افغان ټاکنې؛ کومو ولایتونو ډېرې او کومو کمې رایې لرلې؟

افغانستان د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټاکنو کې د ښځو ګډون کمرنګه و

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه د هېواد څلورو زرو او ۶۸۴ مرکزونو کې د اچول شویو رایو کچه په ډاګه شوې ده، چې پر بنسټ یې دوو میلیونو او ۶۹۵ زره او ۸۹۰ کسانو په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون کړی و.

د ټاکنو کمیسیون وايي، کابل د څه باندې ۴۵۹ زرو رایه ورکوونکو په لرلو تر ټولو لوړه کچه او روزګان د څه باندې شپږو زرو رایو په درلودو د رایه ورکوونکو هېوادونو تر ټولو ټیټه کچه لري.

دا کمېسیون زیاتوي، د رایه اچوونکو شمېر وروستی نه دی او ښايي بدل شي.

په لاندې جدول کې ولایتونو کې د خلکو د ګډون جزییات لوستلی شئ:

شمېره ولایت د رایو اچونو د مرکزونو شمېر د ټاکنو په ورځ پرانیستي مرکزونه تړلي مرکزونه روښانه شوې رایې
۱ ارزگان ۳۲ ۳۰ ۲ ۶۰۰۵
۲ بادغیس ۷۶ ۳۹ ۳۷ ۹۹۶۱
۳ بامیان ۲۲۰ ۲۱۹ ۱ ۸۴۱۲۴
۴ بدخشان ۲۷۶ ۲۳۶ ۴۰ ۶۸۰۳۸
۵ بغلان ۲۱۶ ۱۷۳ ۴۳ ۱۸۷۳۴۰
۶ بلخ ۲۸۲ ۱۵۶ ۱۲۶ ۷۴۷۰۱
۷ پروان ۱۵۴ ۱۵۳ ۱ ۴۲۲۵۷
۸ پکتیا ۱۹۴ ۱۵۹ ۳۵ ۱۶۱۶۵۵
۹ پکتیکا ۱۶۶ ۱۶۵ ۱ ۴۸۸۵۲
۱۰ پنجشیر ۹۶ ۹۶ ۰ ۱۹۲۰۵
۱۱ تخار ۲۲۹ ۱۶۷ ۶۲ ۶۴۰۵۵
۱۲ جوزجان ۶۲ ۵۳ ۹ ۳۸۰۰۹
۱۳ خوست ۱۸۶ ۱۸۵ ۱ ۹۴۴۸۵
۱۴ دایکندي ۲۵۲ ۲۵۲ ۰ ۱۱۷۵۰۶
۱۵ زابل ۴۳ ۳۶ ۷ ۱۸۳۷۸
۱۶ سرپل ۸۲ ۶۵ ۱۷ ۳۵۵۰۹
۱۷ سمنگان ۹۹ ۷۶ ۲۳ ۳۹۲۵۵
۱۸ غزني ۲۳۳ ۲۳۱ ۲ ۷۲۷۰۵
۱۹ غور ۱۸۱ ۱۰۸ ۷۳ ۷۱۶۰۳
۲۰ فاریاب ۱۰۹ ۵۸ ۵۱ ۴۳۴۶۴
۲۱ فراه ۵۰ ۵۰ ۰ ۲۲۹۷۵
۲۲ کندهار ۱۷۴ ۱۶۷ ۷ ۱۹۳۷۴۱
۲۳ کندوز ۹۸ ۶۱ ۳۷ ۱۲۸۸۱
۲۴ کابل ۵۵۸ ۵۵۷ ۱ ۴۵۹۴۷۳
۲۵ کاپیسا ۸۰ ۷۷ ۳ ۳۴۴۳۵
۲۶ کونړ ۱۱۰ ۱۱۰ ۰ ۶۷۳۸۳
۲۷ لغمان ۷۹ ۶۶ ۱۳ ۲۷۵۳۷
۲۸ لوګر ۳۴ ۳۳ ۱ ۲۲۹۳۹
۲۹ میدان وردګ ۱۰۶ ۸۳ ۲۳ ۲۰۵۶۰
۳۰ ننگرهار ۳۹۵ ۳۹۴ ۱ ۲۵۵۰۵۲
۳۱ نورستان ۵۴ ۲۹ ۲۵ ۲۳۷۴۲
۳۲ نیمروز ۵۰ ۵۰ ۰ ۱۲۷۳۹
۳۳ هرات ۳۰۰ ۲۵۳ ۴۷ ۱۲۹۹۹۳
۳۴ هلمند ۹۷ ۹۷ ۰ ۱۱۵۳۳۳
ټول ټال ۵۳۷۳ ۴۶۸۴ ۶۸۹ ۲۶۹۵۸۹۰
سرچینه: د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون