د ملکي تلفاتو د قربانيانو خپلوان د عدالت په لټه کې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ملکي تلفاتو د قربانيانو خپلوان د عدالت په لټه کې

افغانستان کې د ملکيانو د مرګژوبلې په اړه د بي بي سي يوې پلټنې چې دا تېره اوونۍ يې خپره کړې، ښووله چې دغه هېواد کې د ملکيانو مرګژوبله د هغه څه پرتله خورا لوړه ده، چې راپور یې ورکول کېږي. د اګست پر ۳۱ مه چې د بي بي سي د څېړنې وروستۍ ورځ وه، د فاریاب ګرېزوان ولسوالۍ کې په يوه بمي بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي وو. د قربانيان خپلوان د عدالت په لټه کې دي، خو د ځواب موندلو کوم ځای نه مومي. جګړه کې ګيرېدا خلک څومره ګواښي، بي بي سي دغه کلي ته ځانګړی لاسرسی موندلی، ګورو چې هلته په ريښتيا هم څه پېښ شوي. اوليا اطرافي پرې راپور لري.