودې د جرمانې په کمولو د هند حکومت قانع کړي.

دې سفارت زیاته کړې هغه افغانان چې د ستونزو له امله یې د خپلې ویزې د ټاکل شوې مودې څخه ډېر وخت په هند کې تېر کړی وي اوس کمه جرمانه ورکولی شي.

د افغانستان د سفارت د اعلامیې پر اساس که کوم افغان په هند کې له یوه څخه تر ۱۵ ورځو پورې پرته له ویزې پاتې شي نو ۵۰۰ هندۍ روپۍ به جرمانه پرې کوي او هغه افغانان که له ۱۶ څخه تر ۹۰ ورځو پورې په هند کې له ویزې پرته تم شي، نو ۵۰۰۰ هندۍ روپۍ به جریمه پرې کوي، همدارنګه که ۹۱ څخه تر دوو کالو پرته له ویزې پاتې شي نو لس زره هندۍ روپۍ به جرمانه ورکوي.

سفارت دا هم وايي، که کوم افغان له دوو کلونو تر ډېرې مودې پاتې شي نو شل زره هندۍ روپۍ به د هند حکومت ته جرمانه ورکوي.

پخوا تردې په هند کې غیرقانوني افغانان که له یوې ورځې څخه تر درې میاشتو پورې پرته له ویزو پاتې کېدل نو ۳۰۰ ډالره جریمه به یې پرې کوله.

هند همدارنګه د نورو بهرنیو هېوادونو د اتباعو په اړه هم اعلان وکړ چې د پاکستان، بنګله دیش او افغانستان لږکیو ‎د وېزو له ختمېدو دوه کاله وروسته دوی ۵۰۰ روپۍ جریمه شوي، له دوو میاشتو تر دوو کلونو ۲۰۰ روپۍ او تر درېیو میاشتو پورې هم ۱۰۰ روپۍ جریمه کېږي.

په افغاسنتان کې هم سیک او هندو لږکي اوسېږي.

د انځور حقوق econsulate.gov.af
Image caption افغانستان څلور ډوله پاسپورټونه لري

هند ته د افغانانو تګ راتګ زیات دی. ناروغانو ته د هند د ویزې په اخېستلو کې اسانتیاوې شته چې درملنې لپاره هند ته ځي. د یو شمېر بنسټونو د اعلانونو له مخې چې په ورځ کې ۳۰۰ تنه له افغانستان څخه د هند ویزه اخلي ۷۰ سلنه یې درملنې ته درومي.

ښوونه او روزنه بیا یو بل لوی سکتور دی چې هندوستان په وروستیو کلونو کې په پراخه کچه پرې پانګونه کړې.

مخکې تر دې افغان حکومت ویلي و، ۱۵ زره افغان زده کوونکي له هېواده بهر په زده کړو بوخت دي چې له پنځو زرو زیات یې په هند کې زده کړې کوي.

ورته مطالب