'غزني کې طالبانو بېولي کسان خوشي شوي دي'

  • 5 اکتوبر 2019 - 13 تله 1398
غزنی د انځور حقوق GHAZNI GOV

د غزني ولایت رسنیز دفتر په یوه فېسبوک پیغام کې ویلي، هغه ۴۳ کسان خوشي شوي چې دوې ورځې مخکې وسله والو طالبانو د دغه ولایت له ده حاجي کلي بیولي وو. دغه پیغام له ځايي وخت سره سم نن ماښام خپور شوی دی. په پیغام کې ویل شوي، چې طالبانو نیولي کسان د قومي مخورو په منځګړیتوب خوشي کړي دي.

له دې مخکې د خواجه عمري ولسوال احمد ضیا یعقوبي بي بي سي ته وویل چې د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ طالبانو غوښتل چې د 'ده حاجي' کلي ته ننوځي او انتخابات ګډوډ کړي، خو د سیمې خلک یې مانع شول.

د ښاغلي یعقوبي په وینا وسله والو طالبانو د دې عمل په غبرګون کې د دې کلي ۴۰ تنه اوسېدونکي له ځان سره بېولي دي.

خو وسله وال طالبان بیا وویل، چې بیول شوي ټول اربکیان یا سیمه ییز پولیس دي. ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي چې ددې ډلې ۲۰ تنه له وسله والو سره په جنګ کې ښکېل شول بیا وروسته ونیول شول.

سیمه ییز قومي مخور له دوه ورځو راهیسې په دې هڅه کوله دوی راخوشي کړي.

په وروستیو کې د خواجه عمري ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو د سخت جګړو شاهده وه. پنځه میاشتې مخکې حکومت اعلان وکړ چې دا ولسوالۍ یې له وسله والو طالبانو نیولې ده.

د انځور حقوق FACEBOOK

د غزني خواجه عمري ولسوالۍ شاوخوا یو کال د وسله والو طالبانو په کنټرول کې وه، اوس چې د دې ولسوالۍ ولکه د حکومت په لاس کې ده خو لېرې سیمې یې لا هم د طالبانو په لاس کې دي. ده حاجي د خواجه عمري ولسوالۍ له لوېدیځ کې لېرې کلی دی چې شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ په کې اوسېږي.

خواجه عمري ولسوالۍ د غزني مرکز ته نژدې ولسوالۍ ګڼل کېږي.

سیمه وال وايي، په دې کلي کې طالبان واکمن دي او دا لومړی ځل دی چې هلته د ځايي خلکو او طالبانو ترمنځ اخ و ډب رامنځ شوی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب