ټرمپ د ۲۰ ډالرو په نوټ څه کوي؟

د انځور حقوق Reuters

د امریکا ولسمشر تر ډېره نړۍ کې تر ټولو ځواکمن مشر بلل کېږي، ۲۴ ګړۍ یې امنیت ساتل کېږي او تر ډېره چورلکه، الوتکه یا مرمۍ ضد ګاډي کې ځي.

وړمه ورځ چې ولسمشر ټرمپ د امریکا له لوېدیځ ایالت کلیوفرنیا نه ستنېدو کې الوتکې ته پورته کېده، نو د هرې شیبې خبر جوړوونکي خبریالان عجیبه صحنه ویني.

د رویټرز د عکاس ټام برینر تصویر کې ښکاري چې د ټرمپ د پتلون له شاتني جیب د ۲۰ ډالرو نوټ را وتلی.

د سپینې ماڼۍ رپوټوونکو خبریالانو ا انځور خواله رسنیو کې شریک کړ.

د انځور لیدو سره خواله رسنیو کې دا پوښتنه را ولاړه شوه چې د امریکا ولسمشر جیب کې پیسو ساتلو ته څه ضرورت لري.

د دوی په باور، ښايي د امریکا ولسمشر له داسې حالت سره مخ نه شي چې له جیب پیسې وباسي او خرچه وکړي.

خبریالانو سره هم هرو مرو دا پوښتنه وه، کله چې ښاغلی ټرمپ الوتکه کې کېني، نو پوښتنه تري کوي:

بټوه نه لرئ.

ولسمشر ټرمپ خاندي او وايي، دا یې خوښېږي چې د هوټل شاګردانو ته اضافي پیسې ور کړي، ځکه له ځان سره ماتې پیسې ګرځوي.

نوموړی دا هم وايي، چې بټوه له ځان سره نشي ګرځولی او تل پیسې شاتني جیب کې ږدي.

د انځور حقوق Twitter/@medon1165

خواله رسنیو کې هم خلکو د نوموړي دې انځور ته له خپلې خوښې سره خندوونکی ځواب ور کړی.

ولسمشر ټرمپ د ژر تیارېډونکي مکډولډز مینه وال دی. یوه کارن لیکلي، دا پیسې ټرمپ د برګر اخیستلو ته ساتلې دي.

یوه بل د ټرمپ خبره تایید کړې، بټوه ډېره سخته ده.

مالومه نه ده چې دا سړی ریښتیا وايي، که ملنډې وهي.

ځینې کارنو دې انځور ته یو میم ور کړی او مختلفو عبارتونو لیکلو سره یې رسنیو کې شریک کړی دی.