ښځې؛ رایه زما، واک یې ستا؟

ښځې د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي وو، د هېواد په ۱۲۰ ولسوالیو کې هیڅ یوې ښځې ټاکنو کې د ولسوالۍ شورا ته ځان نه دی کاندید کړی او له همدې کبله د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ځنډول شوې دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ثبت شویو ۹ میلیون رای ورکوونکو له ډلې درې میلیون (۳۵٪) هغه یې ښځې دي. د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې بیا ۴۰ سلنه ښځو ګډون کړی و.

بل خوا را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړو نوماندانو د دغو ښځینه رای ورکوونکو د پام را خپلولو او د ښځینه پلویانو ډېرولو لپاره هر یوه په خپل نوبت ځانګړي غټې کمپایني غونډې جوړې کړې.

ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ نوماند محمد اشرف غني په خپله لومړۍ کمپایني غونډه کې په ډېر ویاړ سره وویل، افغانستان د لومړۍ میرمنې څښتن شوی، د نورو نوماندانو لومړۍ میرمنې چیرې دي؟

نوماند اشرف غني په خپله دریمه ټاکنیزه غونډه چې یوازې ښځو ته ځانګړې شوې وه ژمنه وکړه چې په حکومتي لوړو څوکیو کې به د ښځو ونډه زیاتوي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۴۰۰ زره کارکوونکو له ډلې یوازې ۸۷ زره هغه یې ښځې دي.

نوموړي دا هم ویلي چې ښځو ته به د مالکیت د لرلو حق ورکوي، د ښځو په وړاندې به تاوتریخوالی له منځه وړي او د ښځو کاري خوندیتوب به یې د کارونو په لومړیتوب کې وي.

په افغانستان کې په پریکړو کې د ښځو ونډه ۱۰ سلنه ده، خو نوماند عبدالله عبدالله ژمنه کړې که د ټاکنو ګټوونکی شي نو د خپل نوي حکومت د اجرائیه ریاست د مرستیالۍ دریمه څوکۍ به یوې ښځې ته ورکړي.

ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ یو بل نوماند لطیف پدرام چې خپله دویمه کمپایني غونډه یې ښځو ته ځانګړې کړې وه، وویل: ښځې باید له نرانو سره برابر حقونه ولري او په هېواد کې د نرواک ذهنیت په ځای ښځ واک ذهنیت راشي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ۴۰ سلنه ښځو ګډون کړی و.

نوموړي له ښځو سره ژمنه کړې که په ټاکنو کې بریالي شي نو په کاري، تحصیلي او دولتي موقوفونو کې ښځې له لومړیتوب وي.

په افغانستان کې چیرې چې ښځې اکثرا په ورین تندي زده کړو، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو ته نه بلل کېږي، خو داسې کمپایني غونډو ته بیا د دوی بللو او رایو باندې سرونه ماتیږي.

ښځې چې اکثرا له خپلو حقونو بې برخې ګڼل شوې، خو د خپلې رایې په ارزښت او خپلواکۍ به خبرې وي؟

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، روا روانو ولسمشریزو ټاکنو په اړه ښځو ته پراخ عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی.

دوی اندېښمنې دي چې د کمې پوهاوۍ له وجې به ښځې د ټاکنو په اړه خپلواکه پریکړه ونشي کړای.

په افغانستان په ځانګړې توګه په کابل ټاکنې په تېره بیا د ښځو ګډون ښایي د هر چا په خوله وي.

۵۷ کلنه سوداګره مریم حبیب وایي، بیسوادي هغه لامل دی چې ښځې څنډې ته کړي او په خپلو پریکړو کې خپلواکي نلري.

د افغاني کالیو د خیاطۍ او کشمیره فروشۍ څښتنه د خیاطۍ ماشین، تار ستنې او قیچي ترڅنګ په ټاکنو کې د ښځو د ګډون خبره راسره وڅیرله او وګنډله.

خیاطه مریم د هغو شاوخوا ۱۹ سلنه باسواده ښځو له ډلې ده چې په زده کړو سره یې ځان له هرې خوا خپلواک کړی.

دا پوهېږي چې په ټاکنو کې ګډون او رایه ورکول یې حق دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښځې چې اکثراً له خپلو حقونو بې برخې ګڼل شوې، خو د خپلې رایې په ارزښت او خپلواکۍ به خبرې وي؟

د مریم په خبره هره ورځ یې غوږ او سترګې راډیو او تلویزیون ته نیولې وي څو را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته د ولاړو نوماندانو په اړه نوي معلومات ترلاسه کړي، ترڅنګ یې د نوماندانو کمپایني غونډو ته هم تللې.

مریم وایي، "رایه ورکول اسانه نه ده، دا هغه وجېبه او امانت دی چې د ټول ملت راتلونکی پرې تړلی نو د یوه نوماند ټاکل باید په ډېر دقت وشي. د هغو په اړه باید څیړنې وشي چې په تیر کې یې څه کارونه کړي او داسې نوماند ته رایه ورکړل شي چې په اخلاص خدمت وکړي."

ښارۍ او لوستې مریم چې د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ هم کوي، ځان یې د دې جوګه کړی چې د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي.

خو په لرو کلیو بانډو کې په کور د ناستو ښځو ټوله نړۍ د کهول په چاردیوالۍ څرخي.

په ټکنده غرمه کې د کابل د یوې لرې ولسوالۍ په یوه کوچني کلي کې ۵۰ کلنه سلطانه مې خبره کړه چې د تلي یا میزان په ۶ مه ولسمشریزې ټاکنې کېږي.

بي بي حاجي سلطانه له دې کبله چې ګواکې تلویزیون ته کیناستل او راډیو ته غوږ نیول ګناه ده د نړۍ له تودو او سړو بې خبره سر یې د کور په چهار دیوالۍ کې سپین کړی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ټول کې د ټاکنو په اړه د خلکو کم پوهاوی هغه هم په ځانګړي ډول د ښځو د دې لامل شوی چې دوی د ټاکنو پر وړاندې بې پروا او وڼده یې کمرنګې شي.

دا وایي "حاجي صیب مېړه مې اجازه راکړې وه چې په وکیلتوب ( پارلماني ټاکنو) کې رایه ورکړم اوس هم زه، مېړه او ملګرې مې پاچا کیدو ته رایه ورکوو. "

د ملګرې کلمه راته ګونګه وه.

دې په کړس خندا وویل "حاجي صیب خپلې دویمې ښځې ته هم تذکره اخیستې هغه به هم فوټ ورکړي."

سلطانه له خپلې بنې سره یو ځای په پنځوس کلني کې دومره ازادي ترلاسه کړې چې د هغې په خبره پاچا وټاکي.

سپین سرې سلطانه که څه هم د ټاکنو په اړه په هیڅ هم نه ده خبره خو وایي:

"هغه کس ته به رایه اچوم چې وکیلان، د کلي ملکیان او قوم یې ټاکي. ټولې ښځې به راټولې کړم شورا به وکړو. سړیو چې چا ته رایه اچوله هغه ته به موږ هم رایه ورکړو اوس خو د ښځو پاچاهي نه ده د نرانو ده، د نرانو له اجازې پرته موږ څه نشو کولای ګناه ده."

سلطانه چې مې نوې د ټاکنو له ورځې خبره کړې، اوس نو د تلي ۶ مې ته انتظار ده.

دا به هغه نوماند ته رایه ورکړي چې سپین ږیري مېړه یې عکس ورښودلی.

د دې رایه به وکارېږي خو د کورنۍ په خوښه یې.

نوماندانو ته د ښځینه راکوونکو په ځانګړې توګه د سلطانې په څیر پام راخپلول د نارینه رای ورکوونکو پرتله مهم بریښي ځکه چې دوی باور لري ښځې د رای ورکولو او د خپلې خوښې وړ نوماند ټاکلو پریکړه له دقیق فکر پرته په وروستیو شیبو کې کوي.

د انځور حقوق Getty Images

شاید همدا به یو دلیل وي چې یوازې په کمپایني غونډو کې ښځو ته شنه او سره باغونه ښودل کېږي او د پام وړ ګرځي.

دې خبرې ته په کتو کنجکاوه شوم او د یوه نوماند له ښځینه کمپاین کوونکې ډلې سره د کابل یوې لرې پرتې سیمې ته لاړم.

په یوه خټین کور کې یو شمېر نالوستو ښځو زما او د کمپاینرانو سوړ هرکلی وکړ.

د تمې په خلاف کمپاین کوونکې ښځې خپلې خبرې د ټاکنو د ارزښت، د رای ورکولو د حق او خپلواکۍ باندې پیل کړې

د دوی خبرې د یوې ښې راتلونکې لرلو باندې تاو راتاوېدې څو د ناستو ښځو ترمنځ د ټاکنو په اړه شور او ځوږ پیدا شي خو د هرې ښځې تلوار دې ته و چې غرمه نږدې او لانده کړي وړه یې تروش نشي.

دغو ښځو له استدلال کولو پرته د کمپاین کوونکې له خبرو سره هو کوله.

له ښځینه کمپاین کوونکې سره د دغو ښځو بنډار ګرم وو خو د ټاکنو پرتله ډیری خبرې یې د ورځنۍ ژوند په ستونزو ولاړې وي. دا چې د کور دغه ښځې به رایه ورکړي که نه دا به راتلونکې کې روښانه شي خو جوته ده چې وروستۍ پریکړه به د دوی د سړیو په لاس کې وي.

ورته مطالب