ملي امنیت د هند لپاره د القاعدې مشر عاصم عمر وژنه تائيد کړه

  • 8 اکتوبر 2019 - 16 تله 1398
عمر د انځور حقوق NDS
Image caption د افغانستان ملي امنیت اداره وایي عاصم عمر هلمند کې وژل شوی

د افغانستان څارګرې ادارې ملي امنیت ویلي، د هند لویې وچې لپاره د القاعده ځايي مشر عاصم عمر د افغانستان په هلمند ولایت کې وژل شوی دی.

د ملي امنیت چارواکي وايي، عاصم عمر د هلمند په موسی کلا کې د هوايي ځواک په بمبارۍ کې وژل شوی دی. ملي امنیت ادارې د دغه مهم کس وژل کېدو څرنګوالي په تړاو ډېر جزیات نه دي په ډاګه کړي او دا هم معلومه نه ده چې نوموموړی کله وژل شوی، خو ملي امنیت په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، نوموړی له خپلو شپږو نورو ملګرو سره چې ډېر یې پاکستانیان دي، د وسله والو طالبانو په یوه مرکز کې وژل شوی دی.

له دې مخکې امریکایۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي وو چې ګډو ځواکونو د تېرې سپتمبر میاشتې وروستیو کې پر عاصم عمر او ملګرو یې هلمند کې بمباري کړې، چې د عاصم عمر برخلیک معلوم نه دی، خو یو شمېر نور وسله وال ملګري یې وژل شوي دي.

هلمند: "بمبار او ځمکنیو عملیاتو کې ولسي خلکو ته زیان اوښتی"

سپينه ماڼۍ: د اسامه زوی حمزه بن لادن وژل شوی

له دې مخکې د ۲۰۱۷ کال دسمبر کې هم د ملي امنیت ادارې د عاصم عمر د مرستیال عمر خطاب د وژلو خبر تایید کړی و، چې د ګډو ځواکونو په یوه هوايي برید کې له ۲۷ نورو ملګرو سره وژل شوی و.

وسله والو طالبانو یا خپله القاعدې ډلې هلمند کې د عاصم عمر د شتون یا وژل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې په قطر کې د امریکا او افغان طالبانو تر منځ خبرو کې یو مهم ټکی دا و چې افغان طالبان به له القاعده او نورو ډلو سره اړیکي پرې کوي.

افغان امنیتي چارواکو له دې مخکې ادعا کړې چې القاعده وسله وال په افغانستان کې مستقل مرکزونه نه لري او د فشار په صورت کې د پاکستان قبایلي سیمو ته تښتي، چې بیا د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو له کبله بېرته د افغانستان هغو سیمو ته پناه وړي چې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

عاصم عمر څوک و؟

د ۲۰۱۴ کال سپتمبر کې د القاعده مشر ایمن االظواهري په یوه ویډیويي پیغام کې د سویلي اسیا لپاره د القاعده نوی تنظیم اعلان کړ. ایمن الظواهري په هغه پیغام کې مولانا عاصم عمر د نوي تنظیم مشر او اسامه محمود د دغې ډلې ویاند وبلل.

له بېلا بېلو سرچینو راټول شوي معلومات ښيي چې نژدې ۴۶ کلن عاصم عمر د پاکستان د کراچۍ او اکوړه خټک په دارالعلوم حقاینه کې دیني زدکړې کړې دي او له تېرو څو کلونو راهیسې د القاعدې غړی و. نوموړی د سویلي اسیا لپاره د القاعده مشر په توګه له ټاکل کېدو مخکې د دې ډلې شرعي کمېټۍ مشر په توګه کار کاوه.

رپوټونه وايي، نوموړی مخکې تر ډېره وخته په افغانستان کې و او د القاعده بنسټګر اسامه بن لادن له نژدې ملګرو یو و.

ویل کېږي نوموړي یو وخت له حرکت الجهاد الاسلامي نومې ډلې سره هم فعالیتونه کول چې دغه ډله په کشمیر کې هم فعالیتونه درلودل. دغې ډلې له القاعده سره هم اړیکي پالل. خبریالان وايي، عاصم عمر په کشمیر کې له فعالو سخت دریځو وسله والو سره تاوده اړیکي درلودل او ښايي له همدې کبله نوموړی د سویلي اسیا لپاره د القاعده مشر ټاکل شوی و.

ورته مطالب