افغان سفارت پېښور کې خپله کونسلګري وتړله

د انځور حقوق Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي په پېښور کې یې د اعتراض په ډول خپله کونسلګري تړلې ده.

د دې سفارت لخوا په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا ګام یې وروسته له هغه اخیستی چې د دوی غوښتنې او خبرداري ته پام نه دی شوی.

وړاندې د افغانستان سفارت خبرداری ورکړی و چې که دا ځل پېښور کې له افغان مارکیټه افغان بیرغ لرې کړل شو، د اعتراض په توګه به پېښور کې افغان کونسلګرۍ وتړل شي.

دغه سفارت ویلي و، پاکستاني پولیس پر دغه مارکیټ چاپې وهي، هټۍ بندوي او هټیوال وهي او په ورستیو ورځو کې یې له دې مارکېټه د افغانستان بیرغ ښکته کړی و.

له دې امله اسلام اباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل خبرداری ورکړ چې که دا ځل پېښور کې له افغان مارکیټه افغان بیرغ لرې کړل شو، د اعتراض په توګه به پېښور کې افغان کونسلګرۍ وتړل شي.

خو د سفارت لخوا په تازه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان ایالتي حکومت پولیسو تېره شپه ناوخته یوځل بیا پرته له دې چې افغان سفارت خبر کړي، پر دغه مارکیټ چاپه وهلې او له دې مارکیټه یې د افغانستان بیرغ ښکته کړی دی.

د افغانستان سفارت دا ګام غندلی، د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف یې بللی او په غبرګون کې یې په پېښور کې خپله کونسلګري تړلې ده.

د افغان مارکیټ څښتن څوک دی؟

د پېښور فردوس سیمه کې جناح پارک ته پر افغان مارکیټ د پېښور یوه اوسېدونکي له څو کلونو راهیسې دعوه کوي چې د دغه مارکیټ څښتن دی. بل لور ته افغان سفارت وايي، د افغانستان حکومت دغه ودانۍ د هند له وېشه مخکې رانیولې یا پېرلې ده او تر اوسه پورې د افغان ملي بانک ملکیت ده.

د دغه مارکیټ د دکاندارانو ټولنې مشر خان سید مومند بي بي سي ته وویل، یوه ځايي اوسېدونکي سید زوار حسین پر دغه ودانۍ د ملکیت دعوه کړې، خو پخپله دغه سړی تر اوسه هېچا نه دی لیدلی. نوموړی وايي، د ځمکو غاصبین د همدې سید زوار حسین په نامه د دغې ځمکې غصبول غواړي.

''زه اوس هم وایم، دوی دي سید زوارحسین زموږ مخکې وړاندې کړي، همدا اوس ورته خپل دکان پرېږدم. ''

نوموړی وايي، له ۱۹۷۱ راهیسې د دغه کس او افغان حکومت تر منځ د افغانستان او پاکستان په بېلا بېلو محکمو کې قضیه روانه ده او د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې د پاکستان سترې محکمې د سید زوار حسین په حق کې پرېکړه وکړه، چې افغان حکومت یې نه مني.

اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکي وايي، د سترې محکمې پرېکړه یو اړخیزه ده.

Image caption وړاندې سفیر مشعل پېښور ته تللی و او رسنیو ته یې د افغان حکومت د دریځ په تړاو وویل او د مارکیټ پر ودانۍ یې د افغانستان بیرغ بېرته ورپاوه.

بل لور ته شوکت جمال کشمیري چې د مدعي له لوري مختارنامه لري وايي، سید زوار حسین ته دغه ځمکه په ۱۹۸۹ کال کې د هغه جایداد بدل کې ورکړل شوې چې د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته په هند کې ترې پاتې شوی دی.

خان سید مومند وايي، د سې شنبې پر ورځ چارواکو هڅه کړې چې د مارکیټ دکاندران په زوره له ودانۍ وشړي. نوموړی ادعا کوي چې دې لړ کې یو شمېر دکانونو ته زیان اوښتی او مارکیټ تړل شوی دی.

نوموړی وايي:

''پر همدې شپه موږ په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ په وینا مارکیټ ته اچول شوي قلفونه مات کړل، خپل دکانونه مو سمبال کړل او د چارشنبې له سهاره بېرته راغلي یو. ''

د پاکستان حکومت دریځ څه دی؟

د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له ویاند ډاکټر فیصل نه په دې تړاو پوښتنه شوه، نوموړي وویل: پېښور کې افغان مارکیټ یوه قانوني قضیه وه، سترې محکمې دې لړ کې پرېکړه کړې او څرګنده ده، چې دغه پرېکړه به پلي کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

''دې لړ کې که کومه غیر سفارتي فعالیت شوی وي، زموږ ورته پام دی او دې لړ کې به اقدامات وشي. ''

ورته مطالب