"مور نوې زېږېدلې لور روغتون کې پریښوده"

روغتون

د کابل ملالۍ زېږنتون له وړې سپینچکې وسپنیزې دروازې هره ورځ میندې له خپلو نویو زېږېدلو ماشومانو سره وځي.

دغه روغتون له څه باندې ۷۰ کلنو راهیسې فعال او د پلازمینې یو تر ټولو لوی زېږنتون دی.

شپږ کاله وړاندې ملګرو ملتونو د جنسیتي برابرۍ خوندیتوب په موخه د اکتوبر ۱۱ مه د ماشومو نجونو نړيواله وړځ وټاکله. خو داچې په افغاني ټولنه کې د نجونو زېږېدوته په کومه سترګه کتل کیږي او دوی ته څه ډول راتلونکی ور په برخه کېږي یو انځور یې په همدې زېږنتون کې دی.

د روغتون مخې ته ګڼې ښځې او د ګوتو په شمېر نارینه لاس تر زنې د زیري په انتظار ناست دي.

د دوی له ډلې یو هم حاجي سیدګل دی چې خپله مېندواره نګور یې له هلمنده راوستې.

"خامخا به هلک کېږي"

دغه ۶۰ کلن هلمندی پخپله ۸ لوڼې لري، خو زوی ته د لور زېږېده نه خوښوي.

دی په کټ کټ خندا وايي: "هلک غواړم ځکه چې د کور میراث خور دی. سبا به زه نه یم، که کور کې مې نارینه نه وي بیا کور مې ورانېږي. موږ نجونې په کاله کې کینوو. تور سرې خو د پردي کور مال وي، خو هلک درته پاتې وي."

د روغتون په انګړ کې ډیری پایوازان د مېندو روغتیايي وضعیت په اړه اندیښمن دي، خو هغه څه چې پکې عام دي، د هلک د پیدا کېدو تلوسه ده.

د روغتون د ننه د میندو تلوسه څه ده؟

Image caption حاجي سیدګل چې خپله مېندواره نګور یې له هلمنده کابل ته راوستې.

همدا چې د ملالۍ زېږنتون د ولادت خونې ته ورسیدم یو ماشوم وزېږېد. د دې ماشوم ګلابي اننګي زما او د ولاړې قابلې په شونډو موسکا خپره کړه خو د ترهېدلې مور زګرويو هله زور واخیست چې داکټرې ورته وویل:

"ماشوم دې جینۍ ده"

یو ساعت وروسته د دغې ماشومې د مور څنګ ته ورغلم. په بستر خونه کې د همدې نوې زېږېدلې ماشومې ترڅنګ مور یې پرته ده چې تر دېر حده پخپله هم ماشومه بریښي.

د لوګر اوسیدونکې نګین نوې ۱۸ کلنه شوې. پنځلس کلنه تنکۍ ماشومه وه چې واده شوه. دغې کم عمرې مور خپل لومړی ماشوم په ۱۶ کلنۍ کې زېږولی.

Image caption د ماشومې مور نګین نوې زېږېدلې ماشومه لور

دې په ترخه خندا راته وویل: "له ښوونځي یې کینولم، هر وخت مې مور او پلار نه پوښتنه کوم چې ولې دې په ماشومتوب کې ورکړم. اوس دلته نه، باید د ښوونځي په ۱۲ ام ټولګي کې وی. نه غواړم لور مې زما په برخلیک اخته شي. دا باید سبق ووایي، ښه لویه شي بیا دې په خپل زړه واده وکړي."

نګین تراوسه د خپلې ماشومې د نوم په اړه فکر نه دی کړی. په کارتوني ډیزاین شویو خپلو څپلویو ته په کتو وايي: "روغه دې شم نجلۍ او هلک راته مهم نه دي."

په دې ولادت خونه کې د نګین شاوخوا ته ډیری نورې میندې هم کم عمر لري. له نګین څخه څو دقیقې وروسته ۱۸ کلنې میترا ماشوم وزېږاوه.

د نګین برعکس د میترا زګروي بیا هغه وخت کرار شو چې قابلې ورته ویل: "مبارک ماشوم دې هلک دی."

Image caption د میترا په نوم د یوې ۱۸ کلنې مور نوی زېږېدلی ماشوم

میترا په ډېر زوږ سره په خپلو بې سیکو لاسو ماشوم په زړه پورې ونښلاوه. دا یې دویم ماشوم دی.

د کابل له شکردې ولسوالۍ راغلې دغه مور لومړنۍ ماشومه په ۱۶ کلنۍ کې زېږولې، خو اوس ډېره خوشاله ده چې زوی یې پیدا شو.

"خوښېږي مې چې زوی ولرم. د نجونو ژوند له کړاونو ډک وي، مېړه او خواښې مې دواړو غوښتل چې ما کره زوی وشي."

د ولادت په بل کټ کې ۱۵ کلنې زرغونې هم هلک وزېږاوه. د دې په تنکیو لاسونو کې دومره هم دمه نه وه پاتې چې ماشوم ونیسي.

زرغونې لا په پوره توګه د ماشومتوب خوند نه وه څکلی چې غېږه یې ډکه شوه. په کم عمر کې زېږون د زرغونې په نابلدو سترګو کې ډیرې ګونګې پوښتنې پیدا کړې وې.

"د لېوره له ښځې سره راغلې یم، مېړه مې کور کې و ما سره نه راته، شرمېدو."

د زرغونې په څېر مې ډېری میندې ولېدې چې میړونه یې ورسره روغتون ته نه وه راغلي.

د دې زېږنتون یو بل بستر کې یوه نوې زېږېدلې ماشومه یوازې پرته ده، د مور کټ یې خالي دی.

د دغې بې نومه ماشومې زېږون د نجونو ماشومانو د پیدایښت ترشا یو بل تریخ حقیقت رابرسېره کوي.

د ملالۍ زېږنتون یوه ډاکټره چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شوي په دې اړه وایي: "پرون شپه یوه بده پیښه وشوه، یوې مور له زېږون وروسته خپله ماشومه لور په روغتون کې پریښوده او لاړه."

دغه ډاکټره زیاتوي چې ځینې کورنۍ نه غواړي له دوی کره نجونو وزېږي، داسې پېښې هم شته چې کله نجلۍ پیدا شي بې له یوې شیبې انتظار او فکر یې په روغتون کې پرېږدي.

دغه روغتون ته زه له یوې ځانګړې اجازې سره څو ورځې د نویو زېږیدلو ماشومو نجونو لیدو ته راغلې وم خو دلته مې کم عمره میندې ولېدې.

د دغو میندو اندیښنه دا وه چې لوڼې یې یوې داسې ټولنې ته راغلې چې نجونو ته لا هم سم ځای نه بلل کیږي.

ورته مطالب