افغانستان کې هرو سلو کسانو کې ۲۱ د زړه له ناروغۍ مري

  • 6 اکتوبر 2019 - 14 تله 1398
زړه د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان روغتیا وزارت وايي، هر کال په دغه هېواد کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان د زړه ناروغۍ له امله مري.

د یوې څېړنې له مخې په افغانستان کې ۲۱ سلنه مړینه د زړه د ناروغۍ له امله ده. د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د زړه د ناروغۍ په اړه څېړنه شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د کنټرول د برخې مشر سید حبیب الله اروال بي بي سي ته وویل، په نړۍ کې ۱۷.۵ سلنه مړینه د زړه د ناروغۍ له امله رامنځته کیږي او دا ناروغي ورځ په ورځ زیاتېږي.

دی وايي وروستي معلومات ښیې چې په افغانستان کې ۴۴ سلنه مړینه د غیر ساري ناروغۍ له امله چې په هغې کې شکر، تنفسي ناروغۍ، د زړه ناروغۍ او سرطاني ناروغۍ دي چې ۲۱ سلنه مرګونه یې بیا د زړه د ناروغۍ له امله دي.

اروال زیاتوي دوه کاله دمخه د غیرساري ناروغۍ په اړه څو سروې ګانې هم ترسره شوي دي چې په دې د زړه ناروغي هم ده.

دی وايي: "دا سروې په څلور لویو ښارونو کې ترسره شوې وه خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روان کال له وري میاشتې راهیسې یو افغانستان شموله سروې پیل کړې وه او پای ته مو رسولې او پایلې به یې تر یوې میاشتې پورې ښکاره شي."

د عامې روغتیا وزارت د غیرې ساري ناروغیو د کنټرول د برخې مشر ښاغلي اروال بي بي سي سره ددې ناروغي لاملونه هم په ګوته کړل چې نوموړي یې د هوا چټل والی، سګریټ (دخانیات)، ناسالمه خواړه، چاغوالی، د فزیکي فعالیتونو کموالی، له الکولو ګټه اخيستنه، په کلیو او بانډو کې باروت یې مهم لاملونه یاد کړل.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
سویلي اسیا کې د ککړې هوا له کبله مړینه ډېره شوې

نوموړی د زړه د ناروغۍ څخه د بچ کېدو په اړه سپارښتنه کوي چې باید له نشه يي توکو څخه ځان وژغورئ، ټولې خواوې دې له باروتو ګټه اخیستنه کمه کړي، په خوړو کې دې زیات سابه وکاروي او چاغوالی دې کم کړي چې ورزش ورته ډېره ګټه رسوي.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، هر کال په دغه هېواد کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان د زړه ناروغۍ له امله مري. د وزارت په وینا دغه ناروغۍ ورځ تر بلې په افغانستان کې د ډېرېدو په حال کې ده.

ورته مطالب