کندهار کې د جګړې ناخوالې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کندهار کې د جګړې ناخوالې

افغانستان کې د روانې جګړې تاو تل ملکيانو ته رسېدلی، چې د تېښتې له کومې لارې پرته په کې راګير شوي دي.

په کندهار کې د میرویس روغتون يو داسې ځای دی چې نژدې هره ورځ د ناامنه جنوب لوېديځو ولایتونو د جګړو او تاوتریخوالي قربانیان وروړل کېږي.

بي بي سي د کندهار په دغه روغتون کي یو میاشت پاته شوې او هڅه یې کړي ومومي په دې سيمه کې د جګړې اصلي قربانیان څوک او دغه روغتون ته څوک وروړل کېږي.

بي بي سي په دغه روغتون کي په جګړه کي د ژوبلو او د هغوی د کورنیو له غړو سره خبرې کړې دي. مامون درانی يې په اړه راپور راکوي، خو يوه يادونه دا چې ځينې برخې يې ښايي درته خواشينوونکې وي.