حکمتیار: که ټاکنو کې درغلي وشوه نو بحران به رامنځته شي

حکمتیار د انځور حقوق Getty Images
Image caption حکمتیار ادعا کوي چې د ده ټاکنیزه ډله تر ټولو ډېر ملاتړي لري

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند او د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د چارشبنې پر ورځ کابل کې په یوه ټاکنیزه جلسه کې وویل، که په راتلونکو ټاکنو کې درغلي وشوه نو هېڅوک به یې پایلې ونه مني او هېواد به داسې بحران خوا ته لاړ شي چې مهارول به یې اسان نه وي.

د حزب اسلامي مشر وویل، هر چا چې په رڼه توګه ټاکنې وګټلې دی به مبارکي ورکوي او مرسته به ورسره کوي، خو که پایلو کې درغلي وشوه نو خلک او سیاسي ګوندونه به داسې غبرګون وښیي چې هېچا یې تمه نه وي کړي.

ګلبدین حکمتیار، چې په نسبتاً تونده لهجه یې خبرې کولې وویل، کابل ته تش لاس او د سولې پیغام سره راغلی، خو که په ټاکنو کې لاسوهنه وشوه نو ښایي مجبور شي چې له نورو لارو چارو کار واخلي.

د نوموړي د دې څرګندونو په غبرګون کې په کابل کې د جرمني سفیر پیټر پروګل پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د ټاکنو په تړاو د حکمتیار له ګواښه ډکې څرګندونې په کلکه غندي.

ښاغلي پروګل لیکلي، د زور کارولو ګواښ د ټاکنو له قانونه سرغړونه ده او ګلبدین حکمتیار په دې کار سره له ټاکنیزو سیالیو ایستل کېدلی شي. نوموړي پر اړوندو ادارو غږ کړی چې په اړه پلټنې وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حکمتیار وایي، د ده ټاکنیزه ډله تر ټولو ډېر پلویان لري

نوموړي که څه هم د کوم کس یا ادارې نوم وانخیست، خو د کوت څنډنې په توګه یې وویل: "موږ کابل ته په راتګ او په ټاکنو کې په خپل ګډون مه پښېمانه کوئ ".

ګلبدین حکمتیار په خپله وینا کې پر بهرنیو ځواکونو هم غږ وکړ چې په ټاکنو کې لاسوهنه ونکړي او د خپلې خوښې کس له واک ته رسولو دې ډډه وکړي.

ښاغلي حکمتیار خپلو پلویانو ته وینا کې ادعا وکړه چې د تېرو دوه میاشتو کمپاین وښوده چې د سولې او عدالت په نامه د ده ټاکنیزه ډله پر نورو سیالو ډلو برلاسې ده او تر ټولو ډېر پلویان لري.

نوموړي همدا راز وویل، د ده ټاکنیزو جلسو ته خلک د "ایمان او عقیدې " له کبله ورځي، خو ادعا یې وکړه چې د نورو نوماندانو په جلسو کې خلک د دسترخوان له کبله ګډون کوي.

بل لور ته د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دوی له تخنیکي او عملیاتي پلوه هر اړخیز چمتووالی نیولی.

افغان ولسمشریزو ټاکنو کې لومړی ځل له بایومتریک وسیلو، يا د ګوتو نښو له ټکنالوژۍ کار اخیستل کېږي. دا ټکنالوژي تېرکال په پارلماني ټاکنو کې کارول شوې وه، خو د کارونې نيمګړتياوو یې پراخ غبرګونونه او نیوکې پارولې وې.

د انځور حقوق Nooristani Facebook
Image caption د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره وایي، دوی ټاکنو ته بشپړ چمتووالی لري

د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي اوس یې ستونزې حل کړي د رایې ورکونې نژدې دېرش زره ځایونو ته یې دغه وسیلې لېږلي دي. دوی وایي، پنځه زره نورې بایومتریک وسیلې اضافي ډول استول شوي چې د نورو د خرابۍ په صورت کې به ترې کار واخیستل شي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، د ټاکنو خوندیتوب ته ځانګړي شوي لسګونه زره امنیتي ځواکونه د رایې ورکونې ټولو مرکزونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې شنبې پر ورځ ترسره کېږي. دې ټاکنو ته نژدې پنځه زره مرکزونه ځانګړي شوي چې ډېر شمېر یې په ښوونځیو کې دي.

ورته مطالب