پاکستان: افغان طالبان مو د سولې خبرو لپاره رابللي دي

طالبان د انځور حقوق ..
Image caption د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، پلاوی به یې د اکټوبر تر شپږمې اسلام اباد کې وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په قطر کې د افغان طالبانو د سیاسي کمېسیون یو پلاوي ته یې پاکستان ته د سفر بلنه ورکړې وه او دغه پلاوي چارشنبه اسلام اباد کې له بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي سره وکتل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پ هورځ اعلامیه کې ویلي و، د دې سفر په ترڅ کې به د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرو په لړ کې شوی پرمختګ ارزول کېږي، او همدا راز په افغانستان کې د سولې درېدلي بهیر د بیا پیلولو شونتیا به کتل کېږي.

یاده دې وي چې په قطر کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون سه شنبه منلې وه چې د دوی یو پلاوی به د پاکستان حکومت په بلنه اسلام اباد ته سفر کوي.

سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې د طالبانو د مرستیال مشر ملا برادر په مشرۍ یو ۱۱ کسیز پلاوی هم اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره پر مهمو مسلو خبرې لري. نوموړی وايي، دا پلاوی به د اکتوبر تر شپږمې پاکستان کې وي.

د انځور حقوق GMIC
Image caption د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وایي، د سولې د خبرو مشري باید افغنان وکړي

په ورته وخت کې د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي خپل ټوېټر کې لیکلي سوله یې لومړیتوب دی، خو په دې شرط چې د افغان دولت په ملکیت او مشرۍ وي. د نوموړي دا خبرې په داسې مهال دي چې ویل کېږي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته رسېدلی دی.

د ارګ ویاند صدیقي خپل ټوېټر کې لیکي:

"د سولې داسې بهیر چې افغان دولت یې ملکیت او مشري ونه لري، هېڅ ډول پرمختګ به پکې ونه لیدل شي، د افغان ولس یوه مهمه غوښتنه همدا ده."

دا ګام په داسې مهال دی چې پاکستانۍ رسنۍ وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ یو پنځه کسیز پلاوی دغه هېواد ته رسېدلی دی.

خلیلزاد له چین وروسته اسلام اباد ته ځي او ټاکلې ده له لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره د افغان سولې خبرو په هکله نوې پرمختیاوې شریکې کړي.

نوموړي لس ورځې مخکې په نیویارک کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدلي و او د افغان سولې پر ځڼډېدلي بهیر هم غږېدلي وو.

که څه هم کومې ښکېلې غاړې د دې خبرې پخلی نه دی کړی، خو داسې تمه کېږي چې زلمی خلیلزاد به اسلام اباد کې د طالبانو له مرستیال مشر ملا برادر سره وګوري.

ملا عبدالغني برادر په ۲۰۱۰ کال د پاکستان کراچۍ ښار کې د پاکستاني پوځیانو په عملیاتو کې نیول شوی و، چې د ۲۰۱۸ کال تر اکتوبره بند کې و.

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا او طالبانو ترمنځ تېره میاشت له هغه وروسته خبرې بندې شوې چې کابل کې د موټر بم برید له امله د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا خبرې اول وځنډولې بیا یې ختمې اعلان کړې.

د سولې د خبرو اترو له درېدو وروسته دا د سیمې هېوادونو ته د طالب استازیو څلورم سفر دی. دوی له دې مخکې ایران، چین او روسیې ته سفر درلود.

سیاسي شنونکی جهانګیر خټک ایران، چین او روسیې ته د طالب پلاوي سفر ته په اشاره وايي، چې له هغه وروسته زلمی خلیلزاد هم چین ته تللی دی:

"اوس دا خبرونه دي چې خلیلزاد پاکستان ته رسېدلی او طالب پلاوی هم اسلام اباد ته روان دی. له دې اوسنۍ پرمختیا مالومېږي چې هڅې روانې دي او کوم ځای چې طالبان تللي وايي، خبرو ته تیار دي، دا امکان شته چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې بیا پیل شي".

دی وايي، خلیلزاد لا هم د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی دی. تراوسه داسې نه دي ویل شوي چې له طالبانو سره خبرې نه کوي. ټرمپ ویلي چې پر طالبانو فشار زیاتوو، خو خبرو په هکله بله پالیسي مخې ته نه ده راغلې، خو خبرونو کې چې څه ویل کېږي، نو داسې اندازه لګي چې له طالبانو سره بیا خبرې پیل شي.

د طالبانو - امریکا خبرې له پیله تر اوسه

د انځور حقوق European Photopress Agency

تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو اوه پړاوونه تېر شوي؛ شپږ ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې.

لومړی پړاو: د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر دوحه کې پیل شوې.

دویم پړاو: د دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې.

درېیم پړاو: د ۲۰۱۸ کال د دیسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوي ته خبرو کې د ګډون اجازه ورکړه.

څلورم پړاو: د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې.

پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل. د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.

شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د تېر غوايي پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.

اوم پړاو خبرې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول.

اتم پړاو کې، چې د اګسټ پر درېیمه پیل شو، د زلمي خلیلزاد په وینا، له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او پر تخنیکي جزییاتو یې خبرې وکړې، خو د اټکلونو خلاف دا ځل هم ددې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو.

نهم پړاو د اګسټ پر ۲۲مه پیل شو او د سپتمبر تر لومړۍ یې دوام وکړ. په دې خبرو کې امریکایانو او طابانو په اصولو کې یوې خپلمنځي هوکړې ته ورسېدل. زلمي خلیلزاد وویل، که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم وو، په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیان به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې له ۵ پوځي اډو ووځي.

ورته مطالب