دفاع وزارت: د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ مو بېرته ونیوله

د انځور حقوق MOD.AF

د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ کې چارواکو تر هغه وروسته د پاکولو خبر ورکړی چې له شاوخوا یوې میاشتنۍ نیونې وروسته بېرته له طالبانو څخه د حکومت ولکې ته ولوېده.

دفاع وزات وایي، د ولسوالۍ مرکز او یو شمېر سیمې یې نیولې او له نورو برخو یې د طالبانو پاڅولو ته عملیات روان کړي دي. دشت ارچي د تخار ولایت له خواجه غار سره پوله لري او د چارواکو په وینا یې له همدغه ځایه په دغه ګاونډي ولایت کې پرمختګ کړی و.

په وروستیو اوونیو کې حکومتي ځواکونو د ولایتي مرکز تالقانو د شاوخوا سیمو په ګډون طالبان له بهارک او خواجه غار ولسوالیو هم ایستلي دي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه ولسوالۍ باندې د افغان ځواکونو عملیاتو کې یې تېره شپه ناوخته (تله ۱۹) طالبان د ولسوالۍ له شاوخوا په "بشپړه توګه" شاته کړي او د ولسوالۍ کنټرول یې په خپل لاس کې اخیستی.

د دفاع وزارت ادعا کړې چې په دې عملیاتو کې یې د "طالبانو مرکزونه له منځه وړي او دوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې."

د وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د یادې ولسوالۍ له نورو برخو د طالبانو د ولکې له منځه وړلو لپاره چاڼیز عملیات دوام لري. د دفاع وزارت اعلان کړی چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د افغانستان په غزني، بدخشان، کندوز، تخار او فاریاب کې ۱۲ ولسوالۍ د طالبانو له کنټروله ویستلي.

په تېرو څو ورځو کې طالبانو د تخار پر ځینو ولسوالیو بریدونه پيل کړي او جګړه د دې ولایت مرکز تالقان ته نژدې شوې ده، خو افغان چارواکي وايي چې طالبان یې بېرته شاته کړي دي.

طالبانو د تخار په بهارک، دشت قلعه او خواجه غار ولسوالیو کې پرمختګ کړی و چې د جګړې په دوام کې اوس افغان امنیتي ځواکونو اعلان کړی چې طالبان یې په شا تمبولي او د خوجه غار ولسوالۍ له لارې د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ ته رسیدلي.

د کندوز د پولیسو امنیه قومندان هم اعلان کړی چې د دشت ارچي ولسوالۍ افغان امنیتي ځواکونو ولکه کړې او طالبانو ته یې د درنو تلفاتو اړولو ادعا کړې. طالبانو شاوخوا یوه میاشت وړاندې (وږی ۱۷) د دشت ارچي ولسوالۍ ونیوله او له همدې ځایه یې په تخار کې پر ګاونډۍ ولسوالۍ خوجه غار بریدونه وکړل.

دشت ارچي د کندوز یوه له مهمو ولسوالیو ده چې په تېرو څلور کلونو کې څو وارې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې ده.