زابل کې موټر بم برید: ۱۵ کسان وژل شوي او ۶۶ ژوبل دي

زابل د انځور حقوق Zabul Provincial Councial

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار د زابل مرکز کلات ښار کې د موټر بم برید له امله ولایتي روغتون هم نړېدلی چې پکې ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۶۶ ټپیان دي.

وسلوالو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او وايي، د ملي امنیت اداره یې په نښه کړې ده.

خو د افغانستان د کورنیو چازو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، په برید کې ولایتي روغتون په نښه شوی دی چې له امله یې دوه پولیس او ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره، دې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۶ کسان ټپیان دي او ممکن د پېښې مرګ ژوبله لا هم ډېره شي.

خو زابل کې ځايي چارواکي د مرګ ژوبلې په هکله ډول ډول شمېرې ښيي.

د زابل والي رحمت الله یارمل وایي، دغه برید کي لس کسان مړه او څه باندي ۹۰ کسان ټپيان شوي دي.

د انځور حقوق Zabul Provincial Council
Image caption خلک او سرتېري له کنډوالو لاندې ټپیان ګوري.

مګر د زابل د ولایتي شورا مشر عطاجان حق بیان له بي بي سي سره خبرو کې وویل، "دې پېښه کې تر اوسه مو شل مړي او پنځوس ټپیان روغتون ته رسولي دي".

د نوموړي په خبره، ښايي لا هم ټپیان او مړي له کنډوالو لاندې وي.

د ښاغلي حقبیان په وینا بل دولتي روغتون قلات کې نشته او همدا وجه ده چې خلک مړي او ټپیان شخصي روغتونونو ته وړي، ځکه د مرګ ژوبلې پوره شمېره نشته.

"وداني ټوله ورانه ده، خلک لا هم تر کنډوالو لاندې دي او مرکزي روغتون یو مخ له منځه تللی دی".

نوموړی وايي، که له کندهار طبي مرسته ور ته ونه رسېږي وېره ده چې ډېر ټپیان مړه شي.

په ورته مهال کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون دورانی وايي، د کندهار میرویس روغتون شاوخوا شلامبولانسونه او د ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو یو ټيم زابل ته لیږلی دی.

ویل کېږي په برید کې د روغتون ډاکټرانو او روغتیاپالو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې اعلامیه کې د محمد اشرف غني له قوله دا برید غندل شوی دی.

د ښاغلي غني له خولې زیاته شوې چې وسلوال له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، ځکه دا ډول بریدونه کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي دې برید ته غبرګون کې وايي، طالبانو نن قلات ښار کې یو روغتون په نښه کړ.

نوموړی خپل ټوېتر کې زیاتوي: طالبانو موټر بم سره روغتون په نښه کړ او د دې برید مسوولیت یې هم ومانه، طالبان پّ داسې مهال ولسي وګړي پّ نښه کوي چې مشران یې ایران او رویسې ته سفر لري.

د انځور حقوق ZABUL PROVINCIAL COUNCIL

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استولي بیان کې ویلي، چې دې برید کې ملي امنیت ریاست په نښه شوی دی.

د نوموړي په خبره، د برید له امله ګڼ شمېر ودانۍ او د ملي امنیت سرتېري وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره، په برید کې ولایتي روغتون په نښه شوی نه و، خو په ولسي سیمه کې د امنیتي سرتېرو د دېره کېدو له امله دغه روغتون هم زیانمن شوی دی.

ولایتي شورا وايي چې د دې برید له امله نږدې استوګنځي هم زیانمن شوي دي.

ورته مطالب