افغانستان: د مراسمو لمانځونکي هم امنیت ته ننګونې جوړوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان: د مراسمو ځينې لمانځونکي هم امنیت ته ننګونې جوړوي

يوازې اورپکي او ترهګر نه دي، چې افغانستان کې د پوليسو او امنيتي ځواکونو پر وړاندې ننګونې جوړوي. په پلازمېنه کابل او او نورورو ښارونو کې جرمونه هم زيات شوي، او ځينو مناسبتونو پر مهال هم د ګډوډۍ جوړوونکي چې وسلې هم لريو امنيتي ستونزې جوړوي. افغان کورنیو چارو وزارت وايي، د وږي یا سنبلې پر اتلسمه يې په کابل کې تر ۱۳۰ ډېر نامسووله وسله وال او تر پنځوسو ناقانونه رنګ شوي ګاډي نیولي دي. دا ورځ د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود د وژل کېدو له نېټې سره برابره ده او هر کال د ده ګڼ پلویان په موټريزو کاروانونو کې له وسلو سره د کابل په واټونو کې ګرځي او ډزې هم کوي. سږ کال په دې ورځ د ګارنيزون د یوه سرتېري په ګډون دوه کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل دي. نورګل شفق د هغه وژل شوي زلمي کور ته ورغلی چې د خپلې کورنۍ يوازېنی ګټونکی و.

اړونده مطالب