د پکتیا وروستی سیک: له ګردېزه مې زړه نه ځي

  • 2 اکتوبر 2019 - 10 تله 1398
جګمون سینګ

د افغانستان په سويل ختیځ پکتیا ولایت کې د ۱۵۰ هندوانو او سېکانو له کورنیو اوس یوازې یو کس پاتې دی. ۵۴ کلن ډاکتر جګموهن سینګ بشردوست د ګردېز ښار په یوه کرايه شوي اپارتمان کې له خپلو خپلوانو لېرې یوازې د ژوند سړې تودې تېروي.

نا امني او د ځینو ځايي خلکو له لوري له د ځايي هندوانو او سیکانو د شخصي ځمکو او کورونو غصب هغه لاملونه ښودل کېږي چې له کبله یې دغه لږکیو پکتیا پرېښې.

له دوی یې یوه برخه کابل ته تللي او ځینې نور یې هند ته کډوال شوي دي.

جګموهن د یوناني او ایلوپتېک طب ډاکټر دی، د یوناني طبابت زده کړې يي له خپل پلاره کړې او د عصري طب یا ډاکټرۍ لسانس يي له کابل پوهنتونه تر لاسه کړی دی.

جګموهن سېنګ اوس ګردېز ښار کې له مسلک او عایده راضي دی، خو د خپلوانو لېرې والی او یوازیتوب یې ځوروي. دی مذهبي سړی دی، د ورځې روزګار له مذهبي عبادت سره پیلوي او د شپې د تلویزون کتلو ترڅنګ عبادت هم کوي.

ډاکټر سېنګ د هغو پېښو کیسه کوي چې پر ده او کورنۍ یې تېرې شوې:

''د کورنیو جګړو پرمهال به د ښار لور ته هره ورځ لسګونه راکټونه راتلل. له ۱۵۰ کورنیو یوازې زه ګردېز کې پاتې شوی یم. مخکې زموږ ژوند او کاروبار زاړه بازار کې وو.''

د ښاغلي سېنګ په خبره، پکتیا کې د دوی جایدادونه او کورونه په پرلپسې ډول غصب شوي دي او ان له مذهبي دود سره سم یې اور ته د مړو سپارلو یا شمشان ګاټ پر ځمکه هم ځینو خلکو فصلونه کرلي دي.

خو د ډاکټر سېنګ زړه لا هم د ګردېز په لارو، کوڅو پورې تړلی دی.

''د کډوالۍ پر وخت زموږ خلکو ځینو خلکو ته د امانت په ډول کورونه پرېښودل. اوس هغه کورونه ورنه په زور نیول شوي دي. چاته خپل کور معلوم دی او چاته معلوم هم نه دی. ان اور ته د مړو سپارلو پر ځمکه مو یوه کس فصل کرلی، خو که ټول افغانان هم وطن پرېږدي زه له پکتیا نه ځم.''

د ده په وینا د ډېرو ستونزو له کبله هندوانو او سیکانو ګردېز ښار پرېښی. دوی کابل، غزني، هند او ان اروپا ته کډوال شوي دي. دا لړۍ په تدریجي ډول پر مخ تللې او اوس دی یوازې پاتې شوی دی.

د ګردېز بالاحصار ته څېرمه بازار کی د کاروبار یوه برخه هم پخوا د سیکانو او هندوانو په لاس کی وه، خو دا سیمه اوس د پکتیا د نورو اوسېدونکو په کور کلي بدله شوې.

د پکتیا په ولایتي شورا کې د خلکو استازی تاج محمد منګل هم مني، چې دې ولایت کې د هندوانو او سیکانو ځمکې غصب شوې دي چې له امله یې دوی کډوالۍ ته اړ شوي دي:

''هو! د پکتیا له اهل هنودو ځمکې او جایدادونه چور کړل شوي دي. دوی ولایتي شورا او ولایتي ادارې ته بیا بیا شکایتونه راوړي خو یوازې ژمنې ورسره شوې.''

Image caption منموهن سینګ د طب ډاکټر دی او وايي، له همدې لارې د ټولنې خدمت کوي

خو چارواکي بیا د دې لږکيو د ستونزو د هواري لپاره د نوي پلان خبره کوي. د پکتیا والي شمیم خان کټوازي بي بي سي ته وویل، حکومت پرېکړه کړې چې پکتیاوالو هندوانو او سیکانو ته د اوسېدو او روزګار لپاره ځمکه ورکوي:

''د هندوانو له مشرانو سره مو ناستې درلودې، دوی ته مو خوښه ورکړې، که د کاروبار او اوسېدو لپاره ځمکه غواړي موږ یې ورکوو. ډېرې ځمکې یې غصب شوې هم نه دي، خو دوی ته مو ویلي چې د غاصبینو نومونه دې راوړي چې بېرته یې ترې ونیسو او دې لږکیو ته یې وسپارو.''

والي وايي، د ځايي هندوانو او سیکانو مشرانو ته یې د مشورې لپاره وخت ورکړی او له غوښتنې سره سم یې لاسنیوی کوي.

د پکتیا تر څنګ د هېواد نورو برخو کې هم د هندوانو او سیکانو جایدادونو د غصب رپوټونه شته، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني یې د ځمکو بېرته ورسپارلو امر هم کړی، خو دغه جایدادونه لا هم نه دي ورسپارل شوي.

اړونده مطالب