شپږیزه کرېکټ لیګ: کابل بازانو بند امیر په ۳۵ منډو مات کړ

کرېکټ د انځور حقوق ACB/RTA

د افغانستان د کورني کرېکټ لیګ شپږیزې شپږم پړاو په لومړۍ لوبه کې د کابل بازانو له بند امیر ښامارانو په ۳۵ منډو لوبه وګټله.

د افغانستان د کورني کرېکټ لیګ شپږیزې شپږم پړاو د شپږو لوبډلو ترمنځ نن (تله ۱۵) په کابل کې پیل شو.

دغه سیالۍ چې د کرېکټ بورډ اړوند لوبغالي کې ترسره کیږي، نننۍ لوبه د راشد خان په لوبډلمشرۍ د "بند امیر ښامارانو" او د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ د "کابل بازانو" ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې پچه کابل بازانو وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د کابل بازانو بند امير لوبډلې ته په ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه.

خو د بندې امیر لوبډلې ونه کوای شو چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او په ۲۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې وکړې او په ۳۵ منډو یې لوبه وبایلله.

د کابل بازانو لوبډلې له لوري لوبډلمشر اصغر افغان د ۹۲ او سميع الله شينواري د ۴۱ منډې وکړې. د لوبې د غوره لوبغاړی اصغر افغان وټاکل شو.

د بند امير ښامارانو لوبډلې لپاره باطن شاه ۴۳ او حيات الله ۴۱ منډې وکړې.

ټاکل شوې دغه لیګ تر دو اونیو پورې دوام وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورد وایي، دې لیګ لپاره یې تخنیکي چمتوالی بشپړ کړی او د کابل کریکټ لوبغالي کې یې نندارچیانو ته ښې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کورني کریکټ لیګ یا شپږیزې شپږم پړاو سیالۍ په یو کال ځنډ ترسره کیږي.

دا سیالۍ له ۲۰۱۳ کال را په دې خوا هر کال کېدې، خو تېر کال د تخنیکي ستونزو له کبله ونه شوې.

د افغانستان کریکټ بورد وایي، د شپږیزې په دې پړاو کې شپږ کورنۍ لوبډلې لوبیږي او هره یوه پنځه - پنځه لوبې کوي.

د دغه لیګ یو روزوونکی او د کرېکېټ ملي لوبډلې مخکینی لوبغاړی ريئس احمدزی وايي، ټولې لوبډلې پياوړې دي او سیالي به يې په زړه پورې وي.

د انځور حقوق AFghanistan Cricket Board

په دې کورني لیګ کې د ملي لوبډلې شاوخوا لس لوبغاړي هم لوبیږي چې دغو لوبغاړو ته تر ډیره د کپټانۍ یا لوبډلمشرۍ دندې ور له غاړې دي.

په ۲۰۱۷ کال کې د ملي ټيم لوبغاړو تر څنګ په دغو لوبو کې د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړو هم برخه درلوده. سږ کال کابو ټول لوبغاړي کورني ښودل شوي. ريئس احمدزی وايي چې دا به په دغو سیالیو کوم ځانګړی اغېز ونه کړي.

امو نهنګان، بندامیر ښاماران، بُست ساتوونکي، کابل بازان، مېس عېنک اتلان او سپين غر زمریان هغه لوبډلې دي چې د شپږيزه کرېکېټ لیګ د اتلولۍ لپاره به سیالي سره کوي.

د کورني کرېکټ غوړېدا او د نویو استعدادونو موندل د دغو لوبو له اصلي موخو ښودل کېږي. کریکټ بورد وایي سږنۍ سیالۍ د ملي ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي او د کابل لوبغالي کې سلګونه نندارچیانو ته هم د ځای ځایګي اسانتیاوې برابرې شوي دي.

ورته مطالب